لاس رسیدونکی لینک

 
د پښتونخوا جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پر ضد پېښور هایکورټ ته عریضه شوې
تازه خبر

د پښتونخوا جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پر ضد پېښور هایکورټ ته عریضه شوې


د مارچ په پینځمه نېټه وسله والو په بنو کې د پوځ په چاوڼۍ ځانمرګي حمله وکړه
د مارچ په پینځمه نېټه وسله والو په بنو کې د پوځ په چاوڼۍ ځانمرګي حمله وکړه

پېښور هایکورټ ته په یو جمع کړل شوي درخواست کې ویل شوي چې د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو کې سم له ماښامه پولیس تاڼې وتړل شي اؤ عام خلک د وسله والو جنګیالو په رحم و کرم پرېښودل کیږي.

په درخواست کې ویل شوي چې جنوبي ضلعو څخه ججان، د حساسو ادارو اهلکار او سرکاري افسران تښتول کیږي، چې له امله یې د آیین د بنیادي انساني حقونو نهمې او پنځلسمې مادو سرغړونه کیږي.

د جمعې په ورځ د مارچ په اوومه نېټه پیښورهایي کورټ کې د خیبرپښتونخوا جنوبي ضلعو کې د نا امنۍ له وجې د عامو خلکو د بنیادي حقونو د سرغړونو خلاف د جمع شوي درخواست اوریدنه شوې ده.

درخواست کې وفاقي او صوبایي حکومتونه او دغه شان د کوهاټ، بنو او ډیره اسماعیل خان کمشنران فریق جوړ کړی شوي دي.

عدالت ته ایډوکیټ جنرل وویل چې صوبایي حکومت به زر عدالت کې خپل جواب جمع کړي.

دغه اوریدنه د پیښور هایي کورټ په دوؤ ججانو جسټس سید ارشد علي او جسټس ډاکټر خورشید اقبال مشتمل بینچ کړې.

پیښور هایي کورټ کې درخواست جمع کونکی وکیل سجاد احمد مسید ډيوه سره خبرو کې وایي "زمونږ نه ژوند شته، نه ازادي. دا جنوبي سیمه د ناامنۍ په جال کې ګېره ده"

د هغه په وینا،د اساسي قانون د نهمې مادې له مخې د ژوند او ازادۍ حق د هر وګړي حق دی، خو دلته دا حقونه تر پښو لاندې کېږي. "د ایین د پنځلسمې مادې له مخې، د هېواد هر وګړی د آزادانه ګرځېدو حق لري، خو دلته خلک دا ازادي نه لري."

سجاد احمد مسید زیاتوي ،هغه دغه درخواست په څلېریشتمه فرورۍ د بنو د ترهګرۍ له پیښې وړاندې عدالت کې جمع کړی و.

deewa
deewa

پرون په شپږم مارچ د پوځ سر لښکر جنرل عاصم منیر د بنو دوره کړې ده. د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي آر تر مخه پوځي سرلښکر دغلته د څلورم مارچ د ترهګریزې پیښې متاثرینو سره خوا خوږي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي د ترهګریزو حملو منصوبه جوړونکي او سهولت کارچې چرته هم وي. دوي به یې د قانون منګولو ته راکاږي.

په دې وروستيو کي په شمالي وزيرستان ، بنو او نوښار کي پرله پسي ځان وژونکو بريدونو کي يو شمير ولسي غړي او د امنيتي ځواکونو اهلکار وژل شوي دي.

قانون پوهان وایي پیښور هایي کورټ کې د کورمې او د پښتونخوا نورو ناامنه سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو خلاف درخواستونه وړاندې هم جمع شوي دي.

دوي وایي ترڅو چې په ایکشن ان ایډ سول پاور قانون پارلیمان کې بحث نه وي شوی. عدالت په دې هکله ډير څه نه شي کولی.


قانون پوهه فرهاد اپریدی ایډوکیټ ډیوه ته وایي،عدالت به زیات نه زیات یو نصیحتي ارډر وکړي چې پکار ده دې باندې متعلقه اړخونه خلک غور وکړئ.

د هغه په وینا "خو زه وایم چې په دې کې یو کال دوه تیر شي. نو دغه حل به بیا وي. نو دلته ددې مسلې عدالتي حل نه دی. ددې مسلې اصل حل چې دی، هغه پارلیمنټ دی. چې دا قوانین په پارلیمنټ کې زیر بحث راشي. دا قوانین خو دلته پارلیمنټ لاګو کړي دي. عدالت ختم کړي دي. او اوس د عدالتونو په سټی ګانو(امتناعي حکمونو) باندې دا قوانین لاګو دي اوس. نو دا خو د پارلیمنټ قوانین نه شو. دا خو د عدالت د سټی قوانین شو"

کال 2011م کې د پاکستان پارلیمان ناامنه سیمو کې پوځ ته د ایکشن ان ایډ آف سول پاور په نوم خصوصي اختیارات ورکړي وو. خو بیا د پیښورهایي کورټ د هغه وخت مشر قاضي جسټس وقار احمد سیټ او جسټس مسرت هلالي اکتوبر دوه زره نولسم کې دغه قانون د پاکستان آین سره متصادم ګرځولی و. د
هاغه وخت د خیبر پښتونخوا حکومت د پیښور هایي کورټ د فیصلې خلاف سپریم کورټ کې درخواست جمع کړی وو.

د هاغه وخت مشر قاضي جسټس آصف سعید کهوسه د هایي کورټ د فیصلې خلاف حکم امتناعي جاري کړې وه. پوهان وایي ترڅو چې صوبایي حکومت خپل درخواست واپس نه وي اخستی او د سپریم کورټ حکم امتناعي یا سټی ارډر نه وي ختم شوی نو دغه قانون به نافذ وي. ‎

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG