لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا خپلو وګړو ته پاکستان ته د سفر په اړه د احتیاط سپارښتنه کړې
تازه خبر

امریکا خپلو وګړو ته پاکستان ته د سفر په اړه د احتیاط سپارښتنه کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قونصلي چارو څانګې ویلي، امریکايي وګړي باید پاکستان ته د خپل سفر پر پرېکړو بیا له سره غور وکړي، ځکه چې وایي په دې هېواد کې د ترهګرۍ او وسله‌والو نښتو خطر موجود دی.

د صدر ډونلډ ټرمپ په دویم ځل واک ته له رسېدو سره سم په امریکا کې د ناقانونه کډوالۍ پر ضد عملیات پیل شوي دي.

رایټرز خبري شبکې راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره کېدای شي راتلونکې اونۍ د نوو سفري محدودیتونو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان وګړو ته امریکا ته د داخلېدو اجازه ور نه کړي.

صدر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه یوه صدارتي فرمان صادر کړی و، چې له مخې یې د امریکا ملي امنیت ته د ګواښونو له امله د هر بهرني وګړي د داخلېدو پر مهال جدي امنیتي ارزونه لازم بلل شوې وه.

د مارچ پر ۷مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله ارزونه کې وویل چې امریکايي وګړي باید پاکستان ته د سفر پرېکړه له سره وارزوي، ځکه چې هلته د ترهګرۍ او وسله‌والو نښتو خطرونه شته.

په دغه ارزونه کې راغلي، چې د پاکستان په ځینو سیمو کې دا خطرونه لا پسې زیات شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو یا اتباعو ته مشوره ورکړې چې د ترهګرۍ د خطر له امله بلوچستان، خیبرپښتونخوا، او پخوانیو قبايلي سیمو (فاټا) ته سفر ونه کړي.

امریکايي وګړو ته دا هم ویل شوي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د پولې او کنټرول کرښې (لاین آف کنټرول) سره نږدې سیمو ته د سفر نه کولو سپارښتنه کوي، ځکه چې هلته د وسله‌والو شخړو او ترهګرۍ خطر شته.

د امریکا حکومت په خپله ویب‌پاڼه کې د پاکستان په اړه یو راپور خپور کړی، چې پکې ویل شوي، سخت دریځي وسله‌والې ډلې لا هم د بریدونو پلانونه جوړوي، او په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې پرله‌ پسې حملې ترسره کېږي.

په راپور کې د سیمې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي، چې وسله‌وال ترهګر نه یوازې عام وګړي، بلکې سیمه‌ ییز امنیتي ځواکونه او پولیس هم په نښه کوي.

د ارزونې له مخې، ترهګر ډېر کم یا هېڅ خبرداری نه ورکوي، او دوی کولی شي د حملو لپاره بازارونه، شاپینګ مالونه،د ترانسپورټ مرکزونه، نظامي تأسیسات، هوایي ډګرونه، پوهنتونونه، سیاحتي ځایونه، ښوونځي، روغتونونه، عبادت‌ خانې او حکومتي ودانۍ هدف وګرځوي.

د قونصلي چارو څانګې زیاته کړې، چې ترهګرو پخوا هم امریکايي دیپلوماتیکې ودانۍ په نښه کړې دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې پاکستان کې د امریکايي حکومت په کارمندانو د تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي، او د امریکا سفارت د خیبرپښتونخوا، بلوچستان، او اسلام‌آباد، لاهور او کراچۍ ښارونو نه بهر امریکايي وګړو ته د مرستو رسولو وړتیا نه لري.

همداراز، په راپور کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د کار کوونکو امریکايي حکومتي چارواکو ته د اسلام‌آباد، لاهور او کراچۍ ښارونو نه بهر د سفر لپاره ځانګړې اجازه اخیستل ضروري ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG