د پاکستان لخوا د تجارتي لارو په تړلو د افغان سوداګرو پام اوس د کراچۍ پځای د ایران بندر ته ګرځيدلی
افغان تاجران وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تورخم په پوله موجودو تجارتي لارو وخت په وخت تړل کېدو او د پاکستان له خوا ځينو وضع کړل شويو قوانينو په نتيجه کې د سيمې تجارتي ارزښت کمېږي او د دوه اړخيزه تجارت متاثره کېدو ترڅنګ يو شمېر افغان تاجران اوس ټرانزټ د کراچۍ بندر په ځای د ايران د لارې کوي.