کوټه کې ترسره شوې څلور ورځنۍ ولسي جرګې غوښتنه کړې، چې د کوټې ضلعې دا استازې جرګه اعلان کوي، "پاکستان دې هغو ټولو افغانانو ته چې دلته زېږېدلي، تعليم یې ترلاسه کړی، کورنۍ یې د څلورو لسيزو راهسې دلته ابادې دي، دوی دې د پاکستان وګړي ومنل شي او دوی ته دې شناختي کارډونه جاري کړي".
جرګې د افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه د تګ راتګ او تجارت د ټولو پرانستو غوښتنه هم کړې ده.
د کوټې ولسي جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربتوب رابلل شوې، پکې بېلابيلو سياسي او قومي مشرانو ګډون کړی دی.
درې ورځنۍ اعلان شوې جرګه څلورو ورځو ته غځېدلې او پرون په 27مه جنورۍ ناوخته سرته رسېدلې ده.
د جرګې په جاري شوې اعلاميه کې اعلان شوی، "هغه ټول افغانان چې پاکستان کې زېږېدلي، دلته یې زده کړې کړي د پوهنتونونو نه فارغ تحصيل شوي، اباو اجداد یې د څلورو لسيزو راهسې دلته مېشت دي، هغوی د پاکستان وګړي نه منل او هغوی ته شناختي کارډ نه ورکولو پاليسۍ په کلکه غندنه کوي، او دا د ټولو بشري، قانوني او نړيوالو حقونو سرغړونه بولي".
جرګې غوښتنه کړې، "دغه افغانان دې د پاکستان وګړي ومنل شي، دوی ته دې شناختي کارډونه ورکړي، د لکونو انسانانو د پېژندګلو بحران دې حل کړي، د دې سپارښتنه د پخواني وزيراعظم شهباز شریف په حکومت هغه کمېټۍ هم کړې وه، کومه کې چې پارلیمان کې استازي ګوندونه بشمول پاکستان تحریک انصاف هم شامل وو".
د کوټې ولسي جرګې دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې په وروستيو کې په ځانګړي د پاکستان پايه تحت اسلام اباد کې د افغانانو د نیولو او ځورولو خبرونه ورکړل شوي دي.
پاکستان کې تېر نګران حکومت د کال 2023م د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو اعلان کړی، او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې وه.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه، خو پاکستان ویلي وو د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
طالبانو بيا وخت په وخت ویلي، د پاکستاني چارواکو سره یې د کډوالو په موضوع خبرې شوي دي.
تېر د دسمبر د میاشتې په 27مه نېټه د پاکستان د پوځ ویاند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري مطبوعاتي غونډه کې ویلي وو، د ستمبر 2023م نه تراوسه پورې 815000 پورې افغان کډوال بيرته تللي دي.
د کوټې ولسي جرګې غوښتنه کړې، "د ډېورنډ په کرښه [افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله] د پيړيو راهسې روان تګ راتګ، د لسو نه تر 12 پورې تاريخي تجارتي لارو باندې دې اييني قانون تجارت په ځای کړل شي".
ويل شوي، "جرګه په ډېورنډ کرښه په خصوصي توګه توبه اڅکزۍ، توبه کاکړۍ، باديني، قمر دين کارېز، غلام خان، انګور اډه، مومند، باجوړ، خېبر، چمن، سپين بولدک د ولس ضد د تجارت بنديز د پښتنو ضد ژور سازش او د دوی د اقتصاد بربادي بولي، دا لارې دې د نشه يي توکيو او وسلې نه علاوه د نورو ټولو څيزونو دپاره پرانستل شي، که نه، جرګې او ولس سره به بيا د اييني قانوني حق ترلاسه کولو دپاره د مزاحمت نه علاوه بله لاره نه وي".
جرګې د پښتنو د يوې ګډې صوبې چې نوم یې پښتونخوا يا پښتونستان کښېودل شي، جوړېدو غوښتنه کړې ده.
جرګې ویلي، "بلوچستان صوبه کې پښتانه په خپلو ځمکو د پيړيو راهسې اباد دي د انچې انچې ځمکې مالک معلوم دی، د اېف سي او سپېشل انوېسمنټ فيسليټېشن کونسل څخه د صوبايي مانيز ومنرل اېکټ (صوبايي خودمختارۍ) 18م اييني بدلون پايمالي ايين پاکستان ښکاره سرغړونه بولي".
جرګې د چمن نړيوالې شاهراه او نورو سړکونو او کوټه کې په کاروبانو د چاپو وهلو او تجارتي سامانونو په قبضه کې اخستو غندنه کړې او د دغه کار د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده.
جرګې بلوچستان صوبه کې پښتنو ته د شناختي کارډ جوړولو په وخت اضافي اسناد غوښتل غندلي او د نور پاکستان په څېر د شناختي کارډ جوړولو غوښتنه یې کړې ده.
ولسي جرګې ويلي، د اتمې فرورۍ انتخابات ردوي، د حکومت نه د استعفا او نوو انتخاباتو کولو غوښتنه کوي.
د جرګې په اعلاميه کې ويل شوي، دغه استازې ولسي جرګه د 2022م کال د مارچ په میاشت کې شوې جرګې د ټولو فيصلو تاييد کوي او عملي شکل ورکولو دپاره یې د ټولو ضروري اقداماتو پورته کولو اعلان کوي.
Forum