(په شپاړسم د سمبر 2014 چې طالبانو د پیېښور په ارمي پبلک سکول کې ېو نيم سل تنکي ماشومان ووژل نو دپاکستان پوځي او حکومتي مشرانو د نېشنل اېکشن پلان په نوم د تر هګرۍ د مخ نيوي ېوه تګ لاره اعلان کړه. دغه وخت ما د پښتنو پوهانو څخه په دغه تګ لاره ېو تپوس کړې ؤ چې تاسو په پېښور کې د شپاړسم دسمبر په خونړۍ پېښه د پاکستان حکومت په رسپانس (ځواب) مطمئن یې؟
زما په دغه تپوس د پښتنو د فکر خاوندانو دريزونه دوه کاله تېرېدلو وروستو ېو وار بېا وګورﺉ او دپاکستان وسنۍ وضع خو تاسو ته په ډاګه ده)
سینېټرافراسیاب خټک، (دانشور او سیاست مدار)
زما په خیال دغه پېښې د حکومت او ټولو سيایي ډلو په سوچ کې مثبته بدلون راوستې دی- دا لومړې ځل دی چې ټولو په شریکه د تر هگرۍ خلاف جنگ ته خپل جنگ اوویلو- وړاندې چا دا جنگ خپل نه گڼلو- دویمه ښه پریکړه دا وشوه چې په طالبانو کې د ښه او بد فرق ختم کړې شو- چې په کومه طريقه حکمت عملي ( تگ لاره) جوړه شوه دا ډیره ښه ده ځکه چې پخوا خو چا منله هم نه چې دا ځمونږ د ټولو مسله ده- لومړې ځل دی چې ریاست او ددې ټولې برخې په یو خبره صلاح شوي دي- بله غټه او مهمه خبره داده چې پاکستان د افغانستان سره مفاهمت پیدا کول غواړي د دواړه هیوادونو د پوځي او امنيتي ادارو تر مينځه خبرې روانې دي-
پروفیسراعجاز خټک – (د نړیوالو اړيکو استاد او مبصر)
زه مطمئنه نه یمه- وجه داده چې پوځي عدالتونه د خلقو نه خپل بنیادي ازادي تروړي- بله خبره داده چې فیصله کول پکار دي چې نه یواځې د تر هگرو خلاف کوټلې گام پورته شي بلکه د دوېي د همدردانو او خواخوږو هم نوغې وخکل شي- اوس دا به وخت ښاېي چې پاکستان داسې کوي که نا- د مولانا عبدالعزيز خلاف کاررواېي سيمبولک ده او خلق طمعه کوي چې د حقاني نېټ ورک او حافظ سعيد ( جماعت الدعوه) خلاف به هم څه کیږي- بله خبره داده چې د فکري جنگ د پاره څه کېږي؟ نصاب څنگه دی هاغه ابله مياشت هم د خیبر پښتونخوا د سکولونو په نصاب کې جهادي مواد دننه کړې شو- زما په خیال دا یو اوږد عمل دی او خلقو له یو لویې زغم پکار دی-
ډاکټر محمد تقي (کالم نگار او څیړونکې)
د پاکستان د حکومت د رسپانس (ځواب) نه ډیر سوالونه پورته کېږي- اصل کې دوېي (پوځ) په وزيرستان کې د عملیاتو د ردعمل په انتظار ؤ- په پېښور خو څلوېښت کاله وشول چې اُور ورېږي خو اوس گورو چې راتلونکو څو ورځو کې به څه رنگه دوې په دې اُور باندې اُوبه اچوي- زه خو دا وائمه چې څنگه جنرال راحيل شريف بغیر د اولسي بدرگې نه کابل ته منډه کړه او بیا هغوېي راغله اسلام اباد ته هلته د قوماندانانو سره کیناستل نو زه دا وائمه دا د مسلې یو عارضي حل دی- بله دوېي چې دا پوځي عدالتونه جوړوي دا لویې سوالونه راپورته کوي- زما سره دا ویره مل ده چې په مخاليفينو به د غدارۍ تورونه لگي او بیا به دغه عدالتونو کې ودرول کېږي- او دا خو داسې ده چې دوېي د ترهگر لگیدلې فواره بندوي نا صرف د خلقو پام ترې اړوي- مونږه به دې ته گورو چې دوېي د لشکر طيبه، جماعت الدعوه او لشکر جهنگوي د مشرانو مقدمې د تر هگرۍ په دغه خصوصي عدالتونو کې چلوي که نا – بله دا چې پوځي مشران واېي دا مسله د افغانستان او هندوستان نه دوېي ته رسیدلې- دوېي اوس هم داسې سوچ نه کوي چې د دوېي خپلې څه غلطیانې دي- دوېي له اول دا منل پکار دي چې د تیر څلوېښتو کالو راهسې ټولې تگ لارې غلطې وې- که دوېي دغه تگ لارې سموي او خپلې غلطۍ مني خو سمه ده گني څه طمعې نه دي ساتل پکار-
خادم حسین (دانشور، لېکوال او څېړنکار)
زما په فکر دا ځلې د سیاسي مشرانو او امنېتي مشرانو لخوا ځنې مثبت ګامونه پورته کړی شوي. په خاصه توګه د پارلیماني غړو لخوا د د نېشنل اېکشن ورکنګ ګروپ په حق کې قرار داد ـ دا ځلې مونږ د ریاست لخوا دا ژمنه هم وینو چې دوي واېي ترهګرۍ له به ماتې ورکوي او د پنجاب په شمول په ګرد هیواد کې به په ترهګرو ډلو کې څه توپېر نه کوي. که چری داسې وي نو اولس به ډیر مطمېن شي خو که بیا دوي د سیاسي او عسکري مشرانو لخوا څه عملي ګامونه هم اوېني . د ریاست لخوا د ترهګرۍ پرضد مفکوره هم پکار ده. چې د شخصي ملېشا یا عسکري ډلو ، جهادیانو نه ځان خلاص کړي او د دوی د امدن مخه هم اونسېي.چې بیا ترهګر بریدونه نه شي کولې.
نفيس ټکر ( خبریال او څیړنکار)
که واېم او (هو) نو ماته پته ده ډیر پوه کسان به راسره ملگري نه وي- د هغوېي لومړۍ پوښتنه به دا وي چې ولې اوس؟ دویم دا چې تر هگر وژل؟ که د ترهگرۍ جرړه ختمول ضروري ده؟ او دریم دا چې آیا اوسني حکومتي گامونه به هغه ټول کسان سزاوار کړي چې د پولې دواړو غاړو ته یې پښتانه وژلي- او یا لابه یې وژني- که مدرسه په اوسنۍ بڼه کې وجود لري؛ د سکول نصاب ماشومانو ته د اهلِ کتاب ، هندو، او نورو په ضد کرکه ښاېي؛ میډیا کې د تر هگرو استازان او خواخوږي هره گړۍ قام ته د تر هگرو سپيناوې کوي! د پاکستان مقتدر قوتونه دا فکر کوي چې افغانستان کې به دخپلې خوښې حکومت جوړوي – نو زه فکر کوم چې د پاکستان اوسني گامونه د اطمينان وړ نه دي-
ایمل خټک ( کارپوه او څارن وال)
د حکومت په ایکشن پلان د خلقو ډیر شکونه دي- او دا شکونه او تپوسونه ځکه دي چې وړاندې هم پاکستان کې دغه شان منصوبې او تگلارې جوړې شوي دي خو بیا څه نتيجې نه دي ورکړې شوي- زه فکر کومه چې په ایکشن پلان کې کومې شل نقطې ورکړې شوي دي هغه ټولې ډیرې مهمې دي خو که چري ددغه نقطو په سلو کې په شل فيصده هم عمل وشو نو مسله به سمه شي- خو په اصل کې په تېر وختونو کې څه نتيجې نه دی ورکړې شوي نو ځکه خلق په حکومت شک کوي-
خان زمان کاکړ (کالم او بلاگ لیکونکې)
زه بالکل مطمئنه نه یم- دا د پېښور پېښه څې لومړۍ پیښه نه ده- له مخه هم ډیرې داسې پېښې شوي دي- دا پېښه به د پاکستان په تگ لاره کې څه کردار اد کړي؟ زه نه منم- دا پېښه د دېرشو کالو راهسې روان عمل تسلسل دی- تگ لاره کې هيڅ بدلون نه دی راغلې بد لون به هغه وخت منل کیدلې چې د فاټا لپاره څه بدلون وی- او د افغانستان او هندوستان لپاره په تگ لاره کې بدلون راغلې وی- د پاکستان په ايئن کې دننه د تر هگرۍ او انتها پسندۍ لپاره مواد موجود دي دغه ختمول پکار دي- په ائين کې وس هم د ضیاالحق فکر خوندي دی- هيڅ نه دي بدل شوي بس د خلقو د غصې د راکمولو یو کوشش اوشو او اخر کې یې پوځي عدالتونه جوړ کړه او یو قسم مارشل لاء طرف ته یې ملک بوتلو- جمهریت څه شو؟ د پښتنو د وينې مقدمه څه شوله؟ د پښتنو خپل مشران مغالطه خوَروي چې بدلون راغلی دی زه تپوس کومه چې په څه کې بدلون راغلو؟ ایا ائني بدلون راغلې؟ نا- ایا د گاونډیانو سره په تگ لاره کې بدلون راغلې؟ نا- ایف سي آر به ختم شي؟ نا- د بلوڅو او سندیانو په حقله بدلون راغلې؟ نا- نو بیاڅنگه او چرته بدلون راغلو؟ ایا د جماعت اسلامي او تحريک انصاف مشران پخوا نه پوهیدل او وس ددې یوې پېښې سره پوهه شو او خپل مفادات یې بدل کړل؟ زه وایمه هيڅ بدلون نشته د پښتنو په وينه پورې ملنډې کېږي-
عقیل یوسفزئ (لیکوال او څیړنکار)
د دې خبرې ځواب ته د هیواد د اوږد مهاله تگ لارو په سترگه کتل پکار دي- خو یو شمېر کارونه داسې وشو چې دا وییل گران نه دي د ېیواد تگ لارې په سم لوري روانې شوې دي- لکه مثال په توگه تمام سياسي گوندونه په لومړي ځل په یو خبره صلاح شول او دغه د نواز شريف کمال ؤ- بله خبره داده چې پاکستان د افغانستان او امريکه سره همکاري ښه کړله او دریمه خبره داده چې په هیوادکې یې ممکنه هدفي عملیات شورو کړل-
سليم صافي (کالم ليکونکې او ټي وي کوربه)
زما په خیال حکومتي او پوځي مشران په یوه خبره صلاح کیدل ډیر ضروري دي – او په دې خاطر د هیواد د دفاع وزير څوکۍ هم بدلول پکار دي- بله دا چې د سياسي مشرانو کميټي بائد هره ورځ د سهر نه تر ماښامه پورې غونډې اوکړي او په دغه عمل کې د نظر یاتي او سياسي اختلافونو نه پرته په سفرتکارۍ پوه کار پوهانو نه هم مرسته اخستل پکار دي- ایکشن پلان بائد انتظامي، عدالتي، مالي، تزويراتي، سفارتي، ابلاغي، او د نظر یاتي اړخونو نه هره خوا ته وغوزول شي- بله دا چې که څوک د خپلو ارادو نه لاس په سر کېږي نو په عامه کچه دې معافي ورکړې شي- او چې کوم خلق د هېواد په مرکزي دائره کې شاملیدل غواړي بائد موقع ورته ورکړې شي- که ددغه خبرو ځواب مثبته دی نو په پاکستان کې بدلون راروان دی گني دا هر څه یوه ټوقه ده