لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتونخوا او بلوچستان کې قانون منظور شوی خو په مورنیو ژبو تعلیم د ځنډ ښکار دی


نن یوویشتمه فروري په ټوله نړۍ کې د مورنیو ژبو د اهمیت د ورځې په حیث نمانځل کېږي، خو په پاکستان کې په میلینونو ماشومان لا هم په خپلو ژبو له زدکړو محرومه دي او په پښتونخوا او بلوچستان کې له اتلسم ترمیم وروسته د مورنیو ژبو قوانین هم منظور شوي خو تعلیم یې ځنډېدلی دی.

که څه هم د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په موقع یو شمیر پوهان فکر کوي چې پښتو ژبې ته په پاکستان کې په سرکاري سطحه هاغه ځای نه دی ورکړی شوی چې دا وده ومومي خو وایي ددې باوجود هم پښتو په وړاندې روانه ده.

پښتونخوا:

د پېښور پښتو اکېډمۍ مشره پروفیسر ډاکټر فرخنده حیات وایي، "زمونږ پښتانه اکثره په دې باندې خفګان کوي چې پښتو ته څوک زیات نظر نه کوي او پښتنو اګنور کړې [له پامه غورزولې] ده، خو نن سبا حالاتو ته که تاسو وګورئ پښتو د نورو ژبو سره څنګ په څنګ روانه ده".

ډاکټر فرخنده حیات زیاتوي پاکستان کې د نورو ژبو ویونکو شمیره د پښتنو نه زیاته ده، خو دغه ژبې انټرنیټ ته نه دي اوړېدلې. پښتو ته دا اعزاز حاصل دی چې ټیکنالوجۍ کې یې ځای پیدا کړی، یو شمېر رېډیوګانې او ټي وي چینلونه پښتو کې خپرونې کوي.

بل پلو ته پوهان وایي ماشوم چې په خپله مورنۍ ژبه کې څومره په آسانه زده کړې کولی شي، هغه بله ژبه کې نه شي کېدی. دوی وایي پښتونخوا کې له اتلسم ترمیم وروسته د قانون منظورېدو باوجود سکولونو کې د پښتو استاذان نه شته.

د پښتونخوا د ټیکسټ بک بورډ پخوانی غړی لیکوال او شاعر پروفیسر ډاکټر زبېر حسرت وایي د پښتو اکیډمۍ د طرف نه چې کوم سیمینارونه په باړه ګلۍ کې شوي او کومه املا یې رایج کړې هغه زمونږ د ټیکسټ بک بورډ املا هم ده، خو وایي څه لږ ډیر غوندې فرق لري:

"دغه ستونځې هم شته، دغه ستونزې به هم حل کوواو مخ په وړاندې به داسې ځو چې که راتلونکي وخت کې د هر چا حکومت راغلو. پکار هغوی له دا دي او زما خواست دی ورته چې په سکولونو کې د پښتو استاذان مقرر کړي. دا پوسټ مقرر کړي نو پښتو ښودل، ویل، لیکل، دا هر څه به ماشوم ته اسان شي".

ډاکټر زبیر حسرت وایي دوولس کاله وړاندې د پښتونخوا پینځو ژبو سکولونو کې د ښودلو منظوري ورکړی شوې وه. د کتابونو چاپولو عمل هم شروع شوی وو خو بیا دغه عمل ناڅاپي د ځنډ ښکار شو.

څېړونکي وایي په سرکاري او شخصي دواړو کچو به د نورو ژبو علمي پنګې پښتو او د پښتو څېړنې نورو ژبو ته ژباړل ګټه ور کار وي. د پېښور پښتو اکېډمۍ ډایریکټره پروفیسر ډاکټر فرخنده حیات د ژباړې د اهمیت په اړه وایي:

"زما خو خپل دا خیال دی چې د پښتو د ودې د پاره ډېر زیات مونږه ته فوکس په ترجمې باندې پکار دی، ځکه چې د پښتو خپلو ادیبانو، لیکوالانو، پوهانو ډیر څه لیک کړی دی او د ډیرو ژبو نه مخکې دي، خو چونکې هغه صرف په پښتو کې پاتې دي، نو نوره دنیا ترې نه ده خبره".

بلوچستان:

په بلوچستان کې هم نن د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل شوې او له حکومته غوښتنه شوې چې د مورنیو ژبو د ژغورنې لپاره دي ګامونه واخستل شي ځکه چې وایي ځینې ژبې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

په بلوچستان کې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په حقله بېلابېلې غونډې وشوې، خو څلورو ملتپاله سياسي ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل)، نېشنل ګوند او هزاره ډيموکرېټک ګوند دغه ورځ په خپل احتجاجي پرلت کې د کوټې د کمشنر د دفتر مخې ته لمانځلې ده.

ويناکوونکو ویلي مورنۍ ژبې په بلوچستان کې له پامه غورځول شوې دي، دوی وويل په 2013 کال کې د پښتونخوا او نېشنل ګوند ګډ حکومت مورنۍ ژبې په نصاب کې شاملې کړې او قانون یې هم منظور کړی دی خو وایي عمل نه ورباندې کېږي.

د تعلیم پخوانى صـوبایي وزیر عبدالرحميم زيارتوال وایي د اسمبلۍ څخه د مورنیو ژبو په حقله د دوی حکومت قراداد منظور کړ، ټولې ژبې یې رایج کړې، کلاسونه شروع شو او کتابونه هم چاپ شول:

"خو له بد مرغه زموږ د حکومت له ختم کېدو وروسته دې ته هغه ارزښت ورنه کړل شو، قانون موجود دى، خو هغه عملي کول پاته دى، اوس په هغه کې خنډونه اچول شوي دي".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند ګډ حکومت د مورنیو ژبو د قانون تر منظورۍ وروسته یواځې یو کال کتابونه چاپ کړل او هغه هم په سکولونو کې د استادانو د مورنیو ژبو د روزنې د نشتوالي‌ له کبله ور ونه ښوول شول او بیا د حکومت پاته کلونه نه نور کتابونه چاپ شول او نه مورنۍ ژبې ور وښوول شوې.

د بلوچستان نګران صوبایي حکومت وايي په بلوچستان کې د تعليم په څانګه کې مالي او تکنیکي ستونزي موجودې دي، له دې کبله پر دې باندې عمل نه دى شوی.

په بلوچستان کې د مورنیو ژبو د ورځپاڼو او مجلو خوروونکو تنظیم وايي، دوى له ډېرو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي، د تنظیم په وینا حکومت يواځې د اردو او انګریزي ژبو رځپاڼو ته اشتهارات ورکوي او دوى ددې جوګه نه دي چې په خپل مالي توان یې وچلوي.

د بلوڅي ژبې د مجلې ايډیټر يار جان بادينی وایي "تر ټولو لویه ستونزه، اول خو زموږ د بلوڅي، براهوى، پښتو او هزارګي ژبو ورځپاڼې او مجلې د نه څه برابرې دي او چې څومره دي هغو ته خپله ټاکل شوې ونډه نه ورکول کېږي، د ورځپاڼو او ټولنيزو رسنیو لپاره شته خو چې کومې سیمه ییزې ژبې دي د هغو لپاره هیڅ نشته".

وي او اې ډیوه په دې باب د اطلاعاتو نګران صوبایي وزير جان اڅکزي ته د ټیلیفون او واټسپ له لارې په وار وار پيغام ور واستاوه خو هغه ځواب ونه وایه. حکومت په تېرو وختو کې ويلي چې دوى په کالنۍ بودېجه کې د ټولو ژبو د ادبي اکېډميانو لپاره مالي ونډه ځانګړې کړې ده.

څېړونکي وايي د پاکستان له جوړېدو را په دې خو تر اوسه پورې د لږکيو له ژبو سره توپيري چلند موجود دى او د براهوي په شمول نورې ژبې هم د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

لیکوال، ژباړونکی او د «سنګت» مجلې چلوونکی ډاکټر شاه محمد مری وایي، "دا ژبې بايد تجارتي، سفارتي، سرکاري زبانونه وي، په نصاب کې ضروري دي، چې ساينسي تعليم په مورنۍ ژبه کې وي".

ليکوالان وايي په نړیواله کچه څېړنې ښيي چې په نړۍ کې خلک په شاوخوا 6,500 بېلابېلو ژبو خبرې کوي چې اوس ځينې ډېر کم شمېر ویونکي لري.

د یونیسکو د رپوټ له مخې په نړۍ کې تر ټولو ډېر خلک په 'چینایي ' ژبه ږغېږي چې شمېر یې تر 1.3 اربه خلکو اوړي. همدارنګه اسپانوي، انګریزي، هندي، عربي، پورتګالي، بنګالي، روسي او جاپاني بیا په ترتیب سره تر ټولو ډېر ویونکي لري.

په یویشتمه فرورۍ نولس سوه دوه پنځوسم کې مشرقي پاکستان کې زده کونکو د اردو په ځای خپلې مورنۍ ژبې بنګالي کې د تعلیم غوښتنه کوله، خو پولیسو پرې ډزې وکړې چې له امله یې څلور زده کوونکي وژل شوي او یو شمیر ژوبل شوي وو.

ددغې پیښې په مناسبت ملګرو ملتونو په 1999م کال کې دا ورځ د مورنیو ژبو نړیواله ورځ وګرځوله. یونیسکو وایي دا وخت نړۍ کې 40 فیصده خلک په خپله مورنۍ ژبه د تعلیم نه محرومه دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي د پایدارې ترقۍ لپاره په مورنیو ژبو کې تعلیم ډیر ضروري دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG