عرب مشرانو د جنګ وروسته د غزه د بیا ودانولو دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د تجویز په جواب کې د مصر د تجویز حمایت کړی دی مګر وایټ هاوس د مصر وړاندېز ناقابل عمل بللی.
د عرب ملکونو مشرانو د نهې، سه شنبې، په ورځ په قاهره خپله غونډه کې د جنګ د وروسته وخت دپاره د غزه د ترقۍ دپاره د مصر تجویز منظور کړو چې ترمخه به يې د ټرمب د تجویر برعکس سیمې قریباً دوه مېلین فلسطینیان په خپله خاوره پراته وي.
د مصر په تجویز کې اندازه لګول شوې چې د غزه تړانګې په بیا ودانولو به ۵۳ بېلین ډالر ولګي.
ټرمپ تېره میاشت دا تجویز وړاندې کړو چې امریکا به غزه په خپل ملکیت کې واخلي، د سيمې فلسطینیان به په نورو ملکونو کې اباد کړی شي او د غزه نه به د منځني ختیځ ريویریا یا د ساحلي سیاحت مزکر جوړ کړي.
وایټ هاوس د عرب ملکونو تجویز ناقابل عمل وبللو، اسرایل مسترد کړو او فلسطیني مسلح ډلې حماس يې حمایت وکړو.
د مصر صدر عبدالفاتح السیسي د غزه د بیا ودانولو په منصوبه د عرب ملکونو د اتفاق ستاینه وکړه. د هغه په قول دا منصوبه د فلسطینیانو ته د بې ځایه کېدو نه بلکې په خپله ځمکه د پاتې کېدو موقع ورکړي.
السیسي د غونډې وروسته په سوشل ميډیا یو پېغام کې وویل د منصوبې په لړ کې ټرمپ، نورو عرب ملکونو او د نړیوالې ټولې سره همکارۍ ته سترګې په لاره دی.
د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان براین هیوز د مصر تجویز ناقابل عمل وبللو.
هیوز وویل د مصر په تجویز کې دې حقیقت ته کتنه نه ده شوې چې په موجوده وخت کې غزه د اوسېدو قابل ځای نه دی او د سیمې خلک په داسې ځای کې په انساني توګه نه شي اوسېدی چې د ملبې او د ناچاودېدلي موادو نه ډکه ده.
هیوز زیاته کړه چې صدر ټرمپ د غزه د بیا ودانولو په لړ کې په خپل فکر ولاړ دی چې سیمې ته دې د حماس نه بغېر ترقي ورکړی شي او په سیمه کې امن او سوکالي راوستلو دپاره نورو مذاکراتو ته کتنه کوي.
د مصر په تجویز کې اندازه لګول شوې چې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو بغېر به غزه ۲۰۳۰ پورې بیا ابادولی شي. په وړمبۍ مرحله کې به ناچاودېدلي مواد او د تباه شویو ودانیو ملبه صفا کولی شي.
د قاهرې د غونډې په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې په غزه او په وېسټ بېنک کې دې د ملګرو ملتونو امن ساتونکي وګمارل شي.
په اعلامیه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ به مصر د غزه د بیا رغولو په موضوع نړیوال کانفرنس کوي او د ورلډ بېنک په سرپرستۍ کې یو فنډ په قایمولی شي او غزه د بیا ودانولو دپاره مالې امداد به ترلاسه کوي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه ۱۱۲ صفحو په اعلامیه کې ويل شوي چې په داسې حال کې چې د غزه د بیا ودانۍ کار دوام لري فلسطینیان دپاره به په زرګونو عارضي کورونه جوړولی شي. ملبه ريسایکل کولی شي او ځینې ملبه به بحیره روم ته غورځول کېږي چې دا ډول د غزه ځمکه هم پراخه کړی شی.
په منصوبه کې دا وړاندېز هم شوی چې په غزه کې به هوايي اډا او په ساحل تجارتي او ماهیانو بندرونه جوړولی شي.
د مصر د تجویز دلاندې به حماس د غزه واک اختیار په سیاسي توګه غېرجانبدارې نګرانې انتظاميي ته ورکوي تر هغه وخت پورې چې اصلاح شوي فلسطیني اداره د سیمې انتظام په لاسو کې واخلي. د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس چې د حماس مخالف دی، د قاهرې په غونډه کې يې شرکت وکړو.
اسرایل په غزه د فلسطیني ادارې د واک اختیار امکان رد کړی او د امریکې ترڅنګ غواړي چې حماس ته وسله وغورځوي. حماس چې امریکې ترهګر تنظیم ټاکلی او د اسرایل وجود نه مني، ویلي يې دي چې ترڅو چې فلسطیني ریاست نه وي قایم شوی وسله به نه کښېدي.
Forum