په بلوچستان کې پښتانه مشران وايي حکومت یې تر دوه نیم لکه ایکړه ډېره پلرنۍ ځمکه د دوی د مرضۍ خلاف نيولې
په بلوچستان کې پښتانه مشران وايي حکومت یې پلرنی جايداد چې تر دوه نيم لکه ايکړه ډېره ځمکه ده د دوی د مرضۍ خلاف نيولې او د معدنيات د شتمنۍ په وجه يې ملکي او غيرملکي کمپنيو ته ورکړې ده چې مالکان يې د چين او پاکستان د پنجاب دي. دوی د دغو لوظنامو د ختمولو غوښتنه کړې ده. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې: