لاس رسیدونکی لینک

 
کابل کې د کور اؤ ښار جوړولو د وزارت مخې ته ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی، دوه ژوبل شوي
تازه خبر

کابل کې د کور اؤ ښار جوړولو د وزارت مخې ته ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی، دوه ژوبل شوي



د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع امریکا غږ ته ددې برید پخلی کړی دی اؤ وایي چې دا د یو ستر ځانمرګي برید هڅه وه
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع امریکا غږ ته ددې برید پخلی کړی دی اؤ وایي چې دا د یو ستر ځانمرګي برید هڅه وه

طالب چارواکي وایي د افغانستان پلازمینې کابل کې د کور اؤ ښار جوړولو د وزارت د دروازې مخې ته ځانمرګي برید شوی چې پکې یو تن وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع امریکا غږ ته ددې برید پخلی کړی دی اؤ وایي چې دا د یو ستر ځانمرګي برید هڅه وه.

ښاغلي عبدالمتین قانع ویلي ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کور اؤ ښار جوړولو د وزارت وزارت ته ننوځي اؤ هلته ځان پسې تړلو چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړي

د نوموړي په وینا، برید ګر د امنیتي ساتونکو لخوا پېژندل شوی ؤ اؤ مخکې له دې چې هغه دغه ودانۍ ته ننوځي د ودانۍ په خوله کې له مینځه وړل شوی دی.

هغه تایید کړه چې د ودانۍ په دروازه کې چې شوې چاودنه کې یو تن وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

وي او اې اشنا د ځینو سرچینو د راپورونو په حوالې ورکولو سره ویلي چې دغه بریدګر غوښتل د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت دننه ددغه وزارت پر یو مرستیال باندې چې په راپورونو کې یې نوم نه دی ښودل شوی برید وکړي.

په دغو راپورونو کې په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمیر دوه او د ټپیانو شمیر درې تنه ښودل شوی دی.

تراوسه ددغه برید مسوولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې وړاندې تېرکال ۲۰۲۴م کې د دسمبر د میاشتې په ۱۱مه هم په کابل کې د کډوالو دچارو په وزارت کې ترسره شوي یو ځانمرګي برید کې د کډوالو د چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني اؤ ددغه وزارت څو نور کارمندان وژل شوي وؤ.

ددغه برید پړه وسله ډلې داعش خراسان څانګې پغاړه اخستې وه.

همدا شان د تېرې سه شنبې په ورځ کندوز ولایت کې د کابل بانک د یوې څانګې مخې ته هم ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې د طالبانو د پولیسو تر څنګ پینځه کسان وژل شوي اؤ ۷ نور ژوبل شوي وؤ.

ددې برید پړه هم داعش پغاړه اخستې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تور لګولی چې افغانستان کې د امنیتي پیښو اکثره عاملان د پاکستان له خاورې دغه هیواد ته داخل شوي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سه شنبې د ورځې ناوخته په یوه خپره کړې اعلامیه کې دعوه کړې چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) په ګډون تروریستي ډلې ځپل شوي او طالبانو په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو پټنځایونه له منځه وړي دي.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منیر اکرم د دوشنبې نړۍ ته د افغانستان، عراق او سوریې څخه د داعش د ګواښونو د ارزولو په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي وؤ چې اوس مهال په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) " جلب او جذب او د دغې ډلې فعالیتونو ته د اسانتیاو د برابرولو بهیر دوام لري.


هغه د ملګرو ملتونو راپورونو پر اساس ویلي وؤ چې یوازې افغانستان د داعش – خراسان څانګې د بهرتۍ مرکز دی او دا ډله په پاکستان کې وسله وال خپلو لیکو ته نه دننه کوي.

هغه تور لګولی ؤ چې ډیرې تروریستي ډلې په افغانستان کې شتون لري او له هغه ځایه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د منیر اکرم دا ادعاوې ردې کړي او هغه یې بې بنسټه تورونه بللي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "نړیوالې ټولنې ته ډاډ څرګندوو، چې په افغانستان کې د داعش او يا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له راتلو وروسته په بشپړه توګه له منځه تللي دي او عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځ ته شوی"

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په دغه اعلامیه کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې وروستیو تروریستي بریدونو ته په اشارې ویلي چې اکثره دغه بریدونه په پاکستان کې پلان شوي او عاملان یې د " ډیورنډ کرښې له پورې غاړې" رااوښتي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG