لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په رفح کې هوايي حملې کړې


په رفح کې د اسرایلي بمبارۍ وروسته یو منظر
په رفح کې د اسرایلي بمبارۍ وروسته یو منظر

اسرایلي پوځ وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سحر وختي یې د غزه په جنوبي برخه رفح کې هوايي حملې کړې. نړیواله غوښتنه کوي چې ملکي خلکو د تحفظ دپاره دې اسرایل په غزه کې عملیات نه کوي.

فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د امداد او کارونو ادارې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په رفح کې هوايي حملې به د سیمې د یو اشاریه پینځه مېلین خلکو دپاره د انساني امداد کوښښونه نور هم د مشکلاتو سره مخامخ کړي.

د غزه د صحت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په تېره یوه ورځ کې اسرایلي ځواکونو په ټوله غزه کې قریباً 100 کسان وژلي دي چې ورسره په جنګ کې په غزه کې د خلکو د وژنو شمېره 29410 ته رسېدلې ده.
اسرایلي پوځ وویل ځواکونو یې په زېتون سیمه کې چې د غزه په شمالي برخه کې ده او په جنوبي غزه کې د مغربي خانس یونس په علاقو کې حملې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري امداد څانګې مشر مارټېن ګرېفېتس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د برازیل په فلها اخبار کې شایع شوي مضمون کې د جي ټونټي تنظیم د غړو ملکونو نه غوښتنه وکړه چې په غزه کې جنګ د ختمولو دپاره دې خپل اثر او رسوخ استعمال کړي. د جي ټوېنټي تنظیم د غړو ملکونو غونډه دا هفته د برازیل په ریو ډېجېنېرو ښار کې کېدونکي ده.

ګرېفېتس وویل کوم "ظلمونه" او "انساني غمیزه" چې د غزه خلک برداشت کوي چې "زړه ور" فلسطیني خبریالان په خبرونه ورکوي د دنیا مخکې ته دي. هغه وویل هېڅ دا نه شي وېلی چې په غزه کې د حالاتو نه دي خبر. هغه زیاته کړه چې ګڼ شمېر فلسطیني خبریالان وژل شوي هم دي.

د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن مشر ټیډروس اېدونېم ګېبریېسېس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل غزه نه د "مرګ علاقه" جوړه شوې ده.

ګېبریېسېس په جېنېوا کې خبریالانو ته وویل زیاتره غزه تباه کړی شوې ده، د 29000 نه زیات کسان وژل شوي دي، ګڼ شمېر نور بې درکه دي او ګمان کېږي کې مړه دي او ګڼ شمېر نور خلک زخمیان دي.

دا هفته ډبلیو اېچ او د فلسطین هلال احمر په مرسته د خان یونس محاصره شوي ناصر نومې هسپتال نه مریضان د جنوبي غزه دوو عارضي هسپتالونو ته منتقل کړل. ټیډروس وویل قریباً 111 مریضان او زخمیان او لږ تر لږه 15 ډاکټران او نوره طبي عمله په هسپتال کې پاتې ده.

اسرایل وايي حماس د ناصر هسپتال د دننه نه او د هسپتال د لاندې سرنګانونه عملیات کوي.

اسرایل په غزه کې حماس د ختمولو دپاره عملیات په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته شروع کړل. د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي دي. په حمله کې حماس تر 250 پورې کسان یرغمال هم نیولي وو چې ځینې په کې ازاد کړی شوي، ځینې په غزه کې وژل شوي او یو شمېر نور لا د حماس په ولکه کې دي.

امریکې، برطانیې او پورپین یونین ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG