دا تاثر موجود دی چې ګوادر ته تګ ګران دی. د ګوادر هوايي اډې نه په هفته کې درې پروازونه په عرب سمندر د پاکستان بل ساحلي ښار کراچۍ ته چلېږي. د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او نه هم اسلام اباد ته ګوادر نه څه پرواز شته. ګوادر ته تلونکي ساحلي شاهراه ښکلې ده خو سهولتونه پې نشته
د پاکستان د بلوچستان صوبې بولان سیمې لویه لاره له څو ساعتو وروسته له وسله والو خلاصه کړل شوې، چارواکو د درېو وسله والو د وژنې دعوه هم کړې ده.
د پاکستان د بلوچستان صوبې مرکز کوټې سره نزدې شعبان علاقه کې د نامعلومه وسله والو په برید کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي، او يو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.
څيړونکي وايي، د وفاقي او صوبایي هڅو باوجود، پاکستان کې شاوخوا ۲۶ لکه ماشومان د سکولونو څخه بهر دي، علتونه یې د فنډونو د کمي پشمول د ځينو سمیو خرابه امنتې وضعه او د سکولونو خراب حالت دی.
د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلعه کې د کولې يا سکرو د کانونو د خواريکښو په يو ګاډي چاودنه وشوه، چارواکي پېښه کې د 11 وژنه او شپږو ژوبلېده تاييدوي.
د څېړونکو وېنا وه په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد د روانې جګړې له امله زیاتره ځایي خبريالان له خپلو سيمو وتلي دي او د علاقې د صورتحال په هکله زياتره خبرونه د راولپېنډۍ څخه د پوځ مطبوعاتي څانګه ايي ايس پي ار ورکوي
په کراچۍ پرېس کلب کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مرکزي غړې سمي دين بلوڅ په 12مه فرورۍ خبري غونډې ته په وينا کې دعوه وکړه، د کمېټۍ د بشري حقونو څانګې ته د جنورۍ په مياشت کې د بلوچستان د بېلابيلو علاقو څخه د 88 کسانو په زوره د بې درکيو پېښې رپورټ شوي دي.
د بلوچستان وزير اعلا سرفراز بګټي د پېښې غندنه وکړه او امری يې وکړو چې قاتلان دې په سمدستي توګه ونیول شي
نور کتل