د بلوچستان په بولان سیمه کې په جعفر ایکسپریس اور ګاډي شوي برید نه روغ وتلي یو پولیس عسکر دعوه کړې ده چې برید کوونکو ګڼ شمیر مسافر وژلي دي.
دغه برید چې پرون په 11م مارچ سهار نهه بجې د کوټې څخه پېښور ته په روان اور ګاډي جعفر اېکسپرېس باندې ماسپښين د سبي ضلعې سره نزدې بولان علاقه کې شوی.
چارواکي وایي تر 450 زیات مسافر په اور ګاډي کې سواره وؤ خو د چارواکو لخوا تر اوسه دقیقې شمیرې مخې ته نه دي راغلي چې په برید کې څومره مسافر وژل شوي یا ژوبل شوي دي؟
برتانوي خبري اژانس بي بي سي اردو د برید سره مخ شوي جعفر ایکسپریس کې ناست د ریلوی د یو پولیس عسکر (چې نوم یې نه دی ښودل شوی) له خولې ویلي چې وسله والو ګڼ شمیر مسافر په ډزو وژلي دي خو هغه هم بیا ددغه مرګ ژوبلې کره شمیره نه ده روښانه کړې.
دغه پولیس عسکر بي بي سي ته ویلي په اور ګاډي د برید نه وړاندې یوه درنه چاودنه له سرنګ بهر په یو ازاد میدان کې وشوه چې د هغې سره اور ګاډی ودرېدو اؤ بیا په سوؤنو وسله وال په غرونو راڅرګند شول چې په شمیر کې د دوي څخه زیات وؤ.
دغه پولیس عسکر وایي چې د برید په مهال په اور ګاډی کې د هغه په ګډون د ریلوی څلور اؤ د ایف سي دوه عسکر سواره وؤدی اؤ وایي چې دوي پخپلو وسلو تر یو څه ساعته په وسله والو ډزې وکړې .
د عسکر په وینا،خو بیا ورسره کالتوس ختم شول اؤ د ډزو په قلارېدو وسله وال د دوي خواته ورغلل اؤ ټول خلک یې له اور ګاډي ښکته کړل.
هغه وایي وسله والو په بلوڅۍ ژبه خبرې کولې ، له هر یو تن یې د هغوي پېژندګلي معالومه اؤ کارډونه یې ورله چیک کول بیا یې بیلا بیل ټولګي جوړ کړل اؤ د هر قام اؤ هرې ژبې خلک یې په بیلابیلو ټولګیو کې ودرول.
هغه وایي وسلوالو ورته ویل چې هغوي له حکومت غوښتنې کړې دي اؤ که هغه ونه منل شي هیڅوک به ژوندي پرې نه ږدي اؤ اور ګاډي ته به اور واچوي.
یاد پولیس عسکر وایي وسله والو ته چې به د چا د ویشتلو امر راغلو نو هغه به یې له ټولي پورته کړو اؤ و به یې وژلو "ډیر خلک یې ووژل،عام خلک هم اؤ پوځيان هم"
دغه عسکر وایي، په یوه موقعه یې غوښتل چې موږ هم ووژني خو ورته،وویل چې موږ خو بلوڅان یو نو بیا یې راته وویل چې نوکري څله کوئ ، او بیا نه وه معلومه چې د چا په دعا ترې خلاص شو.
د نوموړي د وینا له مخې د شپې تیاره چې ولګېده نو زیاتره وسله وال د پېښې له ځایه لاړل چې شمیره به یې اویا ، اتیا وه اؤ شلو نه تر پینځویشتو وسله وال موږ سره پاتې شول.
د پولیس عسکر د وینا له مخې د نهې په شپه چې څه خلکو د تېښتې هڅه وکړه نو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې اؤ څوک چې په کوم ځاي وؤ هم په هغه ځاي وغورځېدل اؤ مړه شول.
نوموړی وایي د چهارشنبې په سهار چې د ایف سي عسکر د پېښې ځاي ته ورسېدل نو د وسله والو پام د هغوي لوري ته واوښتو اؤ دغسې هغه د خپل ملګري سره د تېښتې په غرض په منډه شو خو وایي ملګری یې هم د وسله والو په ډزو ولګیدو اؤ ژوبل شو.
نوموړی وایي چې د خپل ژوبل عسکر ملګري سره یې ځان په تېښته خلاص کړو، د ډزو له ساحې ووتل اؤ له غره راکوز شول اؤ بیا یو نزدې د ریلوی اسټشن ته په رسېدو کې بریالي شول چې هلته د ایف سي عسکر موجود وؤ اؤ هغوي د ځان سره کښېنول اؤ وینې یې ورپاکې کړې.
د بلوچستان صوبې د صحت د وزیر بخت محمد کاکړ نه د ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني وپوښتل د جعفر ایکسپریس په پېښه کې څومره مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه دغه شمیرې روښانه نه کړې اؤ وې ویل دا حساس معلومات دي چې په دې وخت کې له ميډیا سره نه شي شریکېدای.
د بې ایل اې تازه ګواښ
د چهارشنبې په ورځ بي ایل اې په خپل یو بیان کې ویلي چې" له پېښې یو شواروز ورسته هم 200 څخه زیات دښمن نظامي کسان، چې استخباراتي مامورین، پولیس او نیم پوځیان پکې شامل دي، د بي اېل اې په ولکه کې دي"
بي ایل اې دعوه کړې ده چې دا یرغمل کسان په بلوچستان کې د دولتي ترهګرۍ، جبري لادرکۍ، غیرقانوني وژنو او د دې سیمې د طبیعي زېرمو د چور کولو په جرمونو کې نیغ په نېغه لاس لري.
بي اېل اې وایي د جګړې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته په پام سره یې پاکستاني ریاست ته د بندیانو د تبادلې لپاره 48 ساعته وخت ورکړی و. خو د دولت سخت دریځ، بې پروايي او د وخت ضایع کولو تاکتیکونه دا ثابتوي چې پاکستان د خپلو پوځي سرتېرو د ژوند ژغورلو لپاره جدي نه دی.
بي ایل اې اخطار کړی چې اوس یوه ورځ تېره شوې او ریاست یوازې 24 ساعته نور وخت لري. که پاکستان د ورکړل شوي مهلت دننه د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، نو ټول یرغمل کسان به د بلوچستان د ملي محکمې (بلوچ نیشنل کورټ) ته وړاندې شي. هلته به د دوی محاکمه د دولتي ظلمونو، استعماري اشغال، نسلوژنې، استثمار او په بلوچستان کې د جګړې د جرمونو د لاس لرلو په تور ترسره شي.
بي ایل اې ویلي ،دا محاکمه به ژر، بې پرې او شفافه وي او که مجرم ثابت شول نو د بلوچستان د ملي قوانینو له مخې به سزا ورکړل شي.
Forum