د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په یوکرېن کې د ډزبندۍ په لړ کې د روس صدر ولادېمیر پوټن سره خبرو اترو او ملاقات ته د رضامندۍ اظهار وکړو.
ټرمپ په وایټ هاوس کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټېلې وېژن نشر کېدونکې خبري غونډه کې وویل د پوټن بیان لوظ من خو مکمل نه دی. ټرمپ وویل په دې لړ کې پوټن سره خبرو او ملاقات ته تیار دی.
د ټرمپ ته بیان نه مخکې پوټن په یوکرېن کې د دز بندۍ په اړه د امریکې د تجویز حمایت وکړو.
پوټن وويل غواړي چې په دې اړه د امریکې او په ممکنه توګه د صدر ډانلډ ټرمپ سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.
ټرمپ په وایټ هاوس کې خبریالانو وویل د پوټن، د چین صدر شي جېن پېنګ او د شمالي کوریا کېم ان اونګ سره يې ښه تعلقات لري.
د یوې پوښتنې په جواب کې ټرمپ دا امکان رد کړو چې په یوکرېن کې د جنګ بندۍ وروسته روس په نورو ملکونو حمله کولی شي. ټرمپ وویل روس به داسې نه کوي او په دې لړ کې په داسې ګامونه اخلي چې روس داسې و نه کړی شي.
پوټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د بېلاروس هم منصب الېګزېنډر لوساشېنکو سره مشترکه خبري کانفرنس ته وویل په یوکرېن کې د ۳۰ ورځو د ډزبندۍ په اړه د امریکايي تجویز حمایت کوي خو په دې اړه سنجیده پوښتنې لري چې دا به څنګه کار کوي او د دې دپاره د امریکايي همکارانو او په ممکنه توګه صدر ټرمپ سره په ټېلې فون په دې د بحث ضرورت دی.
پوټن وویل که د ۳۰ ورځو دپار اوربند وشو نو د دې څه مطلب دی؟ د ډزبندۍ سرپرستي به څوک کوي؟ "دا سنجیده پوښتنې دي."
پوټن وویل پکار ده چې د ډزبندۍ په نتیجه کې مستقل امن قایم شي او د شخړې بنیاد مسله حل کړی شي.
پوټن دا هم وویل چې روسي ځواکونه په یوکرېن کې د جنګ په ټول محاذ پېش قدمي کوي.
پوټن په یوکرېن کې د امن دپاره په امریکايي تجویز د خپلو خیالاتو اظهار په داسې حال کې وکړو چې د امریکې خصوصي استازی سټیو وېتکاف هم د زیارت، پنجشنبې، په ورخ د روسي چارواکو سره د خبرو اترو دپاره ماسکو ته ورسېدو.
صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وايټ هاوس په اوول افس نومې خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل دا اوس چې "مونږ خبرو کوو" روس ته "خلک روان شوي دي" او امید دی چې "د روس نه ډز بندي ترلاسه کولی شوو.
د وایټ هاوس ترجمانې کېرولاین لېوېټ فاکس نیوز ته وویل د امریکې د قومي سلامتیا مشیر مایک والټز د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس خپل هم منصب سره خبرې اترې کړي دي.
دا هفته د امریکې او د یوکرېن چارواکي د سعودي عرب په ساحلي ښار جده کې یوځای شوي وو او د ملاقات وروسته په مشترکه اعلامیه کې وویل شوو چې یوکرېن د ۳۰ ورځو د ډزبندۍ په اړه د امریکې تجویز منلی دی.
د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د کوښښونو ستاینه وکړه او ويې ويل یوکرېن د امریکې د تجویز سره سم د ۳۰ ورځو ډزبندۍ ته تیار دی.
زېلېنسکي وویل په جنګ کې عارضي وقفه د امن دپاره د پراخه معاهدې دپاره استعمالېدلی شي. په یوکرېن کې جنګ په کال ۲۰۲۲ کې په هېواد د روس د یرغل نه شروع شوی دی.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum