د پاکستان بلوچستان صوبې په ساحلي سيمه ګوادر کې د شپې ناوخته نامعلومه وسله والو په پوليسو بريد کړی، او بيا یې د ګوادر په غټه لاره کوسټل هايي وی د ګېسو څو غټې ټېنکرې، بوزرې سوځولي دي.
د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، نامعلومه وسله والو د ګوادر په غټه لاره د پسني او اورماړه ترمنځه د پوليسو په يوه پوسته برید کړی، د پوليسو يو ګاډي یې سوځولی او هغو نه یې وسله تښتولې، او بيا یې د ګېس څو بوزرې سوځولي دي.
د وي او اې ډیوه خبريال حفيظ الله ستوری شېرانی وايي، د ګوادر پولیس او یو ځای خبریال ورته ویلي، پېښه د ماکوله علاقه کې شوې ده.
وسله والو د پولیس موټر سوځولی، له پولیسو یې وسله وړې او درې اېل پي جي وړونکي غټې ټېنکرې چې بوزرز ورته ویل کېږي، او درې نورو لاریو ټایرونه یې په ګولیو ویشتلي، خو کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.
د ځایي خبریال په وینا، په دې بوزرز کې زیاتره وخت له ایران څخه سیند صوبې او پنجاب صوبو ته ګېس وړل کیږي.
د بلوچستان حکومت او چارواکو د پېښې په اړه تراوسه په رسمي توګه څه نه دي ويلي او نه د بريد زمه واري تراوسه چا منلې ده.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې، چې پرون په درېيم مارچ د بلوچستان په قلات سیمه کې ښځینه حمله کوونکې د اېف سي پر قافله ځانمرګی برید کړی او چارواکو ویلي په حمله کې یو عسکر وژل شوی او څلور ټپیان شوي وو.
د بلوچستان صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي ويلي، په امنیتي ځواکونو د ځانمرګي بريد غندنه کوي او زياته کړې یې وه، دغه ډول ترهګره بریدونه به د بلوچستان سوله او ثبات اغېزمن نه کړي.
هغه ويلي، حکومت او امنيتي ځواکونه بلوچستان کې امن په ځای کولو ته ژمن دي.
بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو او سي پيک پروژه باندې اکثره بریدونه بلوڅ وسله واله ډله بلوڅ لبرېشن ارمي يا بي اېل اې کوي.
Forum