لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونېر کې تندلارو سرکاري سکول سوځولی اؤ په پولیسو یې بمي برید کړی


د پولیسو ویاند ویلي دغلته تېره شپه نامعلومه شرخوښو د هلکانو اؤ جینکو ګډ سرکاري سکول ته اور اچولی اؤ هغه یې سوځولی دی(فایل فوټو)
د پولیسو ویاند ویلي دغلته تېره شپه نامعلومه شرخوښو د هلکانو اؤ جینکو ګډ سرکاري سکول ته اور اچولی اؤ هغه یې سوځولی دی(فایل فوټو)

چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا بونېر سیمه کې تندروه وسله والو یو سرکاري پرایمري سکول سوځولی اؤ د سوځېدلي سکول لیدنې ته په روانو پولیسو یې د ریموټ کنټرول بم حمله کړې ده خو په دې حمله کې څه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ډان نیوز د بونېر ضلعې د پولیسو د مشر یا ډي پي او د ویاند اسرار خان له خولې ویلي چې دا د سکول سوځولو اؤ په پولیسو د بمي برید دا دواړه پېښې د چغرزۍ سیمې سره نزدې په میراګي کلي کې رامنځته شوي دي.

د پولیسو ویاند ویلي دغلته تېره شپه نامعلومه شرخوښو د هلکانو اؤ جینکو ګډ سرکاري سکول ته اور اچولی اؤ هغه یې سوځولی دی.

ویاند ویلي کله چې د سوځېدلي سکول له لېدنې وروسته پولیس ستنېدل نو د ګل بانډۍ سیمې سره نزدې په لاره کې د ریموټ کنټرول بم چاودنه شوې خو وایي په دې چاودنه کې پولیسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پولیسو ویاند تور پورې کړی چې دې دواړو پېښو د ټي ټي پي وسله وال لاس لري ځکه چې د شانګلې اؤ بونیر په پوله څو ځله د هغوي تګ راتګ لیدل شوی.

په سمدستي توګه ددې پېښو ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

ډان نیوز د یو عیني شاهد له خولې ویلي چې د سکول څخه د جینکو له وتلو اؤ په سړک له اوښتو څ منټه یا دقیقې وروسته د سیمې خلکو د چاودنې غږ اورېدلی دی.

د شانګلې نه د صوبایي اسمبلۍ پخواني غړي فیصل زیب ویلي په یاده سیمه کې د جینکو یوازې یو سکول دی اؤ هغه په باور سره نه شي ویلی چې ترهګرو غوښتل جینکۍ په نخښه کړي اؤ که په پولیسو یې برید مقصد ؤ؟

هغه ویلي چې د بونیر اؤ شانګلې په ګډه پوله د امنیت صورتحال ښه نه دی اؤ کله چې هغه د کال ۲۰۲۲م نه وړاندې د صوبایي پارلیمان غړی ؤ نو هم یې په کور ترهګرو څو ځله بریدونه کړي وؤ.

په دې وروستیو کې د پښتونخوا صوبې په قبایلي ضلعو کې د نجونو د سکولونو سوځولو یو شمېر پېښې مخې ته راغلي اؤ ددې تر څنګ په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ هم زیاته چټک شوې ده.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) پخپل تازه رپورټ کې ویلي د اګست میاشت په پاکستان کې زیاته خونړۍ پاتې شوې اؤ په دې میاشت کې د ملک دننه د تشدد واقعاتو کې 254 کسان وژل شوي.

د پېکس شمېرې ښیي چې د جولاي کال 2018م نه وروسته په وړومبي ځل د تشدد پېښو کې په یوه میاشت کې دومره زیات ځاني زیان اوښتی دی.

دغه شمېرې په ډاګه کوي چې وژل شوؤ کې 92 عام وګړي، 54 امنیتي عسکر او 108 تندروه وسله وال شامل وؤ.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG