لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د اسرایل پرضد مظاهرې پېل شوې خو څېړونکي وایي دا په اسرایل هیڅ فشار نه شي‌ راوړلی


پاکستان کې مذهبي ګوندونو یو ځل بیا د فلسطین او اسرایل په شخړې سېوا کېدو احتجاجي مظاهرې شروع کړې دي. کارپوهان وایي اسرایل سره د اړیکو نه لرلو په وجه پاکستان کې کېدونکي دا احتجاجونه په اسرایل فشار نه شي جوړولی البته د پاکستان اقتصاد ته زیان رسولی شي.

د پاکستان حکومت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د اسرایل او فلسطین تر منځ ډزبندۍ لپاره دې هڅې وکړي او دغه ستونزه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو تر مخه هواره کړی شي.

څېړونکي وايي د اسرایل او فلسطین تر مینځ جګړه د ټولې نړۍ د امن لپاره خطره جوړېدی شي چې زر تر زر هواري ته اړتیا لري.

په بلوچستان کې مذهبي ګوندونو او مدني ټولنې د فسلطین د جنګ بندیز له پاره احتجاجي مظاهرې کړي او ویلي یې دي چې له دواړو خواؤ دبشري حقونو سرغړونې رواني دی، په جنګ کې بې ګناه خلک وژل کېږي.

دوې له ملګرو ملتونو او د اسلامی هیوادونو له تنظيم څخه غوښتنه کړې ده چې په سم لاسي ډول باید د ډز بندۍ لپاره اقدامات وکړي.

کله چې د فلسطینیانو او اسرایل تر مینځه تاو تریخوالي کې اضافه وشي نو پاکستان کې مذهبي ګوندونه احتجاجي لاریونونه راوباسي اوس یو ځل بیا دحماس اؤ اسرایل ترمنځ جګړه پېل شوې ده نو دغو مذهبي ګوندونو پاکستان کې په احتجاجي لاریونونو لاس پورې کړی دی .

دپاکستان مذهبي ګوندونه دریځ لري چې اسرایل په فلسطین کې دمسلمانانو سره زیاتی کوي.

د پاکستان حکومت هم په دې لړ کې یو واضح دریځ خپل کړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې- زیارت په ورځ یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي چې د اوربند لپاره دې پوره هڅې وشي.

تر دې وړاندې د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د یوه خپلواک فلسطیني ریاست د جوړولو غوښتنه وشوه چې په ۱۹۶۷ کال کې د اسرایلو له نیواک څخه مخکې سرحدونه ولري او د پلازمینې په توګه یې قدس شریف هم وي. د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې پاکستان به د غزې د وضعیت په اړه د نړیوالو هڅو برخه وي.

د بلوچستان سر ښار کوټه کې د مطبوعاتي کلب مخ ته دفلسطینیانو سره د یو والي په موخه راجوړې شوې احتجاجي مظاهرې کې د پاکستان ورکررز فیډرېشن او د مدني ټولنې ګڼ شمیر فعالانو ګډون درلودو.

دوی په دغه جنګ کې د بې ګناه خلکو وژنه په سختو ټکو کې وغندله اؤ د اسرا یلو او حماس تر منځ د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان د مزدورانو د سازمان مرستیال مشر رمضان اڅکزي دې احتجاجي غونډې ته خپله وینا کې ویلي د اسلامي هیوادونو د سازمان غونډه باید په بېړني ډول را وبلل شي اؤ په دې غونډه کې دې غوښتنه وشي چې دفلسطین ستونزه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو په اساس هواره کړل شي.

هغه وویل،د فلسطین پر عامو خلکو چې کوم بمبار روان دی، دا دې په سمدستي توګه ودرول شي اؤ دجګړې په منځ کې راګیرو فلسطینیانو لپاره دې د علاج، اوبو، او خوراک بندوست وکړل شي.

په بلوچستان کې د مذهبي ګوندونو د اتحاد ملي یکجهتي کونسل له لورې هم د اسرایل پرضد احتجاجي مظاهرې شوې دي چې په دغو مظاهرو کې دبیلابیلو مذهبي ګوندونو فعالانو برخه درلوده.

دجماعت اسلامي دبلوچستان صوبایي مرستیال مشر عبدالکبیر شاکر ویلي ټول اسلامي هیوادونه باید د مظلومو فلسطینیانو مرسته وکړي.

هغه ویلي د فلسطین ستونزه د یوې جغرافیې یا یوې سیمې مسله نه ده بلکې دا د مسلمانانو دعقیدې سره تړاؤ لري نو ځکه د نړۍ ټولو اسلامي هیوادونو له پکار دي چې یو موټی شي اؤ د فلسطین د ستونزې د هواري لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د خیبر پښتونخوا مشر خطیب مولانا محمد طیب قریشي وي او ای ډیوه ته وایي،په فلسطین کې مسلمانانو سره ظلم کیږي اؤ که ددې صورتحال مخه ونه نیول شي نو دا به د هیرو شیما نه هم زیاتې خطرې رامنځته کړي.

دهغه په خبره "مسلمانانو سره ظلم کیږي. نو زما درخواست دی. او آیي سي ته هم دی. اقوام متحده ته هم دی. چې د خدایې خاطر وکړئ او دې خبرې ته په یو داسې نظر وګورئ چې دا یو ډیر خطرناک سیچویشن (صورتحال)دی، که دا په دې ځایې ونه دریدو. الله دې نه کړي، الله دې نه کړي. نو ددې خطرات به د هیرو شیما نه هم زیات وي"

نورو ګوندونو هم د ملک بیلا بیلو سیمو کې د وړاندې نه د احتجاجونو اعلان کړی دی. خو اکثره وختونو کې کتل شوي دي. چې دغه شان احتجاجونه تشدد کې بدل شوي او شخصي او سرکاري جایدادونو ته پکې زیان اوړیدلی دی.

څیړونکي وایي دا قسمه احتجاجونه په اسرایل کوم فشار نiشي جوړولی البته د ملکي اقتصاد د زیان سوب جوړیدای شي

د نړیوالو اړیکو د څانګې استاذ پروفیسر ډاکټر خورشید احمد وایي پاکستان کې چې کومه ذهن سازي شوې ده، نو د هغې وجه ده چې خلک سړکونو ته را وځي اؤ خپل ځان اؤ خپل هیواد ته نقصان رسوي.

هغه وایي په دې احتجاجونو کې خلک خپل اقتصاد،خپلې ټولنې، خپلو خلکو اؤ خپلو روزګارونو ته زیانونه اړوي اؤ په اسرایل یې بلکل هم اثر نیشته.

د ډاکټر خورشید په وینا "که زمونږ هغوي(اسرایل) سره سفارتي تعلقات وای، نو شاید چې مونږ هغوي له زور ورکړی وای. خو چونکې دغه سیاسي او سفارتي او زمونږ ورسره معاشي تعلقات نیشته، نو زمونږ احتجاج هیڅ قسمه اثر نه پیدا کوي"

نوموړی زیاتوي. احتجاج کونکي د لاریونونو په وخت داسې نعرې وهي چې د مسلې د هواري په ځاې د کړکیچ د سیوا کیدو امکانات پیدا کوي.

پوهان وایي داسرایل اؤ حماس د جګړې په اړوند پاکستاني مطبوعات هم داسې مواد خپروي چې ټولنه کې د نورې غصې سوب جوړیږي.

د پېښور ایریا سټډي سنټر استاذ پروفیسر ډاکټر شفیع اپریدی ډیوه ته وایي"که څه هم کوو چې طریقې سره یې کوو. خپل سوچ پرې کوو، په دې ډسکشن کوو، ریسرچ پرې کوو، دا مسله وګورو، لږ غوندې ډیپ یې وګورو. ددې خو اوس په سلوشن سوچ پکار دی، چې حل یې څه دی. دا خو په ټي وي کتل ډیره اسانه ده. دې سره د خلکو غصې زیاتیږي"

پروفیسر شفیع اپریدی وایي، هر څو که د فلسطین اسرایل شخړې اغیزې نیغ په نیغه په پاکستان نه غورځیږي. خو بیا هم د پاکستان د سیاسي ګوندونو، حکومت او مدني ټولنو ذمه واري ده چې ددې شخړې ټولو زمکنيو حقیقتونو ته وګوري. او د یو اړخیز حل په ځای د ګڼ اړخیز هواري تجویز وړاندې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG