د ښځو پرضد تشدد د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی کمپاېن په ترڅ د وي او ای ډیوه په یوه خصوصي خپرونه کې د بحث په وخت د هندوستان، افغانستان او پاکستان بشري حقونو کارکونکو په خپلو خپلو هیوادونو کې د ښځو په وضع خبرې کړي.
دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ښځو په ضد دتاؤ تریخوالۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ یوازې د روان کال په نهو میاشتو کې ددې صوبې دننه د وژل شوؤ ښځو شمیره ۲۱۲ ته رسیدلې چې په دې کې ۴۴ میرمنې دغیرت په نوم وژل شوي دي.
دملګرو ملتونو دبشري حقونو يوې څارونکې ډلې په سعودي عرب غږ کړى چې دښځو په ضد دې دسړو دڅارنې په ګډون دتوپیري چلند مخه ونیسي او هغوي ته دې لاره ورکړي چې تر انصافه ځان ورسوي.