لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره د تمې خلاف د پاکستان مسلې زياتې شوي


څيړونکي وايي کله چې د نېټو ځواکونه په افغانستان کې وو نو په پاکستان تور لګېدو چې هغو وسله والو ته یې په خپله خاوره پناه ځای ورکړی چا چې به افغانستان کې بدامنۍ کې لاس لرلو، او يو شمېر مشران او مهم کمانډران يې په پاکستان کې نيول شوي او يا وژل شوي هم وو.(فایل فوټو)
څيړونکي وايي کله چې د نېټو ځواکونه په افغانستان کې وو نو په پاکستان تور لګېدو چې هغو وسله والو ته یې په خپله خاوره پناه ځای ورکړی چا چې به افغانستان کې بدامنۍ کې لاس لرلو، او يو شمېر مشران او مهم کمانډران يې په پاکستان کې نيول شوي او يا وژل شوي هم وو.(فایل فوټو)

څېړونکي وايي په کال 2021م کې چې د کله طالبان په افغانستان واکمن شوي، په ګاونډي هېوادنو کې يې تر ټولو زياتې مسلې پاکستان ته جوړې شوي دي.

د دوی په وينا په پاکستان کې د ټي ټي پي بريدونه سېوا شوي، د ډېورنډ په پوله وخت په وخت نښتې کيږي، تجارت راکم شوی او داعش خراسان وسله والې ډلې سر راپورته کړی دی.

د دواړو هېوادونو په اړيکو خبر څيړونکي وايي کله چې د نېټو ځواکونه په افغانستان کې وو نو په پاکستان تور لګېدو چې هغو وسله والو ته یې په خپله خاوره پناه ځای ورکړی چا چې به افغانستان کې بدامنۍ کې لاس لرلو، او يو شمېر مشران او مهم کمانډران يې په پاکستان کې نيول شوي او يا وژل شوي هم وو.

د دوی په وينا، پاکسان ګڼل چې د طالبانو په واک کې د راتلو سره به ټي ټي پي ختم ، تجارت زيات او ډېورنډ (افغانستان او پاکستان ترمنځ) کرښه باندې مسلې هوارې شي خو په تېرو دريو کالو کې دغه ستونزې نورې سېوا شوې دي.

څيړونکی حق نواز خان وايي، "ډيرو خلکو ويلي چې د طالبانو دويم دور به د اولني نه بدل وي، خو زمه په خيال چې حالاتو ته وګورو او دې منطقې ته وګورو نو پاکستان او د سيمي هېوادونو ته خطر وخت په وخت زياتيږي".

د ملګرو ملتونو د څار ډلې د جولاۍ په مياشت کې په يو رپورټ کې ويلي وو افغان طالبان د ټي ټي پي ختمولو کې پاتې راغلې يا د داسې کولو کومه اراده نه لري، رپورټ کې ويل شوي وو د القاعده لخوا ټي ټي پي ته سېوا کېدونکي ملاتړ له امله ټي ټي پي د سيمې دپاره خطره جوړېدی شي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې زياته کړل شوې وه، ټي ټي پي د پاکستان پرضد حملې سېوا کړي، په 2021م کې یې 573 حملې کړې وې او په 2023م کې دغه حملې 1203 ته رسېدلي او په 2024م کې هم روانې دي.

څيړونکي وايي په افغانستان کې د القاعده، داعش، ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو شتون ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي دي۔

د اسلام اباد اسلامک پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر منظور اپريدی وايي، "زما په خيال دا صرف د پاکستان مسله نه ده دا د نورو هېوادونو مسله هم ده، په دې کې چين او د مرکزي اسيا هېوادونه لکه کرغزستان، ازبکستان او ترکمانستان وغېره، د هغو هم دا اندېښنې دي د افغانستان لخوا چې داسې تنظيمونه هلته شتون لري او ښکاري چې دا د هغوي په تعلقاتو کې هم مشکل پېدا کړي".

څېړونکي وايي د امنيت ستونزې زياتېدو سره سره د افغان طالبانو په واک کې راتلو سره سم په پاکستان کې مېشت د کډوالو ستونزې هم زياتې شوې دي.

د پاکستان سېفران وزارت ويلي تر اوسه د پينځو لکو نه زيات افغان کډوال واپس شوي دي.

په پاکستان کې د کډوالو استازي وايي په تېرو حکومتونو کې به د دوی مسلې زر هوارېدې خو اوس يي مسلې نه هواريږي.

په پاکستان کې د کډوالو د شورا مشر بریالی مياخېل وايي، "اوس دې وخت کې چې هر څنګه حالات راځي نو دلته چې کوم سفير دی، کونصل دې، رياست د مهاجرين نمايندګان دي نو دې حکومت ته دومره توجه نشته څومره چې مخکې حکومتونو (خبرو) ته توجه وه".

څېړونکي وايي د افغان طالبانو او پاکستان ترمينځه اړيکي ورځ تر بلې ترينګلي کيږي او په راتلونکي کې ښکاري چې د ټي ټي پي په سر د ډېورنډ په پوله تاو تريخوالې نور سېوا شي.

د افغانستان د پاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د جولايي مياشتې په اخر کې ويلي وو ټي ټي پي د پاکستان د پاره" سره کرښه" ده او تمه لري چې د افغان طالبانو حکومت به د دې ضد کوټلي ګامونه پورته کړي خو بيا افغان طالبان د ټي ټي پي مسله د پاکستان د کور دننه مسله ګڼي او وايي خپله خاوره به د کوم بل هيواد په ضد د کاريدو اجازه نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG