په بلوچستان کې د امن فورم په سېمینار کې وينا کوونکو ويلي، د دوی هڅه دا ده، چې خپله خاوره له ستونځو وباسي او د شعوري مبارزې له لارې يې راتلونکي نسلونو ته وسپاري او د صوبې د راتلونکي لپاره په ګډه مبارزه وکړي. دوى په بنو کې پر احتجاج کوونکو د ډزو پېښه هم غندلې ده. تقصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
په بلوچستان کې هم نن د بنو د پېښې په ضد د وکيلانو تنظيمونو له عدالتي کاروایي څخه بايکاټ کړى او وکيلان عدالتونو ته نه دي حاضر شوي، چې له سوبه یې عدالتي چارې په ټپه ولاړې وې. د پښتنو ملتپالو ګوندونو هم د پېښې خلاف احتجاجونه کړي دي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې:
په پاکستان کې د محرم پر لسمه د امنيت لپاره د لوړي کچې ګامونه اخستل شوي وو، په پښتنوخوا او بلوچستان کې ځانګړي انتظامات شوي وو، چې شعيه مسلمانانو ته تحفظ ورکول شي، يو شمير حساس ښارونه ټول تړل شوي وو، عادي خلك د لارو د بندېدو له وجې له مشکلاتو سره مخامخ وو. نفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې:
د بلوچستان حکومت د محرم پر اوومه او لسمه په کوټه کې د موبايل او انټرنيټ سروس د بندولو امر کړی، چې د دې پرېکړې سره شیعه مسلمانان خپل مذهبي مراسم په امنیت سره پر ځای کړي. حکومت د محرم پر اوومه او لسمه په اوو ضلعو کې د آیین د 144مې مادې د عملي کولو اعلان هم کړی. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
د پاکستان سپریم کورټ په خپله وروستۍ پرېکړه کې ويلي د پاکستان تحريک انصاف منتخب شوي کانديدان د کوم بل ګوند غړي نه شي اعلانېدای او يوازې پي ټي ایي د ځانګړو څوکيو حق لري. ددغې پرېکړې په په باب په بلوچستان کې بېلابېل غبرګون مخې ته راغلي. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
چینایان یا هغه خلک چې په پاکستان کې د سي پېک سره تړاو لري، وسلوال تنظیمونو یې ولې په نخښه کوي؟ څوک په پاکستان کې دا چینايي کارګران په نخښه کوي چې د چین لپاره یې اندېښنې جوړې کړي دي. تفصيل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپورټ کې:
په پلوچستان کې حکومت تېره ورځ د مالي کال 2024-25 لپاره د 955.6 ارب روپیو بودیجه وړاندې کړې وه، حکومت دا يو تاريخي بجټ بولي خو عام خلک او سرکاري ملازمین بيا ورته خوشبين نه دي. تفصيل له کوټې څخه حميد سمسور وړاندي کوي:
په بلوچستان کې تاجران او کاروباري خلک له صوبایي حکومته د روان مالي کال په نوي کلني بودیجه کې د ټیکس د استثنا او د خوراکي توکو د ارزانه کولو غوښتنه کړې ده، ټاکل شوې چې د بلوچستان حکومت به د جون پر 21مهم بجټ وړاندې کړي. نور تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
د بلوچستان حکومت د پاکستان او افغانستان پر سرحدي سیمه کلا سيف الله کې د بادينې لارې د خلاصېدو اعلان کړی قومي مشرانو او سوداګرو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او کډوالۍ لپاره د باديني لارې د پرانيستلو هرکلى کړى دى. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې
د بلوچستان د تعلیم وزیرې د صوبې د تعلیمي ادارو په کارکردګۍ سخت تشويش څرګند کړی دا وايي، په دې لړ کې ډیر کار ته اړتیا ده او په ټولو ادارو کې بدلون او سمون راوستل لازمي دي. تفصیل د حميد سمسور په راپور کې.
د بلوچستان کابینې په یو مهم اقدام کې په صوبه کې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي بېل منظور کړی د مدني ټولني فعالان او حکومتى غړې هيله من دى چې له اسمبلې څخه به هم دغه بېل منظور کړل شي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې.
په بلوچستان کې د کروندګرو احتجاجي پرلت په کوټه کې د صوبایي اسمبلې مخ ته نن په اتمه ورځ هم دوام درلود تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپوټ کې
د بلوچستان پوهنتون استاذانو ته له تېرو څلورو مياشتو څخه تنخوا نه ده وکړل شوې دغه استاذان اوس د یادې ستونزې له امله غواړي چې د هېواد نورو پوهنتونونو ته ولاړ شي خو حکومت ورته اېن او سي نه ورکوي. د پوهنتون زدکونکې وايي د روانو احتجاجونو له امله د دوى درسونه ډېر آغېزمن شوي دي.
په بلوچستان کې د مزدورانو د نړیوالې ورځ پر مهال له دوکي څخه د کویلې د تښتول شوو مزدورانو د راخوشې کېدو غوښتنه شوې ده د مزدورانو سازمان وايي چې ترهګرۍ، بېکارۍ او ګرانۍ د دوى ژوند ډېر اغېزمن کړی دى. خو حکومت وايي، دوی ته د تحفظ د ورکولو لپاره کوښښونه کوي. تفصیل له حميد سمسور څخه:
نور کتل