لاس رسیدونکی لینک

 
رپورټ: د پاکستان په نوي هوايي اډه کې نه مسافر او نه هوايي جهازونه شته خو د پراسرار یت نه ډک دی
تازه خبر

رپورټ: د پاکستان په نوي هوايي اډه کې نه مسافر او نه هوايي جهازونه شته خو د پراسرار یت نه ډک دی


د نیوګوادر انټرنېشنل ایرپورټ په مکمله توګه د چین په مرسته او د ۲۴۰ مېلین ډالرو په لګښت جوړ شوی دی مګر په دې اړه څوک په کره توګه څه نه شي وېلی چې دا هوايي اډه به د کاروبار دپاره کله پرانېستل شي
د نیوګوادر انټرنېشنل ایرپورټ په مکمله توګه د چین په مرسته او د ۲۴۰ مېلین ډالرو په لګښت جوړ شوی دی مګر په دې اړه څوک په کره توګه څه نه شي وېلی چې دا هوايي اډه به د کاروبار دپاره کله پرانېستل شي

د پاکستان په ساحلي ښار ګوادر کې د پاکستان نوي او د ټرولو نه زیاته قیمتي هوايي اډه نه مسافر او نه جهازونه لري خو داسې ښکاري چې د پراسراریت نه ډک دی.

د نیوګوادر انټرنېشنل ایرپورټ په مکمله توګه د چین په مرسته او د ۲۴۰ مېلین ډالرو په لګښت جوړ شوی دی مګر په دې اړه څوک په کره توګه څه نه شي وېلی چې دا هوايي اډه به د کاروبار دپاره کله پرانېستل شي.

د ګوادر هوايي اده د کال ۲۰۲۴ د اکتوبر په میاشت کې مکمل کړی شوه. د هوايي اډې نوی تعمیر او د دې چاپېره پرته بلوچستان صوبه متضاد تصویرونه وړاندې کوي، یو خوا جدت او د سرمايي لګښت دی نو بل خوا غربت، د ترقۍ نیشت والی او د سیمې خلک د جدید دور د سهولتونو نه د محرومۍ ګیله کویه کوي.

د تېرې یوې لسیزې راهسې چین خپله سېنکیانګ صوبه د عرب سمندر سره د نخښلولو دپاره د چاینا پاکستان اکنامک کورېډور یا د سي پېک منصوبې دلاندې په بلوچستان او په ګوادر کې په لویه کچه سرماریه کارې کړې ده.

د نیوګوادر انټرنېشنل ایرپورټ په مکمله توګه د چین په مرسته او د ۲۴۰ مېلین ډالرو په لګښت جوړ شوی دی
د نیوګوادر انټرنېشنل ایرپورټ په مکمله توګه د چین په مرسته او د ۲۴۰ مېلین ډالرو په لګښت جوړ شوی دی

چارواکي وايي د چین سرمایه کارۍ په سیمه کې بدلون راوستی دی مګر په ګوادر کې د بدلون څه اثار نه لیدل کېږي.

ګوادر د پاکستان د قومي ګرېډ یا د بجلۍ د قومي نظام سره نه دی تړل شوی او د ښاره زیاتره خلک زیاتره بجلي د ایران او یا د شمسي توانای د ښيښو نه ترلاسه کوي. صفا اوبه هم په مناسب مقدار کې نیشته.

د ګوادر هوايي اډه د ۴۰۰۰۰۰ مسافرو ګنجایش لري خو دا د ښار د ۹۰۰۰۰ ابادۍ ترجیح نه ده.

خالد عظیم د چین او د پاکستان د چارو څېړونکی دی وايي د ګوادر ایرپورټ نه خو د پاکستان او نه هم د ګوادر دپاره دی بلکې دا د چین دپاره دی چې دا ډول چینایان په محفوظه ډول ګوادر او بلوچستان ته لاس رسی ولري.

د وسله والو او د پوځ ترمنځ ګېر

بلوچستان په قدرتي وسایلو سمباله صوبه ده چې په سټرېټيجېک لحاظ په اهم ځای کې پرته ده . سي پېک په صوبه کې بغاوت راپارولی دی. بېلتون خوښي وايي ریاست د مقامي خلکو استحصال کوي او وسله وال د بېلتون دپاره جنګ کې په بلوچستان او په نورو ځایونو کې په پاکستاني او چینايي هدفونو حملې کوي.

د بلوڅ قوم غړي وايي حکومت ورسره تعصب کوي او د ملک په نورو ځایونو کې د موقعو نه يې محرومه ساتي. حکومت دا خبره ردوي.

پاکستان د چین د سرمایه کارۍ تحفظ کول غواړي او په ګودار کې يې د امینتي ځواکونو شمېره زیاته کړه ده.

په ګوادر کې ځای په ځای چېک پوسټونه دي، ازغن تارونه لګېدلي دي، پاټکونه دي، امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي او د امنیتي ځواکونو برجونه دي.

د چینايي کارکوونکو او د خاص پاکستاني چارواکو د حرکت په وخت سړکونه وتړل شي.

ګوادر د پاکستان د قومي ګرېډ یا د بجلۍ د قومي نظام سره نه دی تړل شوی او د ښاره زیاتره خلک زیاتره بجلي د ایران او یا د شمسي توانای د ښيښو نه ترلاسه کوي. صفا اوبه هم په مناسب مقدار کې نیشته
ګوادر د پاکستان د قومي ګرېډ یا د بجلۍ د قومي نظام سره نه دی تړل شوی او د ښاره زیاتره خلک زیاتره بجلي د ایران او یا د شمسي توانای د ښيښو نه ترلاسه کوي. صفا اوبه هم په مناسب مقدار کې نیشته

استخباراتي مامورین ګوادر ته د تلونکو صحافیانو څارنه کوي. د ښار د ماهیانو بازار انتهايي حساس ګڼل کېږي نو ځکه یې خبرونه نه شي ورکړی کېدی.

مقامي خلک د قدغنونو نه د بې زارۍ اظهار کوي.

د ګوادر ۷۶ کلن اوسېدونکی خدا بخش هاشم وايي مخکې به ترې هېڅ چا دا پوښتنې نه کولی چې چېرته ځې؟ څه کار کئ؟ نوم دې څه دی؟ هغه زیاته کړه چې مخکې به يې ټوله شپه په غرونو او کلیوالو سیمو کې پېکېنکونه کول.

هاشم وویل پوښتنې ترې کېږي چې د ځان شناخت وکړي، څوک دي او د کوم ځای نه راغلي دي؟ هغه وویل "مونږ رهایشیان یوو او کوم خلک چې پوښتنې کوي پکار ده چې دوی ځانونه راوپېژني."

هاشم وویل هغه وخت ورته یاد دی چې ګوادر د پاکستان نه د عمان برخه وه او ممبۍ ته تلونکي د مسافرو سمندري جهازونه به په ګوادر کې ودرېدل. هغه وویل د خوراک، د اوبو او د کار روزګار څه کمی نه و.

د اوچکالۍ او د زیات استعمال په سبب په ګوادر کې د اوبو کمی پېدا شوی. کار روزګار هم کم شوی دی.

حکومت وايي سي پېک په مقامي کچه د روزګار ۲۰۰۰ موقعې پېدا کړي دي او دا نه ده واضحه چې د مقامي څه معنا ده؟ بلوڅ او که د نورو علاقو پاکستانیان.

د ګوادر اوسېدونکي د چینایانو د موجودګۍ څه ډېرې ګټې نه ویني

ګوادر ښکلی خو عاجز شان دې ښار دی. بهترین خوراک او مقامي خلک د خبرو اترو شوقین او د اجنبیانو هرکلی کوي. د رخصتیو په ورځو په ښار او په خصوصي توګه په ساحلونو يې د خلکو ګڼه وي.

خو د دې باوجود دا تاثر موجود دی چې ګوادر ته تګ ګران دی. د ګوادر هوايي اډې نه په هفته کې درې پروازونه په عرب سمندر د پاکستان بل ساحلي ښار کراچۍ ته چلېږي. د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او نه هم اسلام اباد ته ګوادر نه څه پرواز شته. ګوادر ته تلونکي ساحلي شاهراه ښکلې ده خو سهولتونه پې نشته.

په بلوچستان کې یاغیتوب د شروع کېدو راهسې په صوبه کې په زرګونو کسان بې درکه شوي دي. مقامي خلک وايي هر څوک چې د استحصال او د خلکو د زورول کېدو خبره کوي نو د مسلح ډلو سره د تړون الزام پې ولګول شي او په حراست کې واخیستل شي.

فعالان وايي خلک په زور بې درکه کولی شي او تشدد پې کېږي. حکومت دا خبره ردوي.

ګوادر ښکلی خو عاجز شان دې ښار دی. بهترین خوراک او مقامي خلک د خبرو اترو شوقین او د اجنبیانو هرکلی کوي. د رخصتیو په ورځو په ښار او په خصوصي توګه په ساحلونو يې د خلکو ګڼه وي
ګوادر ښکلی خو عاجز شان دې ښار دی. بهترین خوراک او مقامي خلک د خبرو اترو شوقین او د اجنبیانو هرکلی کوي. د رخصتیو په ورځو په ښار او په خصوصي توګه په ساحلونو يې د خلکو ګڼه وي

هاشم وايي غواړي چې سي پېک کامیاب شي چې دا ډول ځوانان کار روزګار، امید او د ژوند مقصد ولري. خو د هغه په فکر تر اوسه داسې نه دي شوي.

د پاکستان انسټېټیوټ فار کانفلېکټ اېنډ سېکیورټي سټډیز ترمخه د کال ۲۰۱۴ راهسې د ترهګرۍ خلاف د حکومت د اقداماتو په نتیجه کې په بلوچستان کې په تشدد کې کمی شوی و خو ۲۰۲۱ راهسې د وسله والو په حملو کې په ورو ورو اضافه شوې ده. په کال ۲۰۲۲ کې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، سره د پاکستاني حکومت د امن معاهدې بلوچ لېبرېشن ارمي نومې کالعدم تنظیم هم حوصله وموندله.

د ګوادر هوايي اډې په پرانېستل کېدو کې ځنډ

د امنیت په اړه د اندېښنو په سبب د ګوادر هوايي اډې افتتاح ځنډېدلې وه. ګوادر ته تګ په ځای وزیراعظم شهبازشریف او د هغه چینايي هم منصب لي کېیانګ په انلاین بڼه په یوه دستوره کې د هوايي اډې پرانېسته وکړه. عام خلک په دستوره کې موجود نه وو.

د بلوچستان عوامي پارټۍ ضلعي صدر عبدالغفور هوت د ګوادر هوايي اډې په منصوبه کې یو مقامي تن ته د څوکېدار په شان کار هم نه ورکړی شوی. د هغه په فکر دا ایرپورټ د بلوڅانو دپاره نه بلکې د سي پېک دپاره جوړ کړی شوی دی.

د ډسمبر په میاشت کې هوت په ګوادر کې د ژوند د سهولتونو د نیشتوالي خلاف هره ورځ د احتجاجونو لړۍ شروع کړه. ۴۷ ورځې چې حکومتي چارواکو احتجاج کوونکو سره ولیدل او د لوظ یې وکړو چې ګوادر ته به بجلي او د اوبو رسد زیات کړی شي نو مظاهرې ختمې شوې.

فعالان وايي د حکومت په دغو لوظونو څه پرمختګ نه دی شوی.

د نړیوالو چارو څېړونکی خالد وايي مقامي خلکو دپاره د کار روزګار او د نورو سهولتونو د نیشت والي په سبب د سي پېک ګټې په عمومي کچې ته نه شي رسېدلی.

ګوادر ته د چین سرمایه د ورتلو سره سم د امنیت سخت ګامونه هم ورسېدلي او د پاټکونو او برجونو په بې اعتمادۍ کې اضافه کړې ده.

خالد وویل د پاکستان حکومت بلوڅانو ته او بلوڅان حکومت ته څه ورکولو ته تیار نه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG