پرون زما او د گل خان تر منځه شَرد مولانا شیراني په تازه اقتصادي تصؤر ؤ— د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا مشرمولانا شيراني خیال دی چې د پاکستان د ډنگر شوي معاش لوېی علت کاغذي کرنسي ده خو که دا کاغذي کرنسي په اشرفۍ بدل شي نو د هیواد د خزانې قوَب به لکه د جوتي غوي جگ ودریږي — لکه د چرمباز غوي به په ترپکو شي او لکه د گوندلۍ میښې به یې خیټه پلنه شي—
الکه بونیر گله خبر خو یې کنه چې مولانا شيراني صېب قام ته یو ډیر بې مثله اقتصادي تصور ورکړو؟ گل خان په خندا خندا زما خوا له راغی — نه گل خانه والله نه یم خبر؛ څه چل شوی دی؟ ما ځان بيخي نانگاره کړو- او په زړه زړه کې مې ورته خر ووې — گل خان زما اشنا دی دده عادت دی چې هر وخت په منډه وي او تل د خپلې خوښې اوتې بوتې په خلقو په زور مني-
بونېر گله چل دا شوی دی چې شيراني صیب د خپلې اقتصادي پوهې په اساس وس د پاکستان په معاشي نظام کې یو ستر انقلاب راوستل غواړي ! د کاغذي کرنسۍ په ځاېي د سرو او سپينو اشرفۍ!! گل خان اوږده قیصه تیره کړه خو د هډو محسوس نه کړه چې د سرو او سپينو اشرفو د خبرې سره بونیر گل په سوچ کې یوې بلې دنیا ته رسیدلې ؤ—
زه ددې د نیا د مصنوعي بازارڅخه د سوچ په نيلي سور د فراط د سيند په غاړه پروت د بغداد تاريخي بازار ته ورسید مه - په سوونو کالو زړه زمانه کې څه گورمه چې سوداگرو په خپلو اوږو په گرزنده چابړو کې د ځاېي فصلونو میوې، کجورې، زیتون، میزري، مالگه، تور مرچ او د څرمنې جوړ اوږده اوږده کميصونه د خرڅ لپاره خواره کړي دي، ځاېی په ځاېی د سړو د اوازونو سره د اوښانو د بر ړیدو ، د خرو د هنیدو او د گډو بیزو د مې مې اوازونه راروان دي-
زه بونیر گل د گلابي عطرو په خوشبو ، د خرو ، اوښانو د خرشنو او د گډورو او بيزو د پچو په بوېي په لړل شوي بازار کې د چټکو سوداگرو، د شتمنو اخستونکو او د مفلسه خواري کښو په منځ کې حق حیران ولاړ یم – کله یو دوکان او کله بل دوکان ته په دې وسوسو کې راگیر گورمه چې یه پروردگاره دا لا کومه دنیا ده – دلته نه خو چا سمې په طريقه جامې اغوستي دي، نه یې خپل وېښته په ناېي قينچي کړي دي او نه یې نوکونه غوڅ کړي- نه څوک د یو بل سره په سمه خله خبره کوي، نه موټر شته نه کمپیوټر، دوړې دي، منډې دي او دخلقو په مخونو یو اضطراب دی-
په بازار کې زیاتره سړي گرځي راگرځي د دوېي قدونه ډیر لوَړ لوَړ دي اود خړو غنمي ملا گانو نه یې خیرنې خيچنې زړې څادرې تاو راتاو دي ، شاید پخوا پرتوگونه لکه د پنجابیانو د لنگونه په شان وو، د هغوېي د سرونو څخه د سپين توراو زرغون رنگ څادرې لکه د ژوبل شوي مار تاؤ وې — زما په خیال گل خان هم خپله لونگۍ کله کله لکه د بغداد د سوداگرو په شان تړي-
د بازار په یو گوټ پیر کې یو جادوگر ته خلق راغونډ دي هغه ورته په یوه توره شپیلۍ ساز غږوي زه د شپیلۍ د ساز سره د اشرفو د کړنگارو اوازونه هم اورم – دا کړنگار هغه وخت ډیر سِوا شي کله چې څوک حکومتي چوب دار په خپل آس روان د سوداگرو نه محصولونه او مالیې غونډوي، دا منظر داسې دی چې چوب دار په اس ناست دې، غاړې ته یې اوږده پړقیدونکې توره د نیام نه راوتې زوړنده ده په یو لاس کې یې کوړه او په بل لاس کې یو لوښې دی، دې وار په وار د یو یو سوداگر خوا له ورځي او خپل لوښې ور مخکې کوي؛ سوداگر د لرې نه دده په لوښې کې اشرفۍ وراچوي، کله چې څوک بوډا سوداگر په مالیه ورکولو کې لږه سستي وکړي نو بل اواز بیا د سپين گيري سوداگر د چِغو او د چوب دار د کوړې د تړک وي— د بغدادۍ کوړې تړک!
په یو بل منظر کې گورمه چې یو بوډا سپين گيري خپل خر بازار ته راوخکلی دی - د خر په غاړه کې د کونجکو امیل د ی د کونجکو په منځ کې یوه سپينه سورۍ شوې اشرفۍ هم ليدل کیږي؛ زما په خیال دا څوک هنر مند ؤ یا د دې بازار تر ټولو زیات غریب گاهک ؤ، او یا څوک فقير ؤ چې د مالدارو بغدادیانو څخه به خیر غوښتلو له راوتې ؤ—
زه لا د فراط په جۍ پروت د بغداد په بازار کې د طاقت، غربت، بد بو، خوشبو او ناقلارۍ په ننداره وومه چې د یو زورور شغ سره مې سترگې وغړېدې- گورم چې په یو تور ډبل سيټر جاپاني لینډ کروزر گاډي کې مولانا شیراني کلاشنکوف په لاس د خپلو محافظانو په حفاظت کې د پاکستان د شتمنو ښار اسلام اباد په بلیو ایریا کې د پارلیمان خواته لکه د سیلۍ د باد تیر وتلو-
زه راپاسیدمه خپل څادر مې وڅنډلو او د مارگلې دغره په لوري روان شوم—
هلکه بونیر گله چرته لاړې – گل خان راته غږ وکړو—
گل خانه! د اشرفيو دور راروان دی نو ځمه چې دا خپل اېي فون خرڅ کړم او د اوس نه ځان له اوښ واخلمه!!