د پاکستان صدر ممنون حسېن تر اوسه په مرگ سزاوار شوو د 513 قیدیانو د رحم خواستونه رد کړي دي- په دغو کې وار د مخه 326 کسان تیزندي کړې شوي دي – په پاکستان کې په یو کال کې دومره کسان د پوځي امر جنرل ضیاالحق په تور دور کې هم تیزندي شوی نه دي –
د مرگ د سزا نه د ژغورلو لپاره د قيدي سره اخيري لاره صدر ته اپيل وي او که دغه اپيل رد شي نو بیا پاتې لاره تیزندي وي- ښاغلي ممنون تر اوسه د رحم کولو په ځاېی د مرگ سزا په ځاېی ساتل خوښ کړي دي- په کال 2014 کې په شپاړسم دسمبر په پېښور کې ترهگره تنظيم تحريک طالبان پاکستان د سکول 144 ماشومان وژلي وو- ددغه خونړۍ پېښې په سبا له پاکستان په تیزندۍ د اووه کالو راهسې روان بندیز ختم کړې ؤ –
پاکستان کې د تیزندیو په ضد زیاتیدونکې نيوکې
د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن، اېچ آر سي پي، چیر پرسن (مشرې) زهره یوسف ډیوه ریډیو ته د کراچۍ ښار څخه د ټليفون د لارې ويلي دي د تیزندۍ سزاگانو سره په هېواد کې جرمونه ختم شوي نه دي او نه داسې ممکنه ده "اېچ آر سي پي د همېشه راهسې د تیزندۍ د سزاگانو مخالفت کړی دی- ځمونږ د معلوماتو تر مخه په دې سزاگانو د جرمونو مخ نیوی نه دی شوی" زهره یوسف مثال ورکړو چې د کله نه د تیزندۍ سزاگانې ورکول شورو شوي نو د تر هگرۍ پېښې کمې شوي نه دي – د مارچ په شلمه د عيسایانو د ايسټرد اختر په ورځ په لاهور کې طالبانو په یوه ځان مرگي حمله کې 72 کسان وژلي وو - د خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده کې د جنورۍ په شلمه په باچاخان پوهنتون باندې بريد کې شل کسان وژل شوي وو چې زياتره پکې زده کړې کوؤنکي وو -
ایمينسټي انټرنیشنل یا د بخښنې نړیواله اداره په پاکستان کې د تېزندیو په ورکولو نيوکي کوي – ډیوه ریډیو ته د یو تپوس په ځواب کې د ادارې یوې ویاندې نادیه رحمان د اي میل د لارې ويلي دي پاکستان دا سزاگانې د ترهگرۍ په تور کې سزاوار شوو تر هگرو په ضد شورو کړې وې خو وس دا په عامو جرمونو کې ککړو خلقو ته ورکول کیږي-
نادیه زیاتوي "پاکستان د اتلسو کالو نه کم عمر ماشومانو ته هم د مرگ سزا ورکړې ده، بله داچې په تیر یو کال کې چې کوم کسان تیزندي شوي دي هغه کې زیاتره په ترهگرۍ کې ککړ نه وو، د ویرې یوه بله خبره دا ده چې پاکستان چې کومو کسانو ته دغه سزاگانې ورکړي دي هغوېي ته د خپلې دفاع سم حق نه دې ورکړې شوې "
روان کال د فرورۍ په دیارلسمه د جمو کشمېر په یوه بندي خانه کې دوه وروڼه محمد ریاض او محمد فیض تیزندي کړې شوي وو په هغوېي تور ؤ چې د ستر عدالت د وکيلانو د شورا د صدر ځوی یې په 2004 کې وژلی ؤ-
د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو د کميټۍ مشره نسرين جليل واېي د مرگ سزاگانې په هېڅ یو قيمت هم سمې نه دي، ډیوه ریډیو د ټليفون د لارې د میرمن جليل نه وپوښتل ایا د ترهگرۍ خلاف شورو شوی نېشنل ایکشن پلان، پوځي عدالتونو او د تېزندۍ سزاگانو سره د تر هگرۍ په ضد هدفونه تر لاسه شو؟ " بلکل هم نه" میرمن جليل سکوټ ځواب راکړو. هغې زیاته کړه "د بده مرغه نتېجې سمې نه دي، وجه داده چې مونږ سوچونه خو کوو ولې بیا پرې عمل نه کوو، حکمرانان خپله طاقتوره او محفوظه دي نوځکه هغوېي د اولس سختئ نه محسوسوي"
تیزندۍ ته اړتیا او د مرگ سزا سره مخ قیدیان
پاکستان د تیرو دولسو کالو راهسې د تر هگرۍ د پېښو سره مخ دی - او د حکومت د وینا تر مخه په دې موده کې د حکومتي مشرانو، سیاستدانانو، کارپوهانو، او امنيتي ځواکونو په گډون پنځوس زره څخه زیات پاکستاني وگړي ترهگرو وژلي دي- د پاکستان پوځي او حکومتي مشران وايي د پېښور خونړی برید د قام په زړه گُزار ؤ- ددې بريد وروستو حکومت د تیزندۍ د سزاگانو څخه بندیز ختم کړو او پوځي عدالتونه یې هم جوړ کړل -
دا وخت په ټوله نړۍ کې د مرگ په سزا گانو کې لس اتیا فیصده سزا گانې پاکستان، سعودي عرب او ایران ورکوي- په کال 2015 کې په ټوله نړۍ کې 1634 کسان تیزندي شوي دي چې چین پکې نه دې شامل- هلته دا خبرونه د ریاست امانت گڼل کیږي - په پاکستان کې د مرگ سزاوار شوي اته زره کسان وس هم په قید خانو کې بند پراته دي-
د پاکستان د ترهگرۍ په ضد قامي تگ لاره کې دترهگرو په ضد عملیاتو او تیزندۍ د سزاگانو نه پرته دا هم پریکړه شوې وه چې د مدرسو په نصاب کې به بدلون راولي او داسې مواد چې ځلمي تر هگرۍ ته هڅوي به د مدرسو د نصاب څخه وباسي، ولې ددغه نېشنل ایکشن پلان تر وسه د یو کال نه زیاته موده کیدلو ورسته هم د کومې یوې مدرسې په نصاب کې د بدلونه کوشش نه دی شوی-
د بشري حقونو د ادارو کار پوهان واېي پاکستان ترهگري خو ختمه نه کړله خو په سرکاري توگه د بشري حقونو سر غړونې زیاتې شوې-