لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د انتخاباتو په نتیجو کې د ممکنه درغلیو په ضد په ټولو صوبو کې احتجاجونه کېږي


د پاکستان د انتخاباتو کمیشن وایي په ملک کې شوي عمومي انتخابات شفاف وو، خو د مرکزي او صوبایي حکومتونو د جوړېدو له هڅو سره سره په څلورواړو صوبو کې د لویو او وړو سیاسي ګوندونو احتجاجونه دوام لري او تور پورې کوي چې په انتخاباتو کې "پراخې درغلۍ" شوې او نتیجې یې بدلې کړای شوې دي.

څېړونکي وايي د پاکستان ټولې سیاسي پارټۍ د انتخاباتو نه خوشحاله نه دي، هر ګوند شکایتونه لري چې په ووټونو کې درغلي شوې ده او پکار ده چې د انتخاباتو د انتظام اداره الېکشن کمېشن اف پاکستان اصلاح کړی شي.

د پیښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې چیرمین پروفیسر ډاکټر حسین شهید سهروردي وایي د هیواد د لویو او وړو زیاتره سیاسي ګوندو تورونه ښیي چې د اتنخاباتو قوانین د موجوده حالاتو او تقاضو جواب نه شي ویلی او دې کې د اصلاحاتو سخت ضرورت دی، کوم چې به د ده په وینا همدغه ګوندونه په ګډه کوي.

د راپورونو تر مخې پاکستان تحریک انصاف له تېرو څلورو ورځو نه د سر ښار پېښور په بېلابېلو سیمو کې پرلتونه غزولي او په انتخاباتو کې د تګۍ تور لګوي. تحریک انصاف د فرورۍ په 17مه هم په ټول هېواد کې په انتخاباتو کې د ممکنه درغلۍ خلاف د احتجاجونو اعلان کړی دی.

دغه راز عوامي نېشنل ګوند هم د روانې میاشتې د شلمې نه د سوله ییز احتجاج پیلولو اعلان کړی دی. د جمعت علمایې اسلام مشر مولانا فضل رحمان رسنیو سره مرکو کې ویلي دوي د عدالتونو نه د انصاف توقعو نه ساتي نو ځکه به د خپل حق لپاره لارو کوڅو ته راوځي.

په کراچۍ کې نن مذهبي سياسي ګوند جمعیت علمااسلام ف د صوبايي الېکشن کمېشن د دفتر مخې ته احتجاج کړی او په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه یې لګولي دي.

د جمعيت علمااسلام ف مشرانو ويلي، دوی به د خپل حق ترلاسه کولو دپاره تحریک چلوي.

درې ورځې وړاندې پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګوند هم دغه ډول احتجاج کړی او په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه یې لګولي وو. سبا د ګرېنډ ډېموکرېټک په نوم اتحاد هم د سیند صوبې په دویم غټ ښار حېدر اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

د بلوچستان نه هم راپورونه تر لاسه شوي دي چې دغلته محمود خان اڅکزی، سردار اختر جان مینګل، ډاکټر عبدلماک بلوچ، خوشال کاکړ، عبدلخالق هزاره او دغه شان د نورو سیاسي ګوندونو مشران د تېرو پنځو ورځو نه په احتجاج دي.

څیړونکي وایي دا وخت د پاکستان اقتصادي حالات دداسې اړي ګړي توان نه لري. دا معامله به ټولو ته په شریکه حل کول وي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاذه ډاکټر صایمه ګل وایي په دې وخت کې د پاکستان ټولې ادارې او سیاسي ګوندونه باید یوې خبرې ته پام وکړي چې د ملک خراب اقتصادي حالت ته په پام سره غلطه فیصله ونه کړي:

"کوم یو چینج که هغه په فارم 47 کې راځي او که 45 کې شوی دی. دا به صرف او صرف یو نمنفي طرف ته مونږ بوځي او دا شی که مونږ اوس ومنو، نو زما خیال دی چې دا کومه فضا ده د بې اعتمادۍ دا به هم پکې را ونغښتل شي".

پوهان وایي د احتجاجونو د لړۍ ختمېدو وروسته به د حکومتونو جوړول او بیا چلول بله ستونزه وي ځکه چې لیدل کېږي چې د انتخاباتو په نتیجه کې جوړېدونکي حکومتونه به کمزوري وي، خو وایي که طاقتوره سیاسي مشران ددغه حکومتونو په شا کلک اودریدل نو امکان لري چې راروان حکومتونه ولس ته ګټې ورسوي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې چیرمین پروفېسر ډاکټر حسین شهید سهروردي وایي دا ساعت چې کومې د الیکشن نتیجې راغلي دي، هغه ډېر زیات د کمزور حکومت طرف ته اشاره کوي:

"زما خیال دی چې دا چې کوم خلا ده. دا مضبوط چې کوم کسان دي. شخصیتونه چې دي. هغه دا خلا پوره کولی شي او راتلونکی چې کوم د حکومت جوړولو عمل دی یا حکومت چلولو کوم عمل دی هغه ښه بهتر کولی شي".

ډاکټر سهروردي وایي نورې دنیا سره د مضبوطو سیاسي، اقتصادي او دفاعي اړیکو لپاره ضروري ده چې ملک کې دننه مضبوط جمهوري او قانوني حکومتونه وي، ګني نو د انتشار صورت کې په نورې دنیا څه اثر نه وي، خپله هیواد کمزوری کیږي.

د انتخاباتو په نتیجو کې د ممکنه بدلون په ضد د بلوچستان د سیاسي ګوندونو له خوا په اوومه ورځ هم احتجاجونه دوام لري او د سیمې د ریټرننګ افسرانو د دفترونو مخ ته لاریونونه شوي دي.

په کوټه کې د الېکشن کمشنر او کمشنر دفتر مخې ته د څلور ګوندي اتحاد له خوا د انتخاباتو په نتیجو کې د ممکنه لاسوهنې او درغلۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري. په سرحدي ښار چمن کې هم د عوامي نېشنل پارټۍ لخوا د انتخابي نتايجو د بدلون په ضد احتجاجي مظاهرو کې گڼ شمېر کې خلکو برخه اخستې ده.

د کوټې ښار په شمول د صوبې په بېلابېلو سیمو کې دغه احتجاجونه د سیاسي ګوندونه له خوا دوام لري، دوى غوښتنه کوي چې د دوی د کامیابو کاندیدانو د کامیابۍ نوټیفیکیشنونه دې جاري کړل شي.

دغه احتحاجونه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او هزاره ډيموكرېټک ګوند له خوا د کوټې د کمشنر د دفتر مخ ته د پرلت په بڼه هم روان دى، دوى تور لګوي چې د ځانګړي پلان له مخې له پارلېمانه ایستل شوي دي.

د دغو ګوندونو له پرلت سره سره پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند هم نن په کوټه ښار کې احتجاجي لاریون کړی دی او د ږوب، شېراني او کلاسیف الله د قومي اسمبلۍ پر حلقه باندې د ګوند له مشر خوشحال خان خټک سره د ممکنه درغلۍ په ګډون په صوبه کې د انتخاباتو د نتیجو د بدلون تورونه لګوي.

سياسي ګوندونه له چېف الېکشن کمشنر څخه غوښتنه کوي چې له خپلې څوکۍ استعفی ورکړي، خو د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ویلي چې د ملک انتخابات په شفافه او ازادانه توګه تر سره شوي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي ادعا کړې ده چې ټولو سياسي ګوندونو د انتخاباتو نتيجې منلې دي او د بلوچستان خلکو د فرورۍ په اتمه په عامو انتخاباتو کې بېلابېلو سياسي ګوندونو ته مېنډېټ یا اختیار ورکړی دی.

اڅکزي په خبري غونډې کې د وینا پر مهال وویل، سیاسي ګوندونه باید د ټاکنو د نتيجو په اړه د حالاتو په جديت پوه شي او وایي "هغه سیاسي ګوندونه چې اعتراضونه کوي باید عدالت او نورو اړوندو ادارو ته درخواستونه ورکړي."

جان اڅکزی وایي ملتپالو سیاسي ګوندونو د فرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د پام وړ بریا ترلاسه نه کړه ځکه د نتیجو له منلو انکار کوي،‌ خو وایي د پاکستان مسلم لیګ نواز او پاکستان پیپلز ګوند د انتخاباتو نتیجې منلې دي.

سياسي ګوندونه وايي دغه نتېجې دوى ته د منلو وړ نه دي، که غوښتنې یې ونه منل شي نو احتجاج به جاري و ساتل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG