بلوجستان کې کاروباری خلک وايي، د چمن لارې د بندېدو له امله د افغانستان او پاکستان پر تجارت ډیر منفی اغېز پرېوتی دی کاروباریان غوښتنه کوي چې دواړه هیوادونه دې د سیاسي ستونزو له امله له یو بل سره تجارتی اړيکې نه خرابوي.
په بلوچستان کې د افغان کډوالو او د سېمي د ښځو په لاس جوړ د هنري توکو نندارتون وشو دې نندارتون ته په ګڼ شمېر ښځۍ او نجونې ورغلې وې او ځینو په کې د خپلی خوښې تو کې هم واخیستل. د نندارتون نور تفصیل له کوټې څخه د حمید سمسور په راپور کې.
بلوچستان کې په دوو نورو ډاکټرانو کې د کانګو وايرس تصدیق شوی دی له دې سره په کانګو ویروس د اخته ډاکټرانو شمېر دولسو تنو ته ورسېد. د بلوچستان حکومت د صوبې په ټولو روغتونونو کې د روغتیا بیړنی حالت اعلان کړی دی او اغېزمن کسان کراچۍ ته انتقال شوي دي.
بلوچستان کې مېشتو افغان کډوالو کې ډیره سخته اندېښنه او وېره خپره شوې ده او د پاکستان د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې په ژمي کې دې افغانستان ته نه لېږې. تفصیل د حمید سمسور په راپور کې.
په بلوچستان کې د معلوماتو د ترلاسه کولو قانون منظور شوی خو تر اوسه هم د اطلاعاتو کمېشن نه دی جوړ شوی اتويشتم سپټمبر په نړۍ کې معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
په بلوچستان کې د نهو بې درکه کسانو مړي موندل شوي چې د فوټبال د لوبغاړي اعجاز بلوڅ مړی هم پکې دی په بلوچستان کې د بې درکه خلکو سازمان وايي چې په روانه میاشت کې د ۹ داسې کسانو مړي ترلاسه شوې دي چې له وړاندې بې درکه کړای شوي وو. تفصیل له کوټې څخه دحمید سمسور په رپوټ کې
د کوټې د وژل شویو وکيلانو کورنۍ د سپريم کورټ د نوي چيف جسټس څخه انصاف غواړي
په بلوچستان کې خبریالان وايي په رسنیو عمومي بندېزونو د بیان ازادي او بشري حقونه اغېزمن کړي دوی وايي، خبريالان د حکومتي ادارو او وسله والو ډلو تر دړکو لاندې ژوند کوي ځکه دوی ټول د خپلې خوښې خبرونه غواړي. نور تفصيل د حمید سمسور په رپوټ کې
د مدني ټولنې فعالان وايي په بلوچستان کې جينکۍ ډېر په کم عمر کې وديږي چې نه د صحت له پلوه ښه کار دی او نه دغه عمر د بچو پيدا کولو وي. دوی غواړي حکومت دې دا مسله جدي ونيسي او زر تر زره دې داسې قانون جوړ کړي چې دا عمل ودرولی شي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
د پاکستان د ټول ټاکنو کميشن په رڼو او بې طرفه انتخابونو کې د ميډيا د مثبت رپورټينګ په اړه د بلوچستان په سرښار کوټه کې خبريالانو ته تربيتي غونډه جوړه کړې. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
په بلوچستان کې سږ کال په زوره د بې درکه کړل شویو کسانو ۲۰۳ نور نومونه راجستر کړل شوي دي په بلوچستان کې د مدنی ټولنی فعلان وايي چې تراوسه پورې د خلګو د بې درکه کېدو لړی دوام لری وایس فار بلوڅ مېسنګ پرسن وايي، چې په روان کال کې ۲۰۳ کسانو نمونه له دوې سره ثبت شوې دی. تفصيل د حمید سمسور په رپوټ کې
د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په ګډون د دغې صوبې په مختلفو ضلعو کې يو ځل بيا د بورې نرخونه ډېر لوړ شوي دا مهال دغلته د یو کیلو ګرام بورې بیه 165 روپیو ته رسېدلې ده. تفصیل د حميد سمسور په رپورټ کې.
د اسلام اباد د يو عدالت لخوا پخواني وزير اعظم عمران خان ته د درې کاله قيد او د نااهله کېدو د سزا اورولو خلاف د بلوچستان په سرښار کوټه کې د ګوند غړو احتجاج کړی. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
د عاشورا په مناسبت د کوټې ښار تړل شوی، موبایل سروېس بند دی او په حساسو سیمو کې د موټر سایکلو په غبرګو سورلیو بندیز لګول شوی دا ګامونه په بلوچستان کې د عاشورا لمانځلو د امنیت لپاره اخېستل شوي او د نصیر اباد او کوټې ډېوېژنونه پکې ډېر حساس ګرځول شوي. تفصیل د حمید سمسور په راپور کې.
نور کتل