د بلوچستان د تعلیم نګران وزیر عبدالقادر بخش بلوڅ ويلي په صوبه کې 3500 ښونځي یا سکولونه د استاذانو د کمي له امله تړل شوي دي.
هغه وايي، د تېرو څلورو کلونو راهسې نوي استاذان نه دي ګمارل شوي او هره میاشت 300 ښونکي ریټائریډ کېږي، چې له امله یې د تعلیم څانګه له ستونزو سره مخ شوې او سکولونه تړل شوي دي.
عبدالقادر بخش بلوڅ وايي،
"چې کوم سکولونه تړل شوي دي د هغو له پاره پر عارضی توګه استاذان ګمارو، مونږ عالی محکمې ته په وار وار باندني خواست کړۍ چې 9400 استاذانو د ګمارلو د قضیې پریکړه وکړه چې دا پروسه بشپړه شي، و ټول ټاکنې وکمیشن ته لیکلی دی، چې اجازت راکړی چې د تعلیم په څانګه کې پر خالي ځايونه باندني استاذان وګماري."
د بلوچستان د تعلیم د څانګې اېجوکېشن انفارمیشن مينېجمټ له مخې په ټوله صوبه کې 15168 سکولونه دي، چې په دوی کې 58186 استاذان زدکړي ورکوي.
په دې کې تر 11 زره زیات پرائمری سکولونه دي، د تعلیم څانګې پوهان وايي چې د بلوچستان حکومت د تعلیم څانګه له پام غورځولې ده.
د یونېسېف پروګرام منېجر نقیب الله وايي،
"استاذان ریټایريډ کېږي لاکن د هغو د بیا ګمارولو له پاره تګلاره نشته، ښونکی تبادلې ښار ته راوکړی د کلی سکولونه ونړول شي، پر سیاسي بنیادو باندي هم سکولونه ورکړل شوی دي، چې هلته خلک کم وی. د یو د قیقې اندازې له مخې بلوچستان کې لس لکه ماشومان له سکولو څخه باندي دي، چې اویا سلنه یې نجونه دي."
یو له تړل شویو دغه ډول ښونځیو څخه له کوټې څخه د شمال ختیځ په لور د 170 کیلو ميټري په واټن کې د ضلعه کلاسیف الله تحصيل بادینۍ مرغه فقيرزئۍ پرائمرۍ سکول دی.
د بابو چینې کلي په سکول کې به نجونو او هلکانو زدکړې کولي. خو د کلي اوسیدونکي وايي چې سکول يې تړل شوی استاذان نشته او د کلي تر پنځه څلوېښت زیات ماشومان له زدکړو څخه بې برخې دي.
د کلي اوسېدونکي وايي، دوی دومره مالي توان نه لري چې د ماشومانو د تعلیم بندوبست په خپل سر وکړي
د بابو چینې کلي اوسیدونکی عبدالکبیر
"سکول تړل شوی دی، کوچنیان تر لسو یولس بجو په سکول کې ناست وی، بیا بیرته راشي، وايي استاد نشته، نه وېګن شته، نه یو بله اسانتيا دلته ټول غریب خلک دي."
له افغانستان سره نېږدې د بادینی اوسېدونکی وايي، چې په دغه تحصيل کې 40 سکولونه دي چې په زیات شمېر کې سکولونه په کې غېر فعاله دي، اوس د دوی نجونه او هلکان یوازې مذهبی زدکړي تر لاسه کولای شي.
دینی عالم عبدالعلي ډیوې ته ویلي،
"تیر کال استاذان تللي دي، سکول تړل شوی دی. له هغه راهيسې ماشوم دلې موږ دینی زدکړی ورکو او د مجبورۍ په خاطر چې څه مې زده وی، انګلیسي، اردو درس هم ورته وايو، له تنخوا بغېر."
د کلا سیف الله د تحصيل بادینی اوسیدونکی چې اوس ماشومان د زدکړو پر ځائ مزدوری او د کور کارونه کوي.
د بابو چينې اوسیدونکی عبدالکبیر
"نه ښار ته تللی شو، یا به پسونه ګوري یا به لرګي کوی بل څه نشته."
بلوچستان کې په اوه زره کلیو کې لا اسکولو نشته، د تعلیم د څانګې پوهان وايي چې د حکومت لخوا په سم لاسي ډول د جدي ګامونه اخېستلو ته اړتیا ده.
Forum