لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: پاکستان کې سیاسي بې ثباتي او ګراني اوس هم اقتصاد ته غټ ګواښونه دي


د درجه بندۍ نړیوالې ادارې فچ په خپل تازه رپورټ کې ويلي د آی اېم اېف سره د وروستي پروګرام له کبله په مالياتي خساره او د زر مبادلې په ذخیره کې ښه والی راغلی دی، خو وايي د آی اېم اېف د نوي قرض پروګرام لاندې به پاکستان ته د ټېکسونو او توانايۍ په څانګه کې اصلاحات کول وي
د درجه بندۍ نړیوالې ادارې فچ په خپل تازه رپورټ کې ويلي د آی اېم اېف سره د وروستي پروګرام له کبله په مالياتي خساره او د زر مبادلې په ذخیره کې ښه والی راغلی دی، خو وايي د آی اېم اېف د نوي قرض پروګرام لاندې به پاکستان ته د ټېکسونو او توانايۍ په څانګه کې اصلاحات کول وي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په وينا، د درجه بندۍ د نړیوالې اېجنسۍ فچ لخوا د هيواد د مثبته اقتصادي اشارو ښه کېدو رپورټ ورکول، او ورسره د سټېټ بېنک د سود په شرحه کې کمی کول په نړيوال کچه د حکومت د غوره اقتصادي تګلارې اعتراف دی. خو اقتصاد پوهان وايي، سياسي بې ثباتي او ګراني اوس هم د هيواد کمزوري اقتصاد ته غټ ګواښونه دي.


د درجه بندۍ نړیوالې ادارې فچ په خپل تازه رپورټ کې ويلي د نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره د وروستي پروګرام له کبله په مالياتي خساره او د زر مبادلې په ذخیره کې ښه والی راغلی دی، خو وايي د آی اېم اېف د نوي قرض پروګرام لاندې به پاکستان ته د ټېکسونو او توانايۍ په څانګه کې اصلاحات کول وي، د کل قامي امدن مطابق به د ټېکسونو کچه د 9 فيصدو څخه 12 فيصدو ته زياتول وي.


اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امين، "دا د آی اېم اېف د پروګرام اثر دی چې د درجه بندۍ نړیوالې ادارې فچ د پاکستان کرېډټ رېټنګ ښه کړی دی، مونږ ته د آی اېم اېف پروګرام ترلاسه شوی دی نو هغې سره د بهرنيو مالي مرستو خلا ډکه شوې ده او هم دغې ته په کتو فچ زمونږ درجه بندي ښه کړې ده او دې سره به نړیوالو قرضو ته زمونږ لا رسی نور هم ښه شي".


د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د فچ لخوا د پاکستان رېټنګ (ټرپل سي پلس) ته د رسولو د ګام هرکلی کړی او ويلي یې دي، دا د پاکستان د غوره معاشي تګلارې په نړيواله کچه اعتراف دی.


هم دا ډول د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب هم د فچ لخوا د پاکستان په کرېډټ رېټنګ کې غوره والی او بيا د سټېټ بېنک لخوا د سود په شرحه کې د قامي اقتصاد دپاره يو مهم پرمختګ بللی دی.


د پاکستان سټېټ بېنک تيره ورځ د سود په شرح کې يو فيصد کمی کړی او دا کچه یې د 20.5 نه 19.5 فيصد ته راکمه کړې ده.
د مرکزي بېنک ګورنر ويلي د هيواد دننه په ګرانۍ کې په تدريجي ډول کمی راروان دی.


اقتصاد پوهان وايي ګراني نه ده کمه شوې بلکې په ګرانۍ کې د اضافې رفتار کم شوی دی.


ساجد امين وايي، "سټېټ بېنک د ګرانۍ په مستقله توګه قابو کولو کې ناکامه شوی دی، دا چې ګراني لږه ډېره کمه شوې ده د دې بنيادي علت د خوراکي څيزونو فصل ښه کېدل دي، که په پاکستان کې غنم نه وی ارزان شوي نو نن به هم ګراني زياته وه او اوس هم دا دوه چنده ده".


مرکزي بېنک په خپله اعلامیه کې ویلي بهرنۍ کهاتې پرله پسې ښه کيږي او د دې څرګندونه له دې کيږي چې د قرضو بيرته ستنولو او نورو ذمه وارو باوجود هم د سټېټ بېنک د زر مبادلې په ذخیره کې اضافه شوې ده.


دا پرمختګونه په داسې وخت کې شوي دي چې آی اېم اېف د روانې میاشتې په سر کې ويلي وو، پاکستان ته د 37 مياشتو دپاره د 7 اربه ډالرو د پور ورکولو په لړ کې د عملې په کچه تړون شوی خو د دې منظوري به اېګزېکټيو بورډ ورکوي.


د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب په ورستو کې د چين د څو ورځو د سفر څخه بېرته ستون شوی او يوې خبري غونډې ته يې ويلي، پاکستان د چين تر څنګ د سعودي عرب سره د 5 اربه، متحده عرب اماراتو سره د 3 اربو ډالرو د پورونو د ورکولو د مودې وروسته کولو په اړه خبرې کوي او نوموړي تمه څرګنده کړې چې د دغو هيوادونو سره د پورونو موده وروسته کولو کې به کامياب شي او دغه عمل به د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د اېګزېکټو بورډ د غونډې نه وړاندې بشپړ شي.


اقتصاد پوهه خبريال مهتاب حېدر وايي، "که څه هم پاکستان او آی اېم اېف د چين نوم نه اخلي خو د دې ټولو هڅو مقصد بهرنۍ مالي مرستې ترلاسه کول دي، پاکستان کوشش کوي چې د بهرنيو فنانسنګ دا خلا د چين، سعودي عرب او نورو دوه اړخیزه قرض ورکونکو په مرسته ډکه کړي".


اقتصاد پوهان وايي، پاکستان لا هم د خراب اقتصادي صورتحال، سياسي کړکېچ او د امنیت د ګواښ سره مخ دی، او د هيواد دننه سياسي عدم استحکام او بې ثباتي اقتصاد ته غټ ګواښ جوړوي.


له دې وړاندې د درجه بندۍ نړیوالې اېجنسۍ فچ په خپل يو رپورټ کې اټکل کړی وو چې د دې هيواد موجوده حکومت تر يو نيم کال پورې په ځای پاتې کېدې شي او که حکومت بدل شي نو بيا به د سره انتخابات نه کيږي بلکې د ټېکنو کرېټ حکومت به جوړيږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG