په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بلوڅ بیلتون پاله ډلو پغاړه اخستې ده
د کوټې پښتو اکېډمۍ مشران وايي، د کوټې مرستيال کمېشنر، ډي سي په غېر قانونه توګه د پښتو اکېډمۍ تړلې، سيل کړې ده. مرستیال کمشنر د اکېډمۍ تړل منلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشران وايي، د پښتنو د حقونو لپاره راپورته شوی دا غورځنګ په وروستيو کې یو ځل بیا د ریاستي ادارو د سخت فشار لاندې دی. دوی وايي د تېرو څو اوونیو راهیسې د غورځنګ پر فعالانو چاپې وهل کيږي او ګڼ شمېر غړي یې نيول شوي دي.
دا تاثر موجود دی چې ګوادر ته تګ ګران دی. د ګوادر هوايي اډې نه په هفته کې درې پروازونه په عرب سمندر د پاکستان بل ساحلي ښار کراچۍ ته چلېږي. د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او نه هم اسلام اباد ته ګوادر نه څه پرواز شته. ګوادر ته تلونکي ساحلي شاهراه ښکلې ده خو سهولتونه پې نشته
د پاکستان د بلوچستان صوبې بولان سیمې لویه لاره له څو ساعتو وروسته له وسله والو خلاصه کړل شوې، چارواکو د درېو وسله والو د وژنې دعوه هم کړې ده.
د پاکستان د بلوچستان صوبې مرکز کوټې سره نزدې شعبان علاقه کې د نامعلومه وسله والو په برید کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي، او يو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.
څيړونکي وايي، د وفاقي او صوبایي هڅو باوجود، پاکستان کې شاوخوا ۲۶ لکه ماشومان د سکولونو څخه بهر دي، علتونه یې د فنډونو د کمي پشمول د ځينو سمیو خرابه امنتې وضعه او د سکولونو خراب حالت دی.
نور کتل