لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باچاخان پوهنتون کې د جونو او هلکانو په یوځای ناستې بندیز لګول شوی


អាជ្ញាធររឹតបន្តឹងការធ្វើដំណើរ ក្នុងអំឡុងពេលដាក់បំរាមគោចរ ដើម្បីទប់ស្កាត់ការរីរាលដាល នៃជំងឺកូវីដ១៩ រាជធានីភ្នំពេញថ្ងៃទី១៥ ខែមេសា ឆ្នាំ២០២១។ (ហ៊ាន សុជាតា/វីអូអេ)
អាជ្ញាធររឹតបន្តឹងការធ្វើដំណើរ ក្នុងអំឡុងពេលដាក់បំរាមគោចរ ដើម្បីទប់ស្កាត់ការរីរាលដាល នៃជំងឺកូវីដ១៩ រាជធានីភ្នំពេញថ្ងៃទី១៥ ខែមេសា ឆ្នាំ២០២១។ (ហ៊ាន សុជាតា/វីអូអេ)

د باچاخان پوهنتون ادارې د پوهنتون دننه د جونو او هلکانو په یو ځای ناستې باندې بندیز لګولی.

د یاد پوهنتون لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شویدي چې د پوهنتون دننه د هلکانو او جینکو په یو ځای ناستې، د سګرټو په څکولو، د ودانۍ په چتونو باندې یوځای ګرځېدلو، د نویو راتلونکو محصلینو په تنګولو او د صادر په اغوستلو باندې بندیز لګول شویدی.

دغه اعلامیه د ډاکټر شکیل لخوا لاسلیک شوې چې دده په وینا ګټه یې محصلینو ته زیاته ده.

(په محصلینو باندې دومره پابندي هم نشته. مونږ ترې مدرسې نه جوړوو ځکه د جونو او هلکانو ګډ تعلیم دی. که جوني او هلکان په خپلو کې په کوم علمي مسلې باندې خبرې کوي نو پروا نه کوي چې دا پنځه، لس دقیقې او یا زیات دوام وکړي. دغه ډول په ټولګي کې یوځای کښېناستلو باندې بندیز نه شته چې کله دوی په یوې درسې مسلې باندې بحث کوي. خو که داسې وي چې څلور پنځه سره یوځای ګرځي او په ساعتونو ساعتونو سره ناست وي او یا هم په یوه ټولګي کې سره یو په یوه ناست وي نو باید داسې وه نه شي.)

د پېښور د پوهنتون د جېنډر سټډي د څانګې استاد ډاکټر درویش وايي، په پوهنتونو کې د پاخه فکر هلکان او جوني وي:

(په کار نه ده چې دا ډول بندیزونه په پوهنتونونو کې ولګول شي او دا دعملي کېدو وړ هم نه دي. ځینو سړیو به خپله خور او لور له ځانه سره روانه کړې وي نو که د پولیسو او یا د پوهنتون د امنیتي کسانو لخوا درول کیږي او ترې پوښتنه کیږي چې دا څوک ده نو ښه نه برېښي.)

د پوهنتونو لخوا په دغې نوې پریکړې په ټولنیزو رسنیو باندې هم سختې نیوکې شویدي چې دا ډول بندیزونه زمونږ په پوهنتونو کې وروسته پاتې والی ښيي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Recommended

XS
SM
MD
LG