په بلوچستان کې پارلماني غړو او څېړونکو په صوبه کې پر خرابه امنيتي حالاتو اندېښنې څرګندې کړي او وايي حکومت دې د خلكو د تحفظ او د پرمختيا د کارونو له پاره سنجيده ګامونه واخلي او غوښتنه کوي چې له مرورو بلوڅانو سره دې خبرې اترې پيل کړي.
په بلوچستان کې په روان کال کې امنيتي حالت ډېر خرابه شوی، د جنورۍ او فرورۍ په مياشتو کې پر امنيتي ځواکونو، د پنجاب صوبې پر وګړو او د سيپېک پر منصوبو باندې د بلوڅو وسلوالو په پرله پسې بريدونو کې اضافه شوې ده.
په بارکان کې د پنجاب صوبې د وګړو له وژني څخه نوره هم د خلكو په تشويش کې اضافه شوې ده.
وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير دې صوبې ته دورې هم کړې، د امنيتي حالت جاج یې اخیستى، د ترهګرى د نوو څپو د ختم کولو او په بلوچستان کې د ترهګرو په ضد د پراخې کچې د عملياتو اعلان یې هم کړی دی.
خو د پارليمان غړي وايي په بلوچستان کې د بدامنۍ پېښې کنټرولول د حکومت لپاره لوى چېلنج ګرځېدلی دی.
د جمعت علماء اسلام ف ګوند د سېنټ غړی سنېټر مولانا عبدالواسع وایي، تر څو چې له آیین، سياست، حکومت او پارليمان پرته فيصلې پر دې ملک باندې مسلطې وي دا ملک کله هم له دې مشکلاتو نه شي وتلى:
"حل يې دا دى، چې پر کوم آیین باندې د پاکستان خلك متفق شوي دي تر هغه لاندې چې تر څو شفاف انتخابات ونه شي، پارلېمټ ته مکمل اختيارات ورنه کړل شي، تر هغه وخت پورې وضع نه شي سمېداى".
ملتپال ګوندونه وايي له "خوابدو بلوڅانو" سره دې خبرې اترې پيل شي خو د بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو د خبرو اترو په اړه لا غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو په تېرو وختونو کې دې ډلو له بلوچستانه د پاکستاني ځواکونو او سيپېک منصوبې د ایستلو غوښتنې کړې وې.
د نېشنل ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې کلثوم نياز وایي، د بلوچستان حالات ډېر "د تباهۍ په لور" روان دي، وایي ځوانان او عوام ډېر د مايوسۍ او د انتشار سره مخ دي:
"حکومت سنجيده نه دى، ډېر ناوړه بغاوت روان دى، د مذاکراتو په ذریعه باندې سمېدای شي، دلته کوشني او لوى ډېر اپرېشنونه شوي دي، چې په نتیجه کې په مايوسۍ او انتشار کې نوره اضاه شوې ده".
حکومت دا دعوه هم کوي چې بلوڅ وسلوال چې نه يواځې په بلوچستان کې بلکې په نورو صوبو کې هم پر امنيتي عسکرو او پر چینايانو باندې بريدونه کوي، هند ورسره مالي او لوجسټیکي مرستې کوي، خو نوي ډیلي تل دغه تورونه رد کړي دي.
د بلوچستان پارلماني غړي په دې باور دي چې د حکومت د ناوړه کارکردګۍ، په خلکو کې د محرومۍ احساس را پارولی دی، وایي زيات شمېر خلک اوس په دې باور دي چې حکومت له وسایلو سره کار لري، د سيمې ترقي یې له پامه غورځولې ده.
د دوی په وینا هم له دې کبله په روانه مياشت کې 30 ته نیزدې عسکر او 25 وسلوال وژل شوي دي.
په تېرو يوولس مياشتو کې د پنجاب صوبې 39 وګړي او مزدوران وژل شوي چې د وژلو ذمه واري یې بلوڅ وسلوال تنظیم بي ايل اې منلې ده. پارلماني غړي وایي له همدې وجې له وسلوالو سره ځوانان ملګري کیږي.
سنېټر مولانا عبدالواسع وایي، "په بلوچستان کې د سيپېک يوه خښته هم نه ده ایښوول شوې، په نامه باندې د بلوچستان دى، خو موټروې په ملتان او لاهور کې دي، په بلوچستان کې چې یې سړکونه جوړ کړي هغو ته یې د سييېک نوم ورکړی، خو دا اېشين پرمختیایي او ورلډ بېنک جوړ کړي دي".
څېړونکي وايي د تاريخ په اوږدو کې په بلوچستان کې پینځه ځله پوځي عمليات شوي دي خو وایي ډېر لږ وخت حالت قابو شي او بيا بېرته وضعه خرابه شي.
د بلوچستان د سیاسي چارو څېړونكی انور ساجدي وایي، "زما تر مخ په 1973م کې چې کوم آپرېشن وشو، هغه وخت د ابلاغ رسنۍ ډېرې کمى وې، ډېرى پېښې په اسانۍ باندې پټېدای شوې، هغه وخت د بلوڅ وسلوالو سره نوې وسله نه وه، لکه سرکاري خلک چې وايي دوى اوس ډېرې نوي وسلې نيولې دي، دا فرق یې کړی دى"،
څېړونکي وايي حکومت ، اېسټېبلشمنټ او د سياسي ګوندونو مشران دې په ګډه داسې تګلاره جوړه کړي چې يواځې پوځي عمليات نه بلکې د خلكو جایزې او حقيقي غوښتنې واروېدل شي، د خلکو اعتماد دې تر لاسه کړل شي، سياسی اختلافاتو او د خلکو رایې ته دې ځانګړي ځاى ورکړل شي.
Forum