د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو ویلي د طالبانو د واکمنۍ دلاندې په افغانستان کې داسې علاقې شته چې د حکومت د واک اختیار نه بهر دي او انتهاپسندې ډلې په کې د فعالیت موقعې لرلی شي.
روبیو دا خبرې د سي پي اېس پخوانۍ خبریالې کېترین هېرېج سره د سوشل میډیا په اېکس پاڼه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مرکه کې وکړې.
په مرکه کې د روبیو نه پوښتنه وشوه ایا داسې څه استخباراتي معلومات شته چې القاعده او داعش په افغانستان کې پناه ځایونه قایم کړي دي او د کال ۲۰۰۱ د ناین الېون حملو نه د مخکې په شان خطر راولاړوي؟ نو د امریکې خارجه وزیر وویل فکر نه کوي چې د ناین الېون نه د مخکې په شان حالات موجود دي خو هرکله چې داسې سیمې وي چې د حکومت د واک اختیار نه بهر وي نو داسې قسمه ډلو دپاره موقعې پېدا شي.
د امریکې خارجه وزیر وویل د موجوده او د ۱۰ کاله مخکې وخت ترمنځ فرق دا دی چې امریکايي ځواکونه په مېدان موجود نه دي دا ډلې په هدف کړي او تعقب یې وکړي.
روبیو وویل کله چې طالبانو ته وویل شي چې د هېواد په یوه برخه کې يې داعش او یا القاعده شتون لري نو تعاون وکړي او ورشي ورپسې خو داسې په هره موقعه نه کوي.
روبیو وویل د موجوده صورتحال موازېنه به د ناین الېون نه د مخکې حالاتو سره نه کوي خو غېریقیني شته او دا صرف تر افغانستانه محدوده نه ده.
طالبانو په سمدستي ډول د روبیو خبرو ته جواب نه دی ویلی خو طالب چارواکي په مستقل ډول په افغانستان کې د غېر ملکي وسله والو د موجودګۍ خبره ردوي.
د روبیو د خبرو نه څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو په خپل یو رپورټ کې ویلي د القاعده وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د طالبانو استخباراتي اداره يې تحفظ کوي.
د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي چې طالبانو یو داسې ماحول برقرار ساتلی چې په کې القاعده محفوظ کورونه او د افغانستان په مختلفو علاقو کې تربیتي کېمپونه لري.
په رپورټ کې داعش خراسان ډله د ترهګرۍ لوی خطر بلل شوی.
د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي چې داعش خراسان نه یوازې په طالب چارواکو او په افغانستان کې مذهبي اقلیتونو حملې کړي بلکې د ډلې حمایتیانو په یورپ کې هم حملې کړي دي او غواړي چې د افغانستان سره په سرحد په منځنۍ اېشیا کې هم وسله وال برتي یا جلب کړي.
Forum