لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ڈیکسا میتهاسون نرخونه د کرونا ضد ګټوره ثابتېدو د خبرونو وروسته لوړ شوي


په برتانيه کې د کرونا ناروغۍ کې د ګټوره ثابتېدو د خبرونو وروسته د پاکستان زياتره برخو کې ڈیکسا میتهاسون نومې دوايۍ بیه زياته شوې او په مارکيټ کې يي کمې رامخې ته شوې دی.

د پېښور مالګو منډۍ د دوائي خرڅوونکو د دوکاندارانو د تنظيم مشر ارشد مومند وايي دغه دوائي په کرونا مريضانو علاج کې د ګټوره ثابېتېدو خبر نه وړاندې په مارکېټ کې په زيات مقدار او په کم بیه ترلاسه کېده، خو د خبر خپوريدو پس لوي مقدار کې ذخيره کونکو دا دوايي په کم بيه واخېسته او اوس په مارکېټ کې کمه او په زيات نرخ ميلاويږي.

ارشد مومند وویل: "د ډيکسا ميتهاسون د ګولو يو ډبی ۸۵۰ پاکستاني روپۍ باندې ترلاسه کيږي د دې نرخ ۱۲۰ روپۍ وو، او د ډيکسا ميتهاسون انجکېشن ډبی قيمت ۹۰روپۍ وو اوس په ۳۰۰ روپۍ هم نه ميلاويږي".

د برتانيې طبي پوهانو په خپله تازه څيړنه کې ويلي چې ډيکسا ميتها زون د کرونا هغه مريضانو په علاج کې مثبتې نتيجې ښودلې کوم چې د سختې ناروغۍ په صورت په وينټيلېټرو باندې وو.

د طب پوهانو ويلي د دوائي سره په وينټېلېټر موجود اته مريضانو کې يو مريض د مرګ نه او اکسيجن ورکړل کيدونکي ۲۵ مريضانو کې يو مريض بچ کيدې شي.

دوایي خرڅونکي دوکانداران وايي په زياته کچه د مالي ګټو د پاره ‌ذخيره کونکو ترڅنګ عامو خلکو هم په زيات مقدار کې دا دوایي اخېستې ده، خو د خېبر پښتونخوا د صويې د ډاکټرانو تنظيم مشر ډاکټر عامرتاج وايي د ډاکټر د نسخې نه بغېر دا دوایي ډير زيان اړولې شي او د نورو مرضونو سبب ګرځېدې شي.

ډاکټر عامرتاج وايي: "ډيکسا ميتهاسون يو سټيرائيډ دوائي ده، که د ډاکټر د نسخې نه بغير او د ضروت بغیر وکارول شي نو د شوګر، وجود غټيدو، هډوکي کمزوتيا او په ګردو اثرات پروېستې شي، او په کرونا کې صرف هغه مريضانو ته ورکړل کيږي کوم چې په وينټيلېټر وي".

ډاکټر عامر تاج زياته کړه دا دوائي د کرونا ناروغانو د پاره ډېر په کم مقدار کې کارول کيږي او په مارکيټ کې کمې به يي د کرونا مريضانو علاج کې کوم لوي مشکل راولاړ نه کړي.

د پاکستان د وزيراعظم د صحت سلا کار ډاکټر ظفر مرزا هم په يو ټويټ کې ليکلي ډېکستا ميتهاسون په پاکستان کې په پورا مقدار کې شته ده، او یوازې د ډاکټر د نسخې مطابق مريضانو ته ورکړل کيږي.

ظفر مرزا ليکلي که کومو سيمو کې په مارکيټ کې دا دوائي نه ترلاسه کيږي نو متعلقه ادارو ته دې دغه مسله رپوټ کړې شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG