د تحریکِ تحفظِ آیین پاکستان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي یو ځل د مسلم لیګ ن په مشرۍ حکومت او مرکزي پارلمان جعلي بللی او اپوزیشن ګوندونو ته یې وړاندیز کړی چې په اسلام اباد کې د قومي اسمبلۍ له ودانۍ بهر خپل پارلمان پیل کړي.
ښاغلي اڅکزي د فرورۍ په 14مه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف، سُني اتحاد تحریک او د اپوزیشن د نورو ګوندونو د استازو په ګډون خبري غونډې ته یو ځل بیا په تکرار سره وویل چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د دوی د واکمنېدو اختیار [مېنډېټ] "غلا شوی" دی:
"زه عمران خان او دې ټولو ملګرو ته دا وړاندیز کوم چې دلته خپله اسمبلۍ جوړه کړو، خپل قوانین جوړ کړو، په آیین کې بدلونونه وکړو، دلته ګډه غونډه راوبولو او دې [اوسنۍ] اسمبلۍ ته ووایو چې ستاسو پارلمان جعلي دی زموږ استازی نه دی".
محمود خان اڅکزي وویل، له هغو ټولو کمېټیو استعفا ورکوي چې مشري یې د "دغه جعلي ګوند کوي"، هغه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ن ګوند ته اشاره وکړه چې وایي په درو څلورو حکومتي کمېټیو کې یې د ده نوم اچولی دی.
اڅکزي د نورو ګوندونو مشرانو ته هم له دا ډول کمېټیو د استعفی ورکولو غوښتنه وکړه، خو هغوی سمدستي په دې اړه خبري غونډې ته کوم اعلان ونه کړ او د مسلم لیګ ن په مشرۍ حکومت هم د محمود خان اڅکزي د استعفی اعلان ته څه جواب نه دی ویلی.
په پاکستان کې د 2024م کال د فرورۍ په اتمه عام انتخابات وشول چې په نتيجه کې یې پاکستان مسلم ليګ ن په مرکز کې له پيپلز ګوند او اتحاديانو سره په ګډه حکومت جوړ کړ، خو اپوزیشن ګوندونه په هغو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ تورونه لګوي. د پاکستان تېر نګران حکومت او د انتخاباتو کمیشن دا تورونه رد کړي وو.
په تېرو شاوخوا یو کال کې چې اپوزیشن ګوندونو په ځانګړې توګه تحریک انصاف په انتخاباتو کې د ممکنه درغلۍ په خلاف او د مخکیني وزیراعظم عمران خان د خلاصون لپاره احتجاجي مظاهرې کړې دي امنیتي ادارو یې مخه نیولې او د دې ګوند کسان یې بیا بیا نیولي دي.
محمود خان اڅکزي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان آیین د خلکو د راغونډېدو، د ګوند جوړولو، لیک او وینا کولو حق ورکوي، خو وایي نن هم د عمران خان په ګډون د پاکستان "زرګونه وګړي" ماشومان، بوډاګان او ښځې د خپل بنیادي حق د کارولو په جرم په زندانونو کې دي:
"دوی د خپل مېنډېټ [اختیار] د بیرته اخیستلو خبره کوي. دا جعلي اسمبلۍ ده غلطه ده، د زر او زور په بنیاد راغلې ده، موږ یې غندنه کوو او اسمبلۍ یې نه منو، زموږ اسمبلۍ دغه ده چې مشري به یې تحریک انصاف کوي او دا اصل اسمبلۍ ده".
د امریکا تېر حکومت او کانګرس هم د پاکستان په تېرو پارلماني ټاکنو کې د ممکنه درغلیو په تورونو اندېښنې ښکاره کړې وې او د تېر کال په جون کې د استازو اېوان په یو قرارداد کې د پاکستان د جمهوریت له ملاتړ سره سره د ټاکنو پر شفافیت د تورونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.
په پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو یو ځل بیا له نوي سره د انتخاباتو د غوښتنې لپاره د عملي ګامونو اخیستلو په غرض د فرورۍ په 12مه د محمود خان اڅکزي په کور کې غونډه کړې وه چې پکې وتلیو سیاسي مشرانو برخه اخستې وه.
محمود خان اڅکزي پاکستان ته د ترکیې د صدر رجب طیب اردوان تازه سفر ته په اشارې سره وویل، هغه د پارلمان پر وزیراعظم هاوس ته راغی او د دې هېواد د مهمو ګوندونو له مشرانو سره یې ونه لیدل.
وایي د تركيې په سياست كې د پوځ رول خورا ډېر وو، خو وایي اردوان د خپل پوځ "سلګونه کسان جنرالان، بریګېډیران او کرنلان ځکه بندیان کړل او هغوی ته یې وویل چې په آیین کې ستاسې دایرې معلومې دي او وایي نن اردوان د جمهوري ترکیې صدر دی. وایي "خپل پوځ د آیین دایرې ته راوستل غداري نه ده".
د محمود خان اڅکزي تر دغو خبرو وروسته یو خبریال پوښتنه ترې وکړه چې تاسې یو ځل بیا د ملک د ایسټېبلشمنټ [واکمنې ټولۍ] خواته ګورئ او د پوځ مشر ته خطونه لېږل کېږي، وایي د پوځ مشر خو ویل چې ما هیڅ خط نه دی تر لاسه کړی او که یې تر لاسه کړم وزیراعظم ته به یې ولېږم.
محمود خان اڅکزي یې په جواب کې وویل، د عمران خان خط يو پرانیستی خط وو او د پوځ مشر ته د ډاک يا د کوم کس په لاس نه دی ليږل شوى. اڅکزي د عمران خان د خط په دفاع کې وویل:
"دا زموږ کار دى چې د پوځ مشر ته ووايو د آیین په دائره کې خپله وظيفه ترسره کړي او که هغه د آیین چوکاټ ماتوي نو بیا زموږ د پوځ مشر نه دی، د آیین معطلوونکی دی، د آیین حليه خرابوي او څوک چې دا کار کوي که یې هر څوک ملګری وي د هغه په ضد به د قانون [د غدارۍ] شپږمه ماده نافذيږي".
عمران خان د فرورۍ په 13مه په خپل درېیم خط کې په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه تکرار کړي او ویلي یې دي د مخکیني وزیراعظم او پر وطن مین پاکستانی په توګه یې یواځینۍ هیله دا ده چې د پوځ عزت وساتل شي او د هېواد ګټې خوندي شي.
عمران خان په دې وروستي خط کې لیکلي، "زه له ای ایس پي آر څخه غواړم د غلطو بیانیو له وړاندې کولو دې ډډه وکړي. بیا بیا دعوه کول چې وسلوال ځواکونه په سیاست کې مداخله نه کوي د قوم د ذهانت سپکاوی دی. د ټولنیزو رسنیو په دې دور کې هیڅ شی نه شي پټېدی. د هیواد هر تن پوهیږي چې دا د پوځ مشر دی چې د دې هیواد سیسټم چلوي".
عمران خان د 2023م کال له اګست میاشتې راهيسې په بېلابېلو مقدمو کې بندي دی او په تېرو څو اوونیو کې یې د پوځ مشر جنرل عاصم منیر ته درې پرانيستی خطونه لېږلي دي خو د پوځ مشر یې د دېیم خط په جواب کې وویل، چې د هغه کوم خط یې نه دی تر لاسه کړی او نه به ورته جواب ووایي.
د پاکستان پوځ په سیاست کې د لاسوهنې په اړه د سیاسي ګوندونو تورونه بیا بیا رد کړي دي او وایي په سیاست کې د پوځ د کردار په اړه دعوې په ولس کې د پوځ باور ته زیان رسوي.
Forum