لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گو اېف سي آر گو


د پاکستان په 27 زره مربع کلوميټره قبایلي سيمه فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی. په فاټا کې نه خو یوه یونیورسټي شته دی او نه کوم غټ هسپتال، سړک، او نه د پېښور، اسلام اباد او کراچۍ په طرز کوم کاروباري مرکز. هلته نه خو لکه د پاکستان د پرمختگ تلي او خوشحاله ښارونو لاهور او سیالکوټ په رنگه د جديدې بینکارۍ نظام شته دی او نه لکه د کویټې او ډیره اسماعیل خان د اولس په رنگه د وسني دور د ساينسي پرمختگونو څخه خبر دي. د فاټا خلقو ته لکه د پاکستان دواک لاندې کشمیر‎ او گلگت بلتستان د خلقو په رنگه د بلدياتو او صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو حق هم نشته دی. هلته په ایشیا د برطانېی د فيرنگي راج د وخت د تور قانون ایف سي آر د لاندې د تمامو فیصلو واک تر اوسه د یو سرکاري افسر پوليټیکل ایجنټ په لاسو کې دی او دغه افسر چې ځاېی اولس ورته بې تاجه بادشاه وايي هرحکم یې لکه د وایسرائ په شان منل د فاټا په خلقو فرض وي. داسې ښکاري لکه فاټا یو بندي خانه ده چرته چې خلق د یو ظالم جیلر د خوښې بغیرساه هم نشي اخستلې. خو وس چې د فاټا نوې کول، سیاسي مشران، کارپوهان، او طالبعلمان د دغه بندي خانې د نظام څخه اذاديدل غواړي نو په حیرانونکې توگه یو څو شتمن او تل د په اقتدار په مرکزونو کې شريک پاتې شوی پښتانه مشران بدلون ته تیار نه ښکاري او نه خو د پاکستان کومه اداره کوم حکومت، کوم پوځي او سیاسي مشر او نه کوم دانشور دا ځواب لري چې اخر د فاټا د پښتنو سره دا امتیاز ولې کیږي-

د مذ هبی او سیاسي گوند جميعت علماء اسلام (ف) پښتون مشر مولانا فضل الرحمان وایي په فاټا کې د نوي سیاسي او ايني نظام په ځاېی کولو څخه د مخه دې د هغه ځایی د اولس رایی واخستل شي. مولانا ډیوه ریډیو ته ويلي دي چې نه خو په فاټا کې د ايني اصلاحاتواو نه په کومه صوبه کې د یو ځاېی کولو مخالف دی . د جميعت مشر په ځانگړې مرکه کې وویل "مونږ دا نه ورته وایو چې مونږ دضم کولو مخالف یو— مونږ دا ورته وایو چې هره سياسي فیصله چې تاسو د قبایلو په حق کې کوئ په هغې کې قبايلي خلق شريک کړئ او د هغوېي رایئ واخلئ" خو مولانا د یو تپوس په ځواب کې دا هم وویل چې که چري پارلیمان د فاټا په حقله څه قسمه پریکړه وکړه نو د پارلیمان سره به تصادم ته نه ودریږي. هغه وویل دا تاثر سم نه دی چې گني دې په فاټا کې د ايني اصلاحاتو مخالف دی-

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:45 0:00

د پاکستان د وزيراعظم د باندينو چارو صلاح کار او د فاټا لپاره مشاور سرتاج عزيز په فاټا کې د اينی بدلون په غوښتنه یو رپورټ تیار کړی دی او حکومت ته یې وړاندېز کړی دی چې د فاټا څخه دې ایف سي آر قانون سمدټکه ختم کړې شي، هلته دې عدالتي نظام وغوزل شي او دغه سيمه دې دیو کوټلې منصوبې وروستو په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل کړې شي. سرتاج عزيز په فاټا کې د یو نيم کال په موده کې د عامو خلقو، طالبعلمانو، وکيلانو، ملکانو او ممبرانو څخه د لیدو کتو وروستو خپل رپورټ تیار کړی دی. ښاغلي عزيز ډیو ریډیو ته ويلی دي " د فاټا په سفر کې به راته خلقو اوازونه کول چې گو ایف سي آر گو— او ټول خلق لکه د نور پاکستان د خلقو په رنگه حقونه غواړي" هغه وویل چې وس وخت راغلی دی چې د ریاست دستور فاټا ته وغوزول شي گني چې تر وسه څومره کار شوی دی د غه به ضایع شي-

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00

د یو بل ملت پاله گوند پښتون خوا ملي عوامي پارټۍ مشران وايي په فاټا کې دڅه قسمه بدلون څخه د مخه دې د هغه ځاېئ د اولس راېی واخستل شي. د گوند مشر ښاغلي محمود خان اچکزۍ ډیوه ته په یوه مرکه کې ويلي دي چې د بد لون اختیار د یوڅو تنانو سره پکار نه دی. هغه وايي "گوره په دوه سوه کسه ( کسان) دا نه معلومیږي. دوه سوه کسه ( کسان) دې د باجوړ ، دوه سوه کسه ( کسان) دې د واڼا او دوه سوه کسه ( کسان) دې د اورکزۍ مرکز څخه راوغوښتل. یا! (نا)- بیا به نو بله بهترينه طريقه دا وي چې هلته ریفرنډم وشي" محمود خان اچکزۍ څخه چې وپُښتل شول په ریفرنډم کې د خلقو څخه څه تپوس پکار دي نو د هغه ځواب ؤ "د فاټا اولس نه پُښتنه وکړئ چې ځان له صوبه غواړئ که په بله صوبه کې شامېلیدل غواړئ".

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

خوښاغلی سرتاج عزيز وايي دا وخت د هغه ځاېی د خلقو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې دويي ته دې هم لکه د نور پاکستان په رنگه حقونه ورکړې شي.د صوبې سره یو ځاېی کولو منصوبه کې به پينځه کاله وخت لگي. سرتاج عزيز وايي هلته ترقي او امن ځکه نشته چې وس هم پکې د فيرنگي د وخت قانون ایف سي آر دی-

د فاټا د باجوړ ایجنسۍ څخه د حکومتي گوند مسلم ليگ د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدين خان وايي محمود خان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د خپلو ذاتي گټو په خاطر د میلینو پښتنو د تقدير سره لوبې کوي شهاب الدين خان وایي "مولانا گنگس دی او اچکزۍ خو له سره په فاټا کې تر وسه د چا جنازې له هم نه دې تلې، دويي د سره خبر نه دي چې هلته د خلقو په ژوند کې څومره مشکلات دي، زه تپوس کوومه چې کوم ايني او قا نوني حقونه او وسایل چې د اسلام اباد، کویټه، پېښور، کراچۍ، گلستان او ډیرا اسماعيل خان خلقو ته ورکړې شوي دي، ایا په هغې د فاټا د خلقو حق نشته دی؟" شهاب الدين خان وایي ډیر زر به د فاټا د قسمت فیصله وشي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:27:44 0:00

دا وخت د سرتاج عزيز په وړاندیزونو په پارلیمان کې بحث مکمل شوی دی او د حکومتي گوند، مسلم ليگ ن څخه علاوه ، پيپلز گوند، عوامي نیشنل پارټۍ، تحريک انصاف او د هېواد زیاتره لویو گوندونو د ايني اصلاحاتو تجویزونه منلي دي، وس په فاټا کې به ايني اصلاحات کله او څنگه کیږي دا لا معلومه نه ده خو د تیرو اویا کالو راهسې چې کومې چارې د فاټا په اولس وشوې د خوشحال خان خټک خبره—

چې زما په خیلخانه په اولس وشو... و دې نه شي په هندو په مسلمان

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG