بلوچ لېبرېشن ارمي نومې وسله وال تنظیم د نهې، سه شنبې، په ورځ په بلوچستان کې یوه ورځ وړاندې د هغه حملې ذمه واري ومنله چې چارواکو ویلي وو ښځینه حمله کوونکې کړی دی.
د ګل، دوشنبې، د ورځ حمله د امنیتي ځواکونو په قافله وشوه چې د چارواکو په قول یو عسکر په کې ووژل شو او څلور نور زخمیان شول.
بي اېل ای چې پاکستان او امریکې ترهګر تنظیم ټاکلی دی، په یو بیان کې يې وویل په قلات کې په خصوصي عملیاتو کې يې د امنیتي ځواکونو موټر په کامیابۍ په نخښه کړو. بي اېل ای د حمله کوونکي د صنف په اړه څه و نه ويل.
خو په سیمه کې حکومتي چارواکي بلال شبیر ای اېف پي خبري ادارې ته وویل ښځينه ځانمرګي حمله کونکې د فرېنټیر کور ، اېف سي، په موټر حمله وکړه چې په کې یو عسکر ووژل شو او څلور نور زخمیان شول.
په پاکستان کې د ښځینه حمله کوونکو ځانمرګي بریدونه عام نه دي خو بي اېل ای چې په بلوچستان کې د ټولو نه زیاته فعاله ډله ده، ښځینه وسله والو يې په تېرو وختونو کې ځینې ځانمرګې حملې کړې دي.
بي اېل ای په خپل بیان کې وویل د بلوچستان قیمتي قدرتي وسایل د بلوچ قوم ملکیت دی، د پاکستان پوځي جرنېلان او "پنجابي اشرافیا" دا وسایل د خپلې "عیاشۍ" دپاره لوټي.
په بیان کې خبرداری شوی چې بهرني سرمایه کار دې د "مقبوضه بلوچستان" د وسایلو په استحصال کې نه شریکېږي.
په اسلام اباد کې د سېنټر فار ریسرچ اېنډ سېکیورټي سټډیز ترمخه په تېره یوه لسیزه کې تېر د پاکستان دپاره د ټولو نه خونړی کال و چې په کې د ۱۶۰۰ نه زیات کسان وژل شوي وو. د وژل شویو کسانو څخه ۶۸۵ د پولیس او د امنیتي ځواکونو غړي وو.
د وسله والو حملې زیاتره د پاکستان په هغو سیمو کې کېږي چې د افغانستان سره سرحد لري. په لویو ښارونو کې حملې کمې کېږي.
د تېر کال د نومبر په میاشت کې وسله والو د کوټه په مرکزي رېلوی سټېشن د حملې ذمه واري ومنله. په حمله کې د ۱۴ عسکرو په شمول ۲۶ کسان وژل شوي دي.
د تېر کال د اګست په میاشت کې بي اېل ای د هغو حمله ذمه واري ومنله چې ۳۹ په کې وژل شوي دي.
Forum