لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف:د طالبانو حکومت د ټي ټي پي د وسله والو د ایستلو لپاره له پاکستان مالي مرسته غوښتې وه


خواجه اصف وویل "د هغوي میلمه پالنه افغان حکومت کوي، افغان ریاست یې کوي،اؤ مونږ چې پشا ګورو نو مونږ چې کوم کردار ادا کړی دی په تېرو دیرشو، پینځه دیرشو کلونو یا څلویښتو کلونو کې د ۷۰مې لسیزې نه نن هم څلور، پینځه میلیونه افغانان زمونږ په خاوره کې ناست دي."
خواجه اصف وویل "د هغوي میلمه پالنه افغان حکومت کوي، افغان ریاست یې کوي،اؤ مونږ چې پشا ګورو نو مونږ چې کوم کردار ادا کړی دی په تېرو دیرشو، پینځه دیرشو کلونو یا څلویښتو کلونو کې د ۷۰مې لسیزې نه نن هم څلور، پینځه میلیونه افغانان زمونږ په خاوره کې ناست دي."

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو وارې بیا تور لګولی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ډاګیز تېری کیږي اؤ وایي په پاکستان کې د ترهګرۍ کوونکو ځالې په افغانستان کې دي.

هغه تور لګولی چې په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د ګډې پولې تر څنګ له خپلې خاورې د ټي ټي پي د وسله والو له ایستلو لپاره د پاکستان نه مالي مرستې غوښتې وې خو وایي پاکستان ته یې د وسله والو د ایستلو لړ کې هیڅ ضمانت نه ؤ ورکړی.

افغان طالب چارواکو لا د پاکستان د دفاع د وزیر دې تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې هغوي په کراتو ویلي چې په خاوره کې یې هیڅ بهرنۍ وسله والې ډلې شتون نه لري.

د پاکستان د شخصي ټيلي ويژن "جیو نیوز "په یو پروګرام کې د خبرو په مهال د دفاع وزیر ویلي کوم ترهګر چې پاکستان کې په ترهګرۍ اؤ مرګ ژوبله کې ککړ دي د افغان طالبانو حکومت د هغوي میلمه پالنه کوي اؤ خوندي ځالې یې ورکړې دي.

خواجه اصف وویل "د هغوي میلمه پالنه افغان حکومت کوي، افغان ریاست یې کوي،اؤ مونږ چې پشا ګورو نو مونږ چې کوم کردار ادا کړی دی په تېرو دیرشو، پینځه دیرشو کلونو یا څلویښتو کلونو کې د ۷۰مې لسیزې نه نن هم څلور، پینځه میلیونه افغانان زمونږ په خاوره کې ناست دي."

هغه وویل "یا خو دې دا خلک (افغان کډوال) افغانستان بېرته واخلي چې د ملګرو ملتونو اسناد نه لري، ځکه چې د دوي پناه ځایونه هلته هم دي اؤ د افغانستان نه چې کوم تشکیلونه کیږي، د پاکستان په ضد ،دوي هغوي ته هم دلته پناه ځایونه ورکوي، زمونږ په هیواد کې د وینو تویولو لپاره د تباهۍ لپاره ، ددې څه نا څه حل پکار دی"

د دفاع وزیر وویل، وزیراعظم شهباز شریف هم په دې لړ کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ډيره پاکه خبره کړې ده اؤ زه پخپله هم په دې اړه افغانستان ته تللی وم .

د خواجه اصف په خبره ، د افغان طالبانو سره زمونږ د وسله والو په مسله ډير د سنجیده بڼې اختلافات دي اؤ مونږ خپلې اندېښنې لرو.

هغه وویل افغانستان ته د خپل سفر په مهال یې د طالبانو حکومت د پاکستان د اندېښنو نه خبر کړي وؤ اؤ هغوي ورسره منلې وه چې له خپلې خاورې به دغه(د ټي ټي پي) وسله وال کوم بل ځای کې اباد کړي .

د خواجه اصف په وینا "هغوي چې ماسره خبرې کړې وې په هغې کې یې کومه اندېښنه نه وه ښودلې،هغوي ماته ویلي وؤ، مونږ به دوي کوم بل ځای کې اباد کړو،اؤ ددې لپاره یې رانه مالي مرستې هم غوښتې وې"

خو خواجه اصف وایي چې د طالبانو حکومت ورته د ټي ټي پي د وسله والو د ویستلو په اړه هیڅ ګارنټي یا ضمانت نه ؤ ورکړی اؤ مالي مرستې یې هم غوښتې.

"مونږ څنګه کولی شول چې مالي مرستې هم ورکړو اؤ هغوي دوي(د ټي پي پي وسله وال) چرته ولیږي اؤ سبا هغوي بیا د پاکستان په ضد اقدامات پيل کړي یا راشي بیا د پاکستان د پولې سره اباد شي اؤ یا هم له پولې را اوړي"

تر دې وړاندې تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف هم ویلي وؤ،د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د غیرفعاله کولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي، خو د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو او نړیوالو دا ډول دعوو ته په جواب کې تل ویلي چې بهرنۍ ترهګرې ډلې یې په هېواد کې فعالیت نه لري.

په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت دریځ لري چې پخپل هیواد کې امنیت ټینګول د پاکستان خپله ذمه واري ده اؤ دا ذمه واري باید د افغانستان غاړې ته وا نه چوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG