لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان پوځ وایي‌ بولان کې عملیات بشپړ شول، 33 ترهګر یې وژلي او ټول یرغمل یې خوشي کړي
تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي‌ بولان کې عملیات بشپړ شول، 33 ترهګر یې وژلي او ټول یرغمل یې خوشي کړي


د پاکستان پوځ وایي د بلوچستان په بولان سیمه کې په جعفر ایکسپریس رېل ګاډي باندې د بریدګرو خلاف له پرون راهیسې پیل شوي عملیات ختم شوي او وایي‌ هلته موجود "ټول ترهګر وژل شوي" دي او ټول یرغمل کسان را خوشي‌ کړل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو د څانګې ای ایس پي آر مشر لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري د چارشنبې- شورو په ماښام د پاکستان یو شخصي ټیلیویژن«دنیا نیوز» ته دعوه وکړه چې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تر ټولو لومړی ځانمرګي بریدګر و وژل:

"[په ټرېن کې یې] یوه په بله پسې بوګۍ صفا کړې او هلته موجود ټول ترهګر یې دوزخ ته ولېږل، چې ټول شمېر یې 33 دی، د صفایي په عملیاتو کې هیڅ یو معصوم مسافر ته زیان نه دی رسېدلی".

د بلوچستان د رېلوې د چارواکو د معلوماتو له مخې په ټرېن کې ټول 440 تنه وو، چې د پوځ په وینا شاوخوا 300 تنه یې د وسلوالو له منګولو ژوندي ژغورلي او وایي 21 تنه یرغمل کسان وسلوالو په بې دردۍ سره وژلي او وایي د عملیاتو په مهال څلور ملېشه عسکر هم وژل شوي‌ دي.

د پوځ ویاند ونه ویل چې 21 وژل شویو یرغمل کسان عام خلک وو که پوځیان وو، خو د پوځ یو بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، "27 وژل شوي پوځیان په دنده نه وو او په دغه رېل ګاډي کې یې سفر کاوه. په عملیاتو کې یو بل عسکر په دنده کې وژل شوی دی".

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، امنیتي ځواکونو چې پکې پوځ، هوایي ځواک، ملېشه ځواک او سپېشل فورس ایس ایس جي شامل وو د وسلوالو تر برید سمدستي وروسته د هغوی په ضد عملیات‌ پیل کړل. هغه دعوه وکړه او ویې ویل:

"ترهګر د عملیاتو په وخت په سټېلایټ ټیلیفون باندې په افغانستان کې له خپلو ملاتړو او پلانوونکو سره په رابطه کې وو".

د پوځ ویاند شخصي ټیلیویژن ته له فضا اخیستل شوی یو عکس تشریح کاوه او ویې ویل د یرغمل کړي رېل ګاډي څنګ ته وسلوالو یرغمل کړي کسان په دوو ټولیو کې جلا جلا کښېنولي وو او په منځ کې یې ځانمرګي بریدګر ناست وو، ځکه نو امنیتي ځواکونو ډېر په احتیاط سره عملیات کول.

پر جعفر ایکسپریس رېل ګاډي باندې برید بلوڅ خپلواکې غوښتونکې ډلې بي ایل اې کړی او دې تنظیم په خپل وروستي بیان کې دعوه کړې ده چې تر اوسه لا هم 150 یرغمل کسان د دوی په ولکه کې دي.

د بي ایل اې ویاند جییند بلوچ په بیان کې دعوه کړې ده چې "د پاکستان د دوامداره یرغل، سرکشۍ او د بندیانو په سنجیده تبادله کې د ناکامۍ له کبله یې په انتقامي اقدام کې د چارشنبې- شورو په ماښام 50 نور بندیان وژلي‌ دي:

"د تېرې شپې د پاکستاني ډرون برید په جواب کې 10 دښمن اهلکار و وژل شول، همدارنګه نن [د مارچ 12مې] په جګړو کې نور 10 پاکستاني پوځیان وژل شوي او 30 پرون په جګړه کې وژل شوي وو او له دې سره د ټولو وژل شویو دښمن اهلکارو شمېر 100 ته ورسېد".

وي او اې ډیوه تر اوسه له ازادو سرچینو څخه نه د پاکستاني پوځ د شمېرو تایید کړی دی او نه یې د وسلوالې ډلې بي ایل اې د دعوو تایید کړی دی، خو د کوټې رېلوې سټېشن د چارشنبې- شورو په ماښام وویل چې تر اوسه ۲۹۲ یرغمل شوي کسان را خوشي شوي‌ دي.

پاکستان په 2006م کال بي ایل اې ترهګره ډله نومولې وه او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د 2019م کال په جولای کې بلوچ لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) نړیواله ترهګره ډله اعلان کړې وه.

په پاکستان کې د امریکې سفارت په جعفر ایکسپریس باندې برید او د سلګونو کسانو د یرغمل کولو پېښه په "کلکه غندلې" او په پېښه کې له وژل شویو او اغېزمنو کسانو او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده.

سفارت پر خپل ایکس پاڼه باندې په یو پوسټ کې ویلي، "د پاکستان خلک حق لري چې له تشدد او ډاره پرته ژوند وکړي. امریکا به د خپلو ټولو وګړو د خوندیتوب او امنیت ډاډمن کولو په هڅو کې د پاکستان مستقل ملګری وي. موږ په دې سخت وخت کې له پاکستان سره ولاړ یو".

د مارچ په 11مه جعفر ایکسپریس رېل ګاډی سهار له کوټې روان شو او د سیند او پنجاب په لار د خیبرپښتونخوا پېښور ښار روان وو، چې په بولان سیمه کې وسلوالو لومړی ورباندې بمي برید وکړ او بیا یې پکې سپاره سلګونه سپاره کسان یرغمل کړل چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

وسلوالو ډلې بي ایل اې په خپل وروستي بیان کې "وروستۍ او څرګنده خبرداری" ورکړی چې که پوځ ورباندې بیا عملیات پیل کړي، نو ټول پاته یرغمل کړي کسان به هم و وژني.

وسلواله ډله وایي پاکستان اوس یوازې 20 ګنټې وخت لري که په دې وخت کې یې ورسره د بلوڅو بندیانو د تبادلې په لور کوټلي ګامونه پورته نه کړل نو په هر تېرېدونکي ساعت سره به د بلوچ نېشنل عدالت له پرېکړې سره سم به پاته یرغمل کسانو ته هم سزا ورکړل شي، د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG