لاس رسیدونکی لینک

 
پښتونخوا او بلوچستان کې په څلورو ورځو کې درې ځانمرګي بريدونه شوي
تازه خبر

پښتونخوا او بلوچستان کې په څلورو ورځو کې درې ځانمرګي بريدونه شوي


د پاکستان په دوه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې په څلورو ورځو کې درې ځانمرګي بريدونه شوي، په دغو کې يو ځانمرګی بريد ښځې کړی دی.

يادو ځانمرګو بريدونو کې يو د طالبانو پلوي دينې مدرسه کې، او دوه نور د پاکستان په امنيتي ځواکونو شوي دي.

تازه ځانمرګي بريدونه

په 28مه فرورۍ د نوښار په اکوړي سیمه کې د خېبر پښتونخوا تر ټولو سترې طالب پلوه دیني مدرسې درالعلوم حقانیه کې ځانمرګي برید شوی، پکې د دغه مدرسې د مشر مولانا حامد الحق او د جمعیت علما اسلام (س) په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي وو.

د اکوړي د ځانمرګي بريد په دويمه ورځ د خېبر پښتونخوا ناارامه سیمه شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په قافله ځانمرګی برید شوی، دوه امنيتي عسکر پکې وژل شوي او دوه ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه لس تنه نور پکې ژوبل شوي وو.

درېم بريد پرون په درېيم مارچ د بلوچستان صوبې په قلات کې د امنيتي ځواکونو په قافله شوی، يو عسکر پکې وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو.

ويل شوي، ياد ځانمرګی بريد ښځينه بريد کوونکې کړی دی.

نيم پاکستان کې ناامني

څيړونکي وايي، د پاکستان په څلورو صوبو کې په دوو کې ناامني او ترهګري روانه ده، نيم پاکستان په ناامنۍ کې ښکېل دی.

خو په پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې د ناامنۍ او وسله والو فعاليتونو نوعيت جلا جلا دی.

اسلام اباد کې د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس له مخې خېبرپښتونخوا کې زيات وسله وال فعاليتونه تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام، حافظ ګل بهادر او داعش کوي.

او په وروستیو میاشتو کې بلوچستان کې د زياتو بریدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اې اېل، بلوچستان لبرېشن فرنټ، بي اېل اېف، او يونايټډ بلوچ ارمي، يو بي اې د زیاتو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو اهداف

د افغانستان سره په پوله پرتې خېبرپښتونخوا صوبې کې فعاله تحریک طالبان پاکستان او ورسره اړونده ډلې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه متاثره، او وايي په دغه سیمه د شرعي نظام دپاره مبارزه کوي، او د پاکستان د وسله والو ځواکونو ضد جنګيږي.

ټي ټي پي او نورې مذهبي ډلې زياتره د پاکستان په امنیتي ځواکونو بريدونه کوي او بریدونو کې یې عام ملکي وګړي هم وژل کيږي.

بل لور ته د پاکستان بلوچستان چې په قدرتي وسایلو سمباله صوبه ده، په سټرېټيجيک لحاظ هم اهم ځای کې پرته ده . چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک په صوبه کې بغاوت راپارولی دی. بېلتون خوښي وايي ریاست د مقامي خلکو استحصال کوي او وسله وال د بېلتون دپاره جنګ کوي، بلوچستان صوبه کې په پاکستاني او چینايي هدفونو حملې کوي.

د بلوڅ قوم غړي وايي حکومت ورسره تعصب کوي او د ملک په نورو ځایونو کې د موقعو نه يې محرومه ساتي. خو حکومت دا خبره ردوي.

بلوچستان کې د چين پانګونې

پاکستان او چين د اوږدې مودې راهسې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ سي پېک همکاران دي او د زرګونو په شمېره کې چينايان پاکستان کې په دغه پروژه کې کار کوي.

دا د 65 اربه ډالرو پرژوه د چين د صدر شي ژين پينګ د بېلټ او روټ اقدام برخه او مرکز یې د بلوچستان صوبې ساحلي ښار ګوادر دی، د کومې مقصد چې د بيجينګ د سړک، رېل پټلۍ او سمندر د لارې اثر سېوا کول دي.

په وروستيو کې په ګوادر کې د نیوګوادر انټرنېشنل ایرپورټ په مکمله توګه د چین په مرسته او د 240 ميلينه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی مګر په دې اړه څوک په کره توګه څه نه شي ویلی چې دا هوايي اډه به د کاروبار دپاره کله پرانېستل شي.

پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ ضد پوځي عمليات

د پاکستان پوځ د تېر کال په وروستيو کې ويلي وو، په 2024م کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 383 افسران او عسکر وژل شوي وو.

پوځ ويلي، امنيتي ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو 59,775 عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون 925 وسله وال وژل شوي، او دا په تيرو پينځو کلونو کې تر ټولو غټه شمېره ياده کړل شوې وه.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په 27م دسمبر مطبوعاتي غونډه کې دغه شمېرې وړاندې کړې او ويلي یې وو، هره ورځ د 169 نه زیات عمليات کيږي، او مهمې کامیابۍ ترلاسه کړل شوي دي.

د پوځ وياند دعوه کړې وه، په عملياتو کې 73 انتهايي مطلوبه ترهګر وژل شوي، چې پکې د ټي ټي پي او بلوڅ وسله وال هم شامل وو.

هغه ويلي وو، د وروستي ترهګر او خوارج د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

د ناامنۍ اغېزې

خېبرپښتونخوا کې ځايي خلک وايي، د ناامنۍ له امله خلک کډوال شوي، کاروبارونه یې اغېزمن شوي، په تعليم یې بد اثر شوی او په وروستيو کې کاروباريان د قلنګ په څېر پېښو سره مخ شوي، خپل صنعتونه نورو سيمو ته منتقلوي او نوې پانګونې صوبې ته نه راځي.

خو پښتونخوا کې صوبايي حکومت وايي، د امنیت دپاره اقدامات کوي.

بلوچستان صوبه کې ځايي خلک وايي، ملک کې د غربت کچه په بلوچستان صوبه کې تر ټولو زیاته ده، په خلکو کې په پراخه کچه د محرومۍ احساس دی او په عامه کچه خلک د بې روزګارۍ او غربت سره مخ دي.

بلوچستان حکومت وايي، د ولس د هر ډول بنيادي مسلو هوارولو دپاره پلانونه لري.

روان کال وسله وال بريدونه

د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د روان کال 2025 د لومړو دوه میاشتو شمېرو کې ويلي، د جنورۍ او فرورۍ په میاشتو کې پاکستان کې ټولې 153 حملې شوي، 104 امنيتي عسکرو او 75 ملکي وګړو په ګډون پکې 179 کسان وژل شوي دي.

ویل شوي په تېرو دوه مياشتو کې د پاکستان امنيتي ځواکونو 364 وسله وال وژلي او 70 مشکوک یې نيولي او په ياده موده کې د تښتونو 46 پېښې هم شوي دي.

د پيکس ترمخه، تر ټولو زياتې حملې او مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او په دويم نمبر بلوچستان صوبه کې شوي، سيند کې ډېرې کمې او پنجاب کې حملې نه دي شوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG