د شام په الحسکه صوبه کې په ګویران نومې زندان کې ۴۵۰۰ کسان داعش وسله والې ډلې د سره تړون په الزام د کلونو راهسې بندیوان دي.
د زندان د کوټو د اوسپنو دروازو په شا د مختلفو عمرونو او د مختلفو ملکونو سړي پراته دي. په دروازه کې یوه وړه کړکۍ بهر دنیا سره د زندانیانو د رابطې یوازنۍ لاره ده.
د شام د صدر بشارالاسد حکومت د نسکورېدو قریباً دوه میاشتې وروسته اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته زندان د کتلو نادر موقع ورکړی شوې وه.
په قېد کې پراته کسان په شام او عراق کې د داعش د خودساخته خلافت د ختمېدو په اخېرۍ وروځو شپو کې نیول شوي دي.
چارواکي کوښښ کوي چې بهرنۍ دنیا سره د ګویران د زندانیانو رابطه ډېره نه وي نو ممکنه ده چې د داعش دا مشکوک وسله وال په شام کې د سیاسي انقلاب، د اسد حکومت د ختمېدو او د نوي حکومت د جوړېدو په اړه څه ډېر معلومات نه لري.
د اسد حکومت د ختمېدو وروسته د شام په شمال مشرقي علاقه کې په هغه حراستي مرکزونو توجه او دباو زیات شوی چې د داعش ۹۰۰۰ مشکوک وسله وال په کې بغېر د مقدمو بندیوان دي.
د حراستي مرکزونو نګراني د امریکې حمایت یافته ډله سېرین ډېموکرېټېک فورسز، اېس ډي اېف، کوي چې په ۲۰۱۹ کې د باغوز ښار په شمول هغه علاقه ونیوله چې مخکې د داعش قبضه کړې وه.
د اېس ډي اېف ځواکونو مشر مظلوم عبدي ای پي ته وویل د شام په مشرقي علاقو کې د داعش وسله والو د هغو چېک پوسټونو نه په لویه پېمانه وسله اخېستې ده چې د بشارالاسد حکومت د ختمېدو وروسته د شام حکومتي ځواکونو پرېښودې وه او تښتېدلي وو.
د اېس ډي اېف یو چارواکي خبرداری وکړو چې د داعش وسله وال دغه وسله په حراستي مرکزونو په حملو او د خپلو ملګرو د ازادولو دپاره استعمالولی شي.
په منځني ختیځ کې امریکايي ځواکونه د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ یا سېنټکام په سرپرستۍ کې کار کوي.
جنرل مایکل اېرېک کوریلا د سېنټکام مشر دی. تېره میاشت د شام د دورې په مهال هغه وویل په حراستي مرکزونو کې بندیوان په حقیقي او لفظي معنا کې د داعش پوځ دی.
د ګویران زندان د دورې په مهال ای پي دپاره د یوې کوټې کړکۍ خلاصه کړی شوه او قېدیانو ته وویل چې خبریالانو سره لنډې خبرې کولی شي.
یو تن رامخې شو، د ځان پېژندګلو يې د ماهر په نامه وکړه، ويې ويل په پېشه نرس او د اسټرېلیا د مېلبورن ښار دی.
ماهر وویل غواړي چې بېرته اسټرېلیا ته لاړ شي. هغه وویل په کال ۲۰۱۹ کې باغوز کې نه و نیول شوی بلکې خپله یې ځان امریکايي ځواکونو ته سپارلی و. هغه د شام یوې ښځې سره يې واده کړی او دوه زامن يې هم دي خو د هغوی په اړه څه معلومات نه لري. هغه د خپلې بې ګناهۍ دعوه هم وکړه او ويې وېل د اووه کلونو راهسې بغېر د څه مقدمې نیول شوی دی.
د بشارالاسد حکومت د ختمېدو وروسته په شام کې د داسې ډول حراستي مرکزونو تحفظ د تشویش وړ مسله ګڼل کېږي.
د کال ۲۰۲۲ د جنورۍ په میاشت کې د داعش وسله والو په یو حراستي مرکز حمله وکړه چې په نتیجه کې يې د اېس ډي اېف ځواکونو سره جنګ شروع شو چې ۱۰ ورځې يې دوام لرلو. په جنګ کې قریباً ۵۰۰ کسان ووژل شوو.
Forum