په ناکراره صوبه بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو وسله والو یاغیانو له لوري په اور ګاډي له شوي برید اؤ دغه پېښه کې د رامنځته شوې درنې مرګ ژوبلې نه وروسته ټاکل شوې ده چې وزیراعظم شهباز شریف نن د زیارت په ورځ کوټې ته سفر کوي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې وزیراعظم شهباز شریف به کوټه کې په بلوچستان ایالت کې د امن د وضعیت په اړه د لوړې کچې د یوې غونډې مشري وکړي اؤ په دغه غونډه کې به ورته په جعفر ایکسپریس اور ګاډي د شوي ترهګریز برید په اړه بریفنګ ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده په ۱۱م مارچ بلوڅ وسله والو د کوټې نه پېښور ته په روان اور ګاډي جعفر ایکسپریس په بولان سیمه کې برید کړی ؤ اؤ تر ۴۵۰ ؤ زیات مسافر اؤ د پاکستان د بیلابیلو امنیتي ادارو عسکر یې یرغمل کړي وؤ.
د چهارشنبې په شپه د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف اعلان وکړو چې امنیتي ځواکونو د وسله والو له منګولو ټول یرغمل کسان راخوشې کړي اؤ ۳۳ برید کوونکي یې وژلي دي.
پوځي ویاند ویلي چې په وسله وال برید کې ۲۱ مسافر اؤ څلور د ایف سي عسکر هم وژل شوي خو هغه په دې برید کې بیا د پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل ، تر دې وړاندې بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې په اور ګاډي د شوي برید ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې ۳۰ پوځيان یې وژلي اؤ ۲۱۴ نور یې یرغمل کړي دي.
د شورو په ورځ وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان د وزیراعلا سرفراز بګټي سره ټیلي فوني تماس هم نیولی اؤ د اور ګاډي د پېښې په اړه یې ترې ځان خبر کړی دی.
وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې ټول قام دې بزدلانه برید کې د بېګناه خلکو په وژنه ویرجن دی.
وزیراعظم ویلي داسې بزدلانه بریدونه د پاکستان د امن عزم نه شي کمزوری کولی اؤ امنیتي ځواکونو په لسګونو ترهګر وژلي دي.
په جعفر ایکسپریس اور ګاډي د وسله والو له برید وروسته د بلوچستان صوبې وزیراعلا ښاغلي سرفراز بګټي ویلي اوس به له هر رقم کشمکش نه وتل اؤ د ترهګرۍ پرضد جګړه کول وي.
د چهارشنبې په ورځ په کوټه کې د وزیراعلا سرفراز بګټي په مشرۍ د صوبې د امنیت په اړه د لوړې کچې یوه غونډه شوې چې پکې د صوبې د کورنیو چارو ایډیشنل چیف سیکرټري په جعفر ایکسپریس د شوي برید په اړه چارواکو ته احوال تېر کړی دی.
د صوبایي حکومت له لوري د خپور کړل شوي بیان له مخې غونډې ته د وینا په مهال وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي چې په بېګناه مسافرو برید د زغملو نه دی اؤ امنیتي چارواکو ته یې د وسله والو پرضد د سخت اقدام امر کړی ؤ.
وزیر اعلا بګټي ویلي ترهګر نه شي کولی چې د هیواد په یوه انچه زمکه هم قابض پاتې شي.
هغه ویلي په جعفر ایکسپریس د برید له لارې ترهګر غواړي داسې یو تاثر خور کړي چې ګنې صوبه کې امن نه شي ټينګیدای اؤ د تشدد نه ډک ماحول جوړ شوی دی.
د هغه وینا وه چې ملک دښمنه عناصر غواړي پاکستان د یو کیک په څېر پرې کړي خو وایي دا خوب به یې کله هم پوره نه شي.
د سرفراز بګټي په خبره، د بلوچستان په امنیت به هیڅ جوړ جاړی نه کوؤ ،سختې فېصلې ضروري شوې دي اؤ د ترهګرو د سهولت کارو پرضد به هم کوټلي ګامونه اخستل کیږي.
Forum