لاس رسیدونکی لینک

 
جرمن چارواکي وايي افغان شهري په میونخ ښار کې د خلکو په ګڼه د موټر وروستو اعتراف کړی
تازه خبر

جرمن چارواکي وايي افغان شهري په میونخ ښار کې د خلکو په ګڼه د موټر وروستو اعتراف کړی


سرکاري وکیلې کېبرییل ټېلمېن خبري غونډې ته وویل مشکوک حمله کوونکي منلې چې قصداً يې د مظاهرې په ګډون والو موټر چلولی دی
سرکاري وکیلې کېبرییل ټېلمېن خبري غونډې ته وویل مشکوک حمله کوونکي منلې چې قصداً يې د مظاهرې په ګډون والو موټر چلولی دی

په جرمني کې سرکاري وکیلې یا څارنوالې د جمعې په ورځ وویل یو افغان شهري په میونخ ښار کې د خلکو په ګڼه د موټر وروستو اعتراف کړی او چارواکو دا تعین کړی چې د جرم په شا اسلامي غرض و. د مشکوک حمله کوونکي پېژندګلو د فرهاد نوري په نوم تن شوې ده.

د میونخ ښار په مرکز کې ۳۶ کسان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د موټر په مشکوکه حمله کې په داسې مهال زخمیان شول چې ۲۴ کلن تن د احتجاج دپاره د یوځای شوي خلکو په مجمع موټر وروېستلو.

سرکاري وکیلې کېبرییل ټېلمېن خبري غونډې ته وویل مشکوک حمله کوونکي منلې چې قصداً يې د مظاهرې په ګډون والو موټر چلولی دی.

هغې وویل د انتهايي احتیاط نه کار اخلي او په بېړنۍ توګه څه فېصله نه کول غواړي خو تر اوسه چې څه معلوم شوي دي په بنیاد يې ویلي شي چې د جرم محرک اسلامي و.

deewa
deewa


د موټر مشکوکه حمله په داسې حال کې وشوه چې څو ګنټې وروسته د میونخ سېکیورټي کانفرنس په غونډه کې د امریکې نایب صدر جی ډي وېنس او د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي ښار ته رسېدونکي وو.

ټېلمېن وویل تر اوسه داسې څه شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د نوري تړون د اسلامي یا د ترهګر تنظیمونو سره ظاهروي. هغې وویل تحقیقات دوام لري چې دا معلومه کړي چې ایا نوري سره نور ملګري وو او که نا او ایا چا د ممکنه حملې په پېشګي معلومات لرل او که نا؟

جرمن چارواکي وايي افغان شهري په کال ۲۰۱۶ کې د یو داسې ماشوم په څېر جرمني ته راغلی و چې د لوی عمر سرپرست يې نه لرلو او په موجوده وخت کې په جرمني کې په قانوني توګه اوسېدلو او مخکې په څه جرم نه دی سزا شوی.

په جرمني کې د فېبرورۍ په ۲۳ نېټه انتخابات کېدونکي دي او داسې حال کې چې په تېرو څو هفتو کې د تشدد نورې پېښې هم شوي دي په ووټونو کې مهاجرت یا اميګرېشن او امنیت اهمې مسلې ګڼل کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG