بي اېل ای په خپل بیان کې وویل د بلوچستان قیمتي قدرتي وسایل د بلوچ قوم ملکیت دی، د پاکستان پوځي جرنېلان او "پنجابي اشرافیا" دا وسایل د خپلې "عیاشۍ" دپاره لوټي
د پاکستان په دوه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې په څلورو ورځو کې درې ځانمرګي بريدونه شوي، په دغو کې يو ځانمرګی بريد ښځې کړی دی.
د پاکستان بلوچستان صوبې په ساحلي سيمه ګوادر کې د شپې ناوخته نامعلومه وسله والو په پوليسو بريد کړی، او بيا یې د ګوادر په غټه لاره کوسټل هايي وی د ګېسو څو غټې ټېنکرې، بوزرې سوځولي دي.
د قلات مرستیال کمشنر بلال شبیر و رسنیو ته تایید کړې چې دا ځانمرګی برید یوه ښځینه بریدګرې ترسره کړی
پاکستان کې د تېرې فرورۍ په مياشت کې 79 وسله وال، ترهګر بريدونه شوي، تر ټولو زيات 44 بريدونه پکې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، په پنجاب کې يو برید هم نه دی شوی.
په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بلوڅ بیلتون پاله ډلو پغاړه اخستې ده
د کوټې پښتو اکېډمۍ مشران وايي، د کوټې مرستيال کمېشنر، ډي سي په غېر قانونه توګه د پښتو اکېډمۍ تړلې، سيل کړې ده. مرستیال کمشنر د اکېډمۍ تړل منلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشران وايي، د پښتنو د حقونو لپاره راپورته شوی دا غورځنګ په وروستيو کې یو ځل بیا د ریاستي ادارو د سخت فشار لاندې دی. دوی وايي د تېرو څو اوونیو راهیسې د غورځنګ پر فعالانو چاپې وهل کيږي او ګڼ شمېر غړي یې نيول شوي دي.
دا تاثر موجود دی چې ګوادر ته تګ ګران دی. د ګوادر هوايي اډې نه په هفته کې درې پروازونه په عرب سمندر د پاکستان بل ساحلي ښار کراچۍ ته چلېږي. د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او نه هم اسلام اباد ته ګوادر نه څه پرواز شته. ګوادر ته تلونکي ساحلي شاهراه ښکلې ده خو سهولتونه پې نشته
د پاکستان د بلوچستان صوبې بولان سیمې لویه لاره له څو ساعتو وروسته له وسله والو خلاصه کړل شوې، چارواکو د درېو وسله والو د وژنې دعوه هم کړې ده.
نور کتل