لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماه رنګ بلوڅ وایي ګوادر کې د خپلو مسایلو په اړه لویه غونډه کوي خو حکومت اجازه نه ورکوي


د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ډاکټر مهرنګ بلوچ اعلان کړى چې د جولای په 28مه په ساحلي ښار ګوادر کې د «بلوڅ راج مچي» په نوم یوه لویه غونډه کوي، چې وایي هدف یې په سوله ییزه توګه د مسلو حل کول دي خو وایي حکومت یې د غونډې د مخنیوي هڅه کوي.

حکومت وايي چې دوى دې له ګوادر پرته بل کوم ځای ور په ګوټه کړي هلته به اجازه ورکړي، ځکه چې وایي په ګوادر کې دومره لویه غونډه د ښار امنیتي حالت خرابولی شي.

د جولای پر 24مه د کوټې په پریس کلب کې خبري کانفرنس د وينا پر مهال د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ دغه اعلان وکړ او ویې ویل د «بلوڅ راجي مچي» په نوم غونډې لوى مرام د صوبې د قدرتى وسايلو تحفظ، په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونې را څرګندول، سوله ییز احتجاج او پر عدم تشدد باندې ټینګار دى.

ماه رنګ بلوڅ له حکومته وغوښتل چې په آیین کې خلکو ته د ورکړل شوو حقونو درناوی وکړي او د سوله ییز احتجاج خلاف د زور له کارولو ډډه وکړي. د دې په خبره چې د دوی د راټولېدو د مخنیوي لپاره د حکومت اقدامات روان دي.

"دا يوه پرامنه غونډه ده، د دې مخ ته تاسو خنډونه مه جوړوئ، که چېرې د طاقت کارول دغه ډول روان وي، نو موږ به د بلوچستان ټولې لوىې لاري تر نامعالومه وخته پورې وتړو، د عوامي طاقت په ذریعه به د سرکاري دفترونو مخته به پرلت پيل کړو، بلوچ راجي مچي غونډه به په هر صورت کېږي او په ګوادر کې به کېږي".

د بلوچستان اسمبلۍ ښځینه غړو ډاکټره ماه رنګ بلوچ ته د خبرو بلنه ورکړه او ویې ويل چې مسایل د خبرو او تفاهم له لارې هواریږي. دوی په ډاګه کړه چې د قانون درناوی دې وشي په احتجاجونو کې هیڅ ډول اعتراض نه شته.

ډپټي سپيكرې غزاله ګوله وويل چې د پاکستان هر وګړی د قانون په چوکاټ کې د احتجاج حق لري.

مېرمن غزاله وويل بلوچ یکجهتي کمېټۍ په کوټه کې هم د سوله ييز احتجاج دعوه کړې وه، خو وایي د پوليسو ګاډۍ وسوځول شوې. هغې وویل په ګوادر کې د بلوچ راجي مچي غوندې لویې غونډې د ښار حالت خرابولی شي:

"په ګوادر کې د سيپېک په اړه مهمې غونډې کېږي، نو ځکه د ګوادر پرته بل کوم ځای موږ ته د منلو وړ دی".

مېرمن غزاله زياته کړه که هغه وغواړي نو د حکومت له خوا د خبرو اترو لپاره د ماه رنګ بلوڅ کور ته ورځي. هغې وويل چې لاریون د هر وګړي حق دی، خو باید د قانون په چوکاټ کې وي که نه نو دوی به د قانوني سزا سره مخ شي.

"که ډاکټر ماهرنګ بلوچ د مور په توګه ما وغواړي نو هيله لرم چې ورسره ووينم. سوله ييز لاريون د هر سياسي ورکر حق دى، بايد په قانوني حدودو کې پاتې شي. ډاکټر ماهرنګ د بلوچستان د خلکو د حقونو لپاره خبرې کوي او موږ هم د دوی د حقونو دفاع کوو، خو د سولې او امنیت ساتل د حکومت ذمه واري ده".

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ تر دې مخکې له کوټې څخه تر اسلام آباد پورې لاريون کړی وو او هوډ یې کړی وو چې د "بلوڅ راجي مچي" په نوم غونډه به کوي چې پکې به د جمهوري اصولو ملاتړ کوي او د دوی مسلو ته به د نړیوالو پام واړوي.

ماه رنګ بلوڅ په خبري غونډه کې دعوه وکړه چې په بلوچستان کې د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په ترڅ کې د حقونو ترلاسه کول ډېر ګران کار ګرځېدلی دى.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG