بلوچستان کې د اختر په لومړۍ ورځ د بې درکه بلوڅانو د خپلوانو سازمان، بلوڅ يکجهتى کونسل او د بلوچستان پوهنتون استازانو او نورو کارکوونکو احتجاجـونه کړي حکومت وايي د بې درکه خلکو په ګډون د بلوچستان پوهنتون د ملازمانو د تنخوا ستونزې د هوارولو لپاره هلې ځلې کوي. تفصیل د حميد سمسور په راپور کې.
بلوچستان پوهنتون استاذان او نور کارکوونکي د روژې د مياشتي له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پر احتجاج ناست دي. دوی وايي، چې له تېرو څلورو مياشتو څخه تنخوا نه ده ورکړل شوې. حکومت وايي، د يوې مياشتې د تنخوا بندوست یې کړی دي. تفصيل د حميد سمسور په راپور کې.
وایس فار بلوڅ مېسېنګ دعوه کوي چې حکومت د بې درکه شویو کسان د مسلې په هوارولو کې سنجیده نه دی دوى وايي، اوس مجبور دى، چې د صوبايي اسمبلۍ پر هره غونډ ه به د اسمبلې مخې ته احتجاجې کېمپ لګوي. خو حکومت وايي چې د دې مسلې د حل لپاره یې هلې ځلې روانى دي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې.
بلوچستان کې عادي خلک وايي، د پېټرولو د بیو لوړېدل سره به د کم امدن خلک ډير سخت زیانمن کړي سیاسي ډلو هم د تېلو په قيمتونو کې په زیاتوالي باندې غوصه څرګنده کړې. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
بلوچستان کې عادي خلک وايي چې یوټیلټي سټورونه د روژې په مياشت کې په اسانۍ سره د ورځني استعمال توکي نه ورکوي تفصيل د حمید سمسور په راپور کې.
د پاکستان په نارامه بلوچستان صوبه کې سیاسي ګوندونه، د هغوی په وینا په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد احتجانونه تر اوسه کوي. دوی په انتخابي نتیجو کې د لاس وهونکو پر ضد د ګامونو اخېستلو غوښتنه کوي. پاکستان په حکومتي کچه د انتخاباتو کول یو کامیاب ګام بللی دی. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپوټ کې
په بلوچستان کې د ټاکنو د نتيجو د ځنډېدو له امله یو شمېر سیاسي ګوندونو د ټاکنو پر کمېسیون نیوکې کړي او د دوى پر ضد يې احتجاجونه پيل کړي د دغو احتجاجونو تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
په بلوچستان کې د قبايلي نظام او د تعليم د کمي له سوبه ډېرې لږې ښځې په سياست کې برخه اخلي سياسي فعالانې وايي چې زيات شمېر سياسي ګـوندونه د خپلو کورنیو ښځو ته تر اسمبلۍ د رسيدلو موقع ورکوي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
په پاکستان کې د انتخابي موادو د چاپولو کاروباري خلک وايي چې د دوى کاروبار د پخوا په پرتله نيم په نيمه کم شوى دي دوی د کاروبار د کموالي سببونه د امنيت خرابه وضعه ، سياسي نا ارامي او د خلکو خراب اقتصادي حالت بولي. تفصیل د حمید سمسور په راپور کې.
په بلوچستان کې د ښځو د حقونو فعالانو له حکومت او اړوندو ادارو څخه غوښتي چې د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې دې جدي ګامونه واخلي. د بشري حقونو سازمان وايي چې په بلوچستان کې د ښځو پر حقوقو باندې عمل نه ترسره کېږي. تفصیل د سمسور په رپوټ کې
د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي لپاره شپاړس ورځنی کمپېن روان دی. د غير دولتي ادارو کارکونکي وايي، په بلوچستان کې په تېرو څو کلونو کې د ښځو لپاره بېلابېل قوانین جوړ شوي خو د دوی پلي کول په هیڅ ځای کې نه لیدل کېږي. دوی ټینګار کوي چې د ښځو لپاره جوړ شوي قوانین باید عملی کړای شي.
نور کتل