ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې وویل زېلېنسکي هغه ته یو خط کې د رضامندۍ اظهار کړی چې جنګ د ختمولو دپاره روس سره خبرې شروع کولو ته تیار دی
د امریکې د انصاف وزارت د بیان ترمخه، د اېف بي ايي سره مرکه کې شریف الله اعتراف وکړو چې د کراکس هال ځینې حمله کوونکو ته يې د کلاشنکوف د استعمالولو چل ښودلی و او د ګرفتار شویو کسانو څخه يې دوه هغه کسان پېژندل چې د کلاشنکوف چل يې ورته ښودلی و
ټرمپ تېره میاشت دا تجویز وړاندې کړو چې امریکا به غزه په خپل ملکیت کې واخلي، د سيمې فلسطینیان به په نورو ملکونو کې اباد کړی شي او د غزه نه به د منځني ختیځ ريویریا یا د ساحلي سیاحت مزکر جوړ کړي
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د امریکې د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې د شریف الله د ګرفتارۍ اعلان وکړو او د پاکستان شکریه يې ادا کړه چې د وسله وال په ګرفتارۍ کې یې مرسته کړې ده
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي، "مونږ د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ مننه کوو، چې په ټوله سيمه کې یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د رول او ملاتړ ستاينه کړې ده".
ټرمپ تېره هفته د خپلې کابېني په وړمبۍ غونډه کې دا اعلان هم کړی و چې ډېر زر به امریکې ته د یورپين یونین په درامداتو هم ۲۵ فیصد ټېکس ولګوي
ټرمپ د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د یوکرېن صدر ولادومېز زېلېنسکي سره ملاقات وکړو او توقعو وه چې دواړه به په یوکرېن کې نایاب معدنیاتو د امریکې د لاس رسي په لړ کې معاهده دستخط کړي مګر د دواړو خبرې اترې د اختلافاتو او د تاوتریخوالي ښکار شوې او لوظنامه لاس لیک نه شوه
د سپینې مانۍ په اعلامیې کې د ولسمشر ټرمپ له خولې ویل شوي دي چې رمضان «د روژې، عبادت او اجتماع لپاره یو سپیڅلی وخت دی» او هغه «د رمضان د سپېڅلې میاشتې له کبله خپل تاوده احترامات» وړاندې کوي.
سپينې ماڼۍ اعلان کړی، صدر ډانلډ ټرمپ د اوکراين دپاره د امريکې امداد ودرولی دی.
نور کتل
No media source currently available