لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرو نوغی نه دی وتلی


د تیرې لسیزې راهسې د ترهگرۍ د پېښو سره مخ هېواد پاکستان اووه ښارونه په نړۍ کې د سختو خطرو سره مخ څلور شپېته ښارونو کې شامل شوي دی- دَ وي سِک ادارې گلوبل رِسک انالسیس یعني د نړيواله خطرې د څیړنې رپورټ واېي د پښتونخوا سرښار پېښور د سختوخطرو سره مخ ښارونو کې په اووم نمبر او د کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان سر ښار کوټه په نهم نمبر دي- دواړه ښارونو کې پښتانه اباد دي او زیاتره کاروبارونه هم پښتانه کوي – د پاکستان سرښار اسلام اباد د خطرو سره مخ ښارونو کې په څلورڅلوېښتم نمبر دی-

د پاکستان وزيراعظم اود موجوده واکمن گوند مسلم ليگ نون مشرنوازشريف په واک کې د راتلونه وړاندې د انتخابي مهم مرکزي نقطه دا وه چې حکومت به یې په هېواد کې امن راولي- دغه شان لوظونه په پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند تحريک انصاف مشر عمران خان هم کړي وو- د دواړو مشرانو په مرکز کې د پيپلز گوند د صدر اصف علي زرداري او په صوبه کې د عوامي نیشنل گوند د اعلي' وزير امير حیدر هوتي په حکومتونو اعتراضونه به هم دا وو چې هغوېي اولس ته په امن ورکولو کې ناکامه شوي دي- خو اوس نوازشريف په مرکز او عمران خان په صوبه پښتون خوا کې حکومتونه دي او د اولس سره د امن لوظونه یې پاللي نه دي –

پاکستان کې تحریکِ طالبان پاکستان او ددې ډلې نه بیل شوي یو شمیر نور وسله وال ځاېي تنظيمونو نه علاوه نزدې پنځوس داخلي او خارجي وسله وال تنظيمونه تر هگري کوي. د هیواد په قبایلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان او خیبر ایجنسۍ کې حکومتي ځواکونه د وسله وال طالبانو په ضد جنگیږي او د هیواد داخله وزير چودهري نثار واېي دتر هگرۍ په ضد جوړ کړې شوې تگ لارې نیشنل ایکشن نه وروستو یې نزدې شپږ دیرش زره شکمنه وسله وال نیولي دي-

په پېښور کې تیر کال د دسمبر په شپاړسمه طالب وسله والو په یوه بوږنونکې حمله کې د سکول یو سل څلور څلوېښت تنکو ماشومانو په گډون یوسل پنځوست کسان وژلي وو – ددغه پېښې وروستو د پاکستان حکومت په هیواد کې د تر هگرو خلاف د قامي تگلارې جوړلولو اعلان کړې ؤ –

خو د حکومت لخوا ددغه نوي قامي پلان جوړولو باجود په اولسي کچه وېره ختمه شوې نه ده- په پېښور کې د ډیوه ریډیو سره خبرو په وخت د قيصه خوانۍ بازار د دوکاندارانو صدر شیخ عبدالرزاق واېي حکومت ورته د خپلو څوکو لپاره د څوکیدارانو ساتلو ویلي خو واېي تحفظ ورکول د حکومت زمواري جوړیږي- د پېښور په ېونیورسټۍ روډ د سورلیو په تمه ولاړ د ټیکسي ډرائېور نیاز علي د ډیوه ریډیو خبریال مدثر شاه ته واېي چې سحر د کوره اوځي نو د بیرته روغ ستنیدلو دعاگانې غواړي-

څیړونکي واېي په هېواد کې ترهگرو ته په مکمله توگه ماتې ورکول ځکه اسان نه دي چې حکومت د ترهگرو په اصلي ځاله لاس نه اچوي- په سرښاراسلام اباد کې د انسټي ټيوټ اف پاليسي سټډیز څیړنکار او پخوانې پوځي چارواکې بریگیډیر سید نظیر د ډیوه ریډیو خبریالې رابعه پیر ته ویلي دي حکومت د ترهگرۍ څانگې پيسکې نيسي او اصلي ونې ته لاس نه اچوي-

په پاکستان کې وس دا هم گنگوسې سوا کیږي چې په عراق او شام کې طاقت اخستونکې تنظيم اسلامي ریاست اوس د هېواد په یو شمېر برخو کې خپل پلویان لري او څیړونکي په هېواد کې د اسلامي ریاست د طاقتوره کیدلو او هیواد لپاره د خطرې جوړیدلو نه انکار نه کوي- په ظاهره پاکستان د ترهگرۍ د مخ نیوي پوره کوششونه کوي خو دَ وي سِک ادارې گلوبل رِسک رپورټ نه څرگندېږي په پاکستان کې نه خو ترهگري کمه شوې ده او نه ترهگر بې مجاله کړې شوي دي -

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG