په بلوچستان کې پارلماني غړو او څېړونکو په صوبه کې پر خرابه امنيتي حالاتو اندېښنې څرګندې کړي او وايي حکومت دې د خلكو د تحفظ او د پرمختيا د کارونو له پاره سنجيده ګامونه واخلي او غوښتنه کوي چې له مرورو بلوڅانو سره دې خبرې اترې پيل کړي. تفصيل له کوټې د حميد سمسور په رپورټ کې:
تېره شپه د بلوچستان او پنجاب تر منځ پر لويه لاره د بارکان ضلعې په رکڼۍ سيمه کې وسلوالو له مسافر بسه د پنجاب صوبې اوه تنه کښته کړي او بیا د شناختي کارډونو له کتلو وروسته وژلي. دغه بس له کوټې لاهور ته روان وو. چارواکي وايي مړي یې پنجاب ته لېږل شوي دي. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
د پاکستان د خبریالانو تنظیم پي ایف یو جې د لانجمن پېکا قانون په ضد په ټول هيواد کې د مطبوعاتو کلبونو کې د نه خوړلو درې ورځني علامتي کېمپونه پرانیستي هره ورځ پکې تر شپږو ساعتونو پورې احتجاج کوي.، دوى غوښتنه کوي دا قانون دې بېرته واخستل شي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې:
د بلوچستان وزير اعلا سرفراز بګټي د پېښې غندنه وکړه او امری يې وکړو چې قاتلان دې په سمدستي توګه ونیول شي
د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربتوب پښتون ولسي جرګه کې د درېو ورځو راهسې بحثونه دوام لري، د جرګې انتظام کوونکي وايي، دا جرګه يوه بله ورځ غځول شوې او نن د ګل، دوشنبې په ورځ به پرېکړې اعلانوي.
سياسي ګوندونو د بلوچستان په تعليمي ادارو کې پر سياسي هلوځلو بنديز لګول غندلی او له حکومته يې غوښتنه کړې، چې دغه امر دې بيرته واخیستل شي. د بلوچستان حکومت د عدالت په امر دغه بنديز اعلان کړی. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
چارواکي وايي دغه پېښه د زیارت/پنجشنبې په ورځ د کوټې څخه د ۴۰ کيلومېټر په واټن باندي د سنجدګۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
جمعت علماء اسلام پرون د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ لپاره د یو سيټ د ضمني ټاکنو د نتيجو خلاف احتجاج کړی او پر قامي لويو لارو یې د ګاډو پر تګ راتګ د بنديز اعلان کړی. مظاهره چانو لویې لارې د هر ډول ټرېفیک لپاره بندې کړې وې چې عادي خلک یې له مشکلاتو سره مخامخ کړي وو. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
په 2024 کې په بلوچستان کې دتشدد په 73 پېښو کې 43 ښځې وژل شوي په دوى کې 19 ښځې او 14 نارينه د نګ اوناموس په تور وژل شوي دي. حکومت وايي چې د دغه ډول پېښو د مخنيوى لپاره يې قانون سازي کړې ده خو په دې اړه خلک ډېر معلومات نه لري. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې:
عورت فاونډېشن رپورټ وايي تيرو دولس مياشتو کې د دتشدد په 73 پېښو کې 43 ښځي وژل شوي چې 19 ښځي او 14 نارينه د نګ اوناموس په تور قتل شوي دي، څلور ښځو د کورنى تاوترېخوالى لکبه خپل ځان خپله وژلی
په بلوچستان کې د تښتول شوي ماشوم مصورخان کورنۍ، د تاجرانو تنظيمونو او سياسي ګوندونو له حکومته د ده د را خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. مصورخان د نومبر پر 15مه له کوټې تښتول شوی چې تر اوسه پورې بې درکه دی. حکومت وايي د ورک ماشوم د موندنې کوششونه یې روان دي. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
په بلوچستان کې د ژمي له راتګ سره په مرکز کوټه او شاوخوا اکثرو سیمو کې يخ زيات شوی دی، خو د ګېس او د بجلۍ د زیات وخت نشتوالي یا د اوږده لوډشېډنګ له کبله نه يواځې د کلوالو سيمو بلکې په ښارونو کې هم خلک د کولې او د لرګيو سټوپونه او انګېټۍ اخلي. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
د ژمي له راتګ سره د بلوچستان په پښتني سیمو کې د «شنې» په نوم وچې مېوې کاروبار زیات شي، شنې زياتره د افغانستان په غرونو کې کېږي، خو کاروباريان وايي د پاکستان او افغانستان په پوله د مشکلاتو او د افغان کرنسۍ قدر زیاتېدو له وجې شنې ګرانې شوې دي. تفصيل له کوټې د حميد سمسور په رپورټ کې:
په بلوچستان کې زيات شمېر ماشومان له غذايي کمي سره مخ دي او غذايي خوراک پروګرام ته حکومت له پینځو کالو مالي ونډه نه ده ورکړې. د طب ماهرين وايي د غذايي کمي له سوبه د ماشومانو وزن او قد کم شي او له خطرناک ناروغو سره مخ کېدای شي. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
د روغتيا د څانګې ماهرين وايي د جګړو، تشدد، غربت او د نورو مشکلاتو له سوبه په افغانو ښځو کې د ذهني ناروغيو کچه تر ډېر خطرناک حد پورې زياته شوې ده چې وایي سبب يې ټولنیز توپيرونه، سياسي او ټولنیزې ناانصافۍ او نااميدي ده. تفصيل له کوټې څخه حميد سمسور وړاندې کوي:
ايران پر پاکستان باندي تورلګوي چې مذهبي تندره ډلې جېش عدل د ايران په سستان بلوچستان کې ترهګري کوى او پاکستانۍ چارواکي بيا وايي چې ځيني بلوڅ وسلوالې ډلي په ايران کې پناه اخلي او بيا دلته بريدونه کوى
په بلوچستان کې سياسي ګوندونه او څېړونکي د پاکستان له حکومته غواړي د مرورو بېلتون خوښه بلوچ ډلو سره دې د خبرو اترو د لارې د روانې شخړې د هوارولو عمل پیل کړي. د دوی په نظر دا يوه سياسي مسله ده او سياسي مسلې په پوځي اپرېشنو نه حل کيږي. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
نور کتل