د عاشورا په مناسبت د کوټې ښار تړل شوی، موبایل سروېس بند دی او په حساسو سیمو کې د موټر سایکلو په غبرګو سورلیو بندیز لګول شوی دا ګامونه په بلوچستان کې د عاشورا لمانځلو د امنیت لپاره اخېستل شوي او د نصیر اباد او کوټې ډېوېژنونه پکې ډېر حساس ګرځول شوي. تفصیل د حمید سمسور په راپور کې.
ډاکټران وايي، که ښځې او انجونې د خپل میاشتني عادت پر مهال ناپاکه توکي وکاروي له ډول ډول ناروغیو سره مخ کېدای شي د انجونو او ښځو میاشتنی عادت یا حیض یوه طبعي پروسه ده چې د هرې انجلۍ تر بالغ کېدو وروسته پيلېږي خو په پښتنو ټولنو کې له انجونو سره میندې هم په دې موضوع له خبرو څخه ډډه کوي.
په کوټه کې د ټولو سیاسي ګوندونو او قبایلي مشرانو په یوې خبري غونډه کې ادعا کړې چې امنیتي ادارې په لوی لاس دغلته امنیت خرابوي. په هرنايي کې په تېرو ۱۹ شپو کې د ډبرو د سکرو یا کويلې کار وروسته له هاغې تړل شوی چې ناڅرګندو وسلوالو کسانو په سکرو بار ۱۲ ټرکونه وسوځول او تر شلو زیاتو باندې یې ډزې وکړې.
تاجران وايي، له روس، افغانستان او ایران سره د بارټر ټرېډ یا د جنس په بدل کې د جنس ورکولو په وړاندې یو شمير خنډونه موجود دي. دوی وايي، په دې لړ کې د مرکزي حکومت د تجارت تګ لاره د پنجاب او سيند د غټو کاروباريانو تر اغېزې لاندې ده. تفصیل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپوټ کې
بلوچستان کې د صوبايي حکومت او لږکیو له لوري په سويډن کې د قرآن شریف د سپکاوی د پېښې پر ضد احتجاجونه شوي. تفصیل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپوټ کې
د څرمنو یا پوستکو کاروباريان وايي، په تیرو لسو کالو کې له څرمنو د توکو جوړولو زیاتې کارخانې تړل شوي چې له امله یې په لکونو مزدوران بې کاره شوي. تفصیل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپوټ کې.
د لرغوني اثارو په ارزښت د بيدارۍ پيدا کولو د پاره په کوټه کې نندارتون جوړ شوی. په دې نندارتون کې د نقاشۍ ډېرې نمونې، انځورونه، زاړه لوښي، مجسمې، ټوپکونه، خنجرې، تورې او د ښځو پخواني کالي پتري ایښودل شوي. لرغوني اثار د يو کلتوري ژوند د لرغنتوب استازيتوب کوي. په دې اړه ګډونوال څه وايي؟
د پښتون ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صدر عثمان خان کاکړ د دوهم تلین په مناسبت په کوټه کې غونډه شوې. خدای بخښلي کاکړ د پاکستان سنېټ ته په خپلې وروستنۍ وینا کې ویلي و چې که په ده باندې څه وشول نو ذمه وار به یې ددغه هېواد استخبارات وي.
د بلوچستان وزیر خزانه زمرک خان اڅکزي وويل چې صوبائي حکومت د ملازمانو ښېښګړی له پاره ګامونه اخلي، له 1 یوه ګرېډ څخه بيا تر 16 پوری په میاشتنی تنخوا ه کې 35 سلنه له 17 څخه بیا تر 22 ګريډ پوری 30 او د پېنشن کې بیا 5 .17 فيصد اضافه شوې او لږ تر لږ اجرت 32000 ټاکل شوې دي
په بلوچستان کې د سختې ګرمۍ او د بجلۍ د لوډشېډنګ له سؤبه خلک په لاس جوړ شوي د خاورو لوښي لکه منګي، صرايانې، کوزې او کونجۍ اخلي. اخېستونکي وايي، دا لوښي تر ډېر وخت پورې اوبه يخې ساتي او د اوبو خوند هم خوندور وي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
په کر کروندو کې په نړۍ کې زیاتې ښځې هم کار کوي خو د وچکالۍ له امله نه یواځې نارینه اغېزمن شوي بلکه د ښځو روزګار هم ورسره زیانمن شوی. له وچکالۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د جون په ۱۷ لمانځل کېږي. تفصیل د حمید سمسور په راپور کې.
د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي سازمان [وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز] دعوه کړې بلوچستان کې په روان کال کې105 کسان په جبري توګه بې درکه شوي او مقدمې یې هم تراوسه نه دي ثبت شوي، د بلوچستان صوبې وزيرانو دغې دعوې ته د ځواب ويلو نه ډډه کړې ده.
د بلوچستان سوداګر وايي، دوی د کال ۲۰۲۳ او ۲۴ لپاره وړاندې شوي مالي بجټ ته یو متوازن بجټ نه شي ويلی. دوی ویلي، له دې سره به ګراني نوره زیاته شي او حکومت پکې خپل لګښتونه نه دي کم کړي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې
د بلوچستان حکومت د کم عمرۍ په ودونو د بندېز پرېکړه کوي د بلوچستان صوبائی کابينې د اتلس کاله نه د کم عمر په ودونو د بنديز لګولو پرېکړه کړې ده او حکومت وايي دا قانون له اسمبلۍ څخه هم منظوروي. د ښځو د حقوقو له پاره ږغ پورته کونکې غیر دولتي موسيسې د دې ستاینه کوي
د مور او پلار نړیواله ورځ هر کال د جون په لومړۍ نیټه په ټوله نړۍ کې د دوې درناوي په توګه لمانځل کیږي. په دې ورځ د ماشومانو د ودې او پرمختګ په برخه کې د هغوی د قربانیو ستاینه کېږي. تفصیل حمید سمسور په راپور کې.
په نوې سرشمېرنه کې د بلوچستان ابادي د کال 2017 په نسبت 70% سېوا ښودل شوې د پاکستان د ابادۍ او سرشمېرنې ادارې د اوم پړاو چې د می په پينځلسم سر ته رسېدلی د مخه د يادې صوبې ابادي نزدې اويا سلنه برخه سېوا شوې او اوس د يو کروړ درويشت لاکه څخه دوه کروړه اولس لاکه ته رسېدلې.
د بلوچستان کلا سیف الله ضلعې په مسلم باغ کې د امنیتي ځواکونو په کمپ د ترهګرو په برید کې د دوو پوځیانو په ګډون څلور تنه وژل شوي. په دغه برید کې درې ملېشه سرتیري ژوبل شوي هم دي. ځايي خلک وايي، د مسلم باغ ښار او ټولی لویې لاری تړل شوې وې. نور تفصیل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپوټ کې
نور کتل