لاس رسیدونکی لینک

 
ازبکستان د افغانستان د پخواني حکومت اووه هېلې کاپټرې امریکې ته ورکړي دي
تازه خبر

ازبکستان د افغانستان د پخواني حکومت اووه هېلې کاپټرې امریکې ته ورکړي دي


وي او ای ته د پېنټګان چارواکو ویلي وو چې ازبکستان په وروستیو ورځو کې هغه هېلې کاپټرې امریکې ته ورکړي دي چې د طالبانو د پرمختګ په مهال افغان پایلټانو ازبکستان ته بوتللې وې
وي او ای ته د پېنټګان چارواکو ویلي وو چې ازبکستان په وروستیو ورځو کې هغه هېلې کاپټرې امریکې ته ورکړي دي چې د طالبانو د پرمختګ په مهال افغان پایلټانو ازبکستان ته بوتللې وې

ازبکستان د افغانستان د پخواني حکومت هغه اووه بلېک هاک نومې هېلې کاپټرې امریکې ته ورکړې چې افغان پایلټانو په کال ۲۰۲۱ د طالبانو د واکمنېدو په مهال ازبکستان ته بوتللې وي. په تاشقند کې د امریکې سفارتي سرچینو د دې خبر تصدیق کړی دی.

امریکې ته پوځي هېلې کاپټرې په داسې وخت کې ورکړی شوي دي چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ صدارت د بیا ترلاسه کولو وروسته ویلي په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې او پوځي ساز او سامان پکار ده چې طالبان امریکې ته بېرته ورکړي.

د افغانستان واکمنو طالبانو غوښتل چې ازبکستان دې کاپټرې دوی ته ورکړي.

په تاشقند کې د امریکې د سفارتخانې یوې سرچینې ای اېف پي خبري ادارې ته تصدیق وکړو چې اووه هېلې کاپټرې امریکې ته ورکړی شوي دي. په دې اړه وړمبی خبر د وایس اف امریک ازبک څانګې خپور کړی و.

وي او ای ته د پېنټګان چارواکو ویلي وو چې ازبکستان په وروستیو ورځو کې هغه هېلې کاپټرې امریکې ته ورکړي دي چې د طالبانو د پرمختګ په مهال افغان پایلټانو ازبکستان ته بوتللې وې.

د ازبکستان او د طالبانو د دفاع وزارتونو په دې اړه ای اېف پي خبري ادارې د څه وېلو نه ډډه وکړه.

د طالبانو د دفاع وزارت د تېر کال د اګست په میاشت کې د ازبکستان نه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د هوايي ځواک جهازونه په ورکولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د سېنټر فار سټېټيجېک اېنډ انټرنېشنل سټډیز نومې د څېړنې ادارې د سېټلایټ تصویرانو په بنیاد ویلي چې په کال ۲۰۲۱ کې طالبانو د پرمختګ په مهال ازبکستان کې د افغانستان د ۴۵ زیات جهازونه لیدل شوي وو. خو د هغو جهازونو په اړه معلومات نیشته چې امریکې ته نه دي سپارل شوي.

Forum

XS
SM
MD
LG