داعش خراسان ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د افغانستان په کندز ولایت کې په یو بېنک د ځانمرګي حملې ذمه واري ومنله او ويې ویل د حملې هدف د طالبانو د حکومت هغه کارکوونکي وو چې تنخاګانې يې اخیستلې. یوه ورځ مخکې شوي حمله کې پینځه کسان وژل شوي دي.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې په جنګ ځپلي هېواد کې د تشدد کچه په عمومي کچه کمه شوې ده خو داعش خراسان ډله وخت په وخت د حملو دعوه کوي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په کندز ښار کې د کابل بانک سره نږدې ځانمرګي حمله کې پينځه کسان ووژل شوو او لږ تر لږه اووه نور کسان زخمیان شول. په وژل شویو او زخمیانو کسانو کې د طالبانو د حکومت کارکوونکي هم شامل وو.
د داعش د تبلیغاتو څانګې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د ډلې یو ځانمرګي بمبار د چاودېدونکو موادو واسکټ د بېنک نه بهر په داسې وخت کې خلاص کړو چې طالبانو تنخاګانې اخیستلې.
په کال ۲۰۲۴ کې هم داعش په کندهار کې د بېنک نه بهر د ځانمرګي حملې ذمه واري منلې وه. طالب چارواکو ویلي وو په حمله کې درې کسان وژل شوي وو خو د هسپتال سرچینو ویلي وو په پېښه کې تر ۲۰ پورې کسان وژل شوي وو.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي امنیتي ځواکونو يې د ملک په مختلفو برخو کې د داعش خلاف عملیات کړي دي او څېړونکي وايي طالبانو په عملیاتو کې د داعش خراسان ډلې خلاف تر څه حد پورې کامیابي ترلاسه کړې ده.
خو د طالبانو د اقداماتو باوجود ای اېف پي خبري اداره وايي داعش په افغانستان کې فعالیت لري او طالب چارواکي، بهرنیان او د غېر ملکي سفارتکاران په نخښه کوي.
د ډسمبر په میاشت کې داعش خراسان په کابل کې د طالبانو د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژلو ذمه واري ومنله.
Forum