لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناقدین: دپښتونخوا حکومت ویاند برسټر سیف ټي ټي پي سره مذاکراتو کې دچا استازیتوب کوي؟


برسټر سېف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال ۲۰۲۰م کې چې کله د ايم کيو ايم سینیټر و د پاکستان په سینیټ کې یې په نورو سینیټرانو غږ کړی و چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي
برسټر سېف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال ۲۰۲۰م کې چې کله د ايم کيو ايم سینیټر و د پاکستان په سینیټ کې یې په نورو سینیټرانو غږ کړی و چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي

په داسې حال کې چې د خېبر پښتونخوا په بیلا بېلو برخو کې د بدامنۍ پېښې کيږي اؤ په دې پېښو کې د زياترو پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان مني، خو بل لوري ته په صوبه کې دتحريک انصاف ګوند په حکومت سختې نيوکې روانې دي، چې وياند يې د ټي ټي پي سره مذاکرات کوي او نور وزيران يې د صوبې نماینده په مذاکراتو کې شريک نه ګڼي۔

تېره ورځ د خېبر پښتنونخوا د کابيني غړي شوکت يوسفزي یو ټي وي چینل سره خبرو کې ويلي وؤ د صوبایي حکومت په مذاکراتو کې هيڅ کردار نشته.

دشوکت یوسفزي په وینا"تر څو چې د برسټر سېف خبره ده، د هغه د افغان جهاديانو سره اړيکي پاتې شوي او ښکاري چې په دې اوسنو مذاکراتو کې د هغه نوم افغان طالبانو يا کوم بل چا ورکړی وي،برسټر سېف پخپله پنځه شپږ کاله جهاد کې شامل شوی دی، هلته يې ډير خلک پيژني، او غالباً د هغه نوم افغان حکومت ورکړی و"

دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند برسټر محمد علي سېف په دې وروستیو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن مشرانو سره یو ځائ د ټي ټي پي مشرانو سره خبرو اترو لپاره کابل ته تللی ؤ.

په دوېمه جرګه کې قبايلي مشرانو ميډيا سره د خبرو نه ډډه کوله او ويل به يې چې د حکومت په نمایندګۍ ورسره برسټر محمد علي سیف راغلی او هغه به ميډيا ته جواب وايي۔

برسټر محمد علي سېف يو بل شخصي ټي وي ډان سره په خبرو کې منلې چې هغه د ټي ټي پي سره په مذکراتو کې د هغه وخت نه شامل دی چې کله نه دا مذاکرات مرکزي حکومت شروع کړي وو او صوبایي حکومت سره د مذاکراتو هيڅ تعلق نشته .

هغه ویلي دا مذاکرات د پاکستان رياست کوي.

د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه ځايي اؤ د نړيوالې ميډيا په رپوټونو کې راغلي وو چې ټي ټي پي سره دافغان طالبانو په منځګړتوب دامذاکرات د هغه وخت د پېښور کور کمانډر اؤ د پاکستان د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي پخواني مشر جنرل فېض حميد شروع کړي وو او پخپله يې هم د ټي ټي پي د غړو سره په افغانستان کې ليدلي وو۔

په دې وروستيو کې په صوبه کې د بدامنۍ په اړه وي او ای ډيوه سره په خبرو کې برسټر محمد علي سېف ويلي دي ټي ټي پي د بريدونو ذمه وارۍ مني، خو د ټي ټي پي سره روان مذاکرات په رسمي ډول ختم شوي نه دي،

برسټر سېف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال ۲۰۲۰م کې چې کله د ايم کيو ايم سینیټر و د پاکستان په سینیټ کې یې په نورو سینیټرانو غږ کړی و چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي،

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان ډيوه ته ويلي د پاکستان تحريک انصاف ګوند چې په صوبه کې حکومت کوي د دې ګوند د مشر عمران کان نه واخله تر د وزيرانو او نورو غړو پورې په يو خبره نه دي ولاړ۔

"د عمران خان نه واخله د لاندې کچې پورې د پارټۍ غړي د ګډوډ سوچ ښکار دي"

عوامي نېشنل ګوند په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت نيوکې کوي چې وزيراعلا او وزيران يې طالبانو ته قلنګ ورکوي او په صوبه کې په بدامنۍ خاموشه دي،

صوبایي حکومت طالبانو ته د قلنګ ورکولو خبره رد کړي خو د ګوند مشر عمران خان يې منلي چې ټي ټي پي يې وزيرانو ته ګواښونه کوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Recommended

XS
SM
MD
LG